۸صبح، کابل: د امریکا اریزونا ایالت پوهنتون او ځينو کاناډايي مېرمنو د افغان نجونو او ښځو لپاره پرلیکه د انګلیسي ژبې د زدهکړې پروګرام پېل کړی دی.
د اریزونا ایالت پوهنتون دوشنبه د کب پر ۱۴مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پروګرام یې «د بشریت لپاره زدهکړې» تر سرلیک لاندې پېل کړی دی.
نوموړي پوهنتون زیاته کړې چې دمګړۍ د ټول هېواد په کچه پرلیکه نږدې دوه زره نجونې د خپلو ټيلفونونو او کمپیوټرونو له لارې په دغه پروګرام کې برخه اخلي.
د خبرپاڼې په حواله، د اریزونا ایالت پوهنتون «د بشریت لپاره زدهکړې» تر سرلیک لاندې پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې پېل کړ او په ټوله نړۍ کې زدهکوونکو ته د ژبې، د کالج لپاره د تېاري او کاري مهارتونو په برخه کې زدهکړې ورکوي.
د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي دي.
دمګړۍ نجونې او ښځې ښوونځي، پوهنتون او کار ته د تګ اجازه نه لري.