۸صبح، پروان: په پروان کې سیمه ییز مسوولان وایي، چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې په دغه ولایت کې د ارغوان ګل لسم فيسټیوال ترسره شي.
د پروان د والي ویاند شمس الرحمن صدیقي یکشنبه د کب پر نهه ویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې ټاکل شوې دا فیسټیوال د هېواد د شاعرانو او لیکوالو په ګډون ترسره شي.
هغه زیاته کړه، چې لیدونکي سر له سبا دوشنبه چې د نوي کال لومړۍ ورځ ده کولای شي د ارغوان غونډۍ ته ورشي. د نوموړي په وینا، په دې سیمه کې د خلکو د امنیت خوندیتوب ته لازم تیاری نیول شوی دی.
د پروان په مرکز چاریکار کې ګلغونډۍ تفریحي سیمه ده، په تېره بیا د پسرلي په موسم کې ډېر هېوادوال لیدو ته ورځي.
هر کال د یو شمېر حکومتي چارواکو، شاعرانو، لیکوالو او د بېلابېلو ولایتونو د اوسېدونکو په ګډون د ارغوان ګل ملي فیسټیوال د چاریکار ښار په ګلغونډۍ کې ترسره کېږی.
په تېرو کلونو کې د شعرونو ویل، موسیقي، تفریحي پروګرامونه او د لاسي صنایعو، نقاشیو او سیمه ییزو خوړو نندارتون د ارغوان ګل د فیسټیوال اصلي برخې وې.