۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله یو راپور خپور کړ او په کې یې اشاره کړې چې طالبانو په هغه کال کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې خپل ځپونکي اقدامات لا پسې زیات کړل.
دغه راپور د پنجشنبې ورځ، مرغومي په ۲۱مه خپور شو او په کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې بشري حقونه د طالبانو له لوري په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په تېر کال کې د مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه، د معترضو مېرمنو او بیان ازادۍ ځپل، د پوځیانو وژل، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو خپلسري نیول او په امنیتي پېښو کې د ملکي وګړو مرګژوبله دوام وکړ.
دغه سازمان د معترضو مېرمنو د نیولو او د مېرمنو پر وړاندې محدوديتونو ته په اشارې سره ویلي چې په افغانستان کې له مېرمنو او نجونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه د بشريت ضد جرم او د جنسيت ځورونه بولي.
همداراز د بشري حقونو د څار سازمان په دغه کال کې پر رسنیو او خبریالانو ځپلو یادونه کړې او ویلي یې دي چې طالبانو تېر کال په پراخه کچه سانسور پیل کړ او بهرني خبریالان افغانستان ته د راتګ پر مهال د ویزو له سختو بندیزونو سره مخ شوي وو.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د دې ډلې له لوري یو شمېر نجونې او مېرمنې د حجاب د نه مراعتولو په تور ونیولې او بندیانې یې کړې.
د طالبانو دغه کړنې له کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره سره، لا هم دوام لري.
که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت دغه کړنه له حقیقته لرې بولي، خو د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې مخکې ویلي وو چې دا نیول د «اسلامي شریعت د اصولو» پر بنسټ ترسره کېږي.