افغانستان د نړۍ د تر ټولو خپه هېواد په توګه، سږ کال هم نوروز نه شي نمانځلای؛ ځکه چې طالبان هغه غیر اسلامي بولي او د دې ورځې نمانځل یې منع کړي دي. پر دې ممانعت سربېره، روژې هم پر نوروز سیوری غوړولی دی. د مسلمانانو له نظره روژه د «اطاعت او عبادت میاشت» ده او په دې میاشت کې باید د تفریح او خوښۍ پرځای روژه ونیول شي او لمونځونه وشي او له هر هغه کاره ډډه وشي چې روژه مکروه کوي. البته، که سږ کال نوروز په روژه کې نه وای هم، نو هیچا ته به یې د نمانځلو اجازه نه ورکول کېده. خو په دومره توپیر سره چې لږ تر لږه خلکو کولای شوی په دې پلمه په ازاده توګه په چګر ووځي، یو څه وخوري او یوڅه وڅښي، سږ کال روژې هم له خلکو دا امکان اخیستی دی. نو په نوي لمریز کال کې نوروز په غیر رسمي توګه د نمانځلو ډېر کم چانس لري. که قضیې ته تر دې هم په ژوروه توګه وګورو، بیا هم ورته پایلې ته رسیږو. فرض کړئ چې که طالبانو خلکو ته د دغه لرغونې جشن د نمانځلو اجازه ورکړې هم وای، وضعیت به په لږ توپیر سره هماغه و، چې نن دی.
نوروز زموږ د تمدني حوزې یو له ښو دودونو دی او د موسم په پیل کې د تفریح ، خوښۍ او ساتېرۍ لپاره یو فرصت دی چې د خیام په وینا «هر زنده دلی را سوی صحرا هوسیست.» خو طالبانو له هر پلوه خلک له نوروزه بې برخې کړي دي. کله چې خلک له اقتصادي پلوه له بې وزلۍ او ناوړه حالت سره مخ وي، له سیاسي پلوه وځپل شي او له پامه وغورځول شي، له کلتوري پلوه له زیاتو محدودیتونو سره مخ وي او ان حق ونه لري چې په ازاده توګه موسیقي واوري، نو د نوروز له راتګ او تګه څه ګټه پورته کولای شي؟
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یوازې د دې ډلې غړي او ورسره تړلي ملایان په رښتینې مانا خوښ او خوشاله دي. پاتې نور یوازې په دې هڅه کې دي چې شپې او ورځې تېرې کړي او که چېرې د هېواد د پریښودو فرصت ورته برابره شي، نو له ځنډ پرته به هېواد پرېږدي. هیله خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده او د ژوند په نوم څه په واقعیت کې یوازې د طالبانو لپاره خوندور او د خوښۍ وړ دي. ډیری خلک – ان هغه کسان چې په پیل کې له طالبانو سره ملګري او همغږي وو – د نا امیدۍ او نا هیلۍ احساس کوي او ژوند یې ان په اصطلاح د کاواکه جمهوریت د وخت ښکلا او خوند نه لري.
کله چې خوښ نه یاست او خوند نه اخلئ، په واقعیت کې ژوند نه کوئ. که موږ پر هغه څه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې روان دي، د ژوند نوم کیږدو، ژوند ته مو سپکاوی کړی دی. هغه څه چې دې ډلې پر موږ تحمیل کړي، د ژوند ماهیت لمنځه وړونکې نسخه ده چې د ریښتیني ژوند ځای یې نیولی دی. دا ژوند ته ورته یو داسې څه بللی شو چې خلک پکې یوازې هغه رول لوبوي چې د طالبانو له خوا ورکړل شوی دی. په دې ډول ژوند کې د مرګ وېره تل وي. د طالبانو د سیاسي – ایډیالوژیکې دستګاه اصلي کار دا دی چې نه ختمېدونکې وېره او ترهه خپره کړي. یوه لویه تبلیغاتي دستګاه په لوی – اقتصادي – سیاسي ملاتړ سره کار کوي څو په خلکو کې وېره ژوندۍ وساتي او لا نوره یې ترویج او پیاوړې کړي. دغې تبلیغاتي دستګاه د ژوند ټولې برخې لاندې کړي او د خلکو په خورا خصوصي شیبو کې یې هم خپل حضور تثبیت کړی دی.
له کورنۍ، دیني مدرسې، ښوونځي او پوهنتونه نیولې تر رسنیو او ټولنیزو شبکو پورې هر ځای د دې تبلیغاتي دستګاه مسموونکی او مرګونی حضور لیدلای شئ، چې د طالبانو په راتګ سره یې نه تصورېدونکی ځواک او اسانتیاوې تر لاسه کړي او تر پخوا ډېر د خلکو پر احمق کولو او وېرولو بوخته ده. د وېرې د تولیدونکې دغې لویې دستګاه محصولات ان په یوه لېرې پراته کلیوال کور کې هم موندل کیږي. په دغه خوار او غریبانه کور کې که تاسو نور هېڅ هم ونه مومۍ نو د «مرګ منظره» چې د ملایانو یو د خوښې کتاب دی، حتماً مومئ؛ داسې کتاب چې طالبان یې هم لوستلو ته خلک هڅوي، څو د هغه وحشتناک برخلیک له وېرې چې ښايي د اسلامپالو په ژمنه شوې نړۍ کې یې ولري، په دې نړۍ کې هغوی سکون او ارامتیا ته پرېنږدي. هغه موعود ژوند ته د رسېدو لپاره باید په «فاني نړۍ» کې دومره کړاو وګالئ چې د طالبانو پر مطلوب امت بدل شئ او په هغې نړۍ کې د حورو او غلمانو تر څنګ یو ایډیال «ژوند» ولرئ. دغه ژوند ته د رسېدو یوه لاره ځان وژنه ده، چې طالبان او نور اسلامپالان يې استشهادي عملیات بولي. دا ډله په ویاړ سره اعلانوي چې ټول غړي یې ځانمرګي دي او چمتو دي چې دغه موعود ژوند ته د رسېدو لپاره ځانونه والوزوي.
د طالبانو ایډیولوژي له مرګ، وېرې او ترور سره اخښل شوې ده. په دې ایډیالوژۍ کې د خوښۍ لپاره د هغې په معمولي او منل شوي مانا ځای نشته. تر څو چې ژوندی یاست باید جهاد او عبادت وکړئ او دا عبادت ان د هر مؤمن او مسلمان د ژوند «د خوښۍ» په شیبو کې هم وي. خوښي يوازې د طالبانو د خوښې وړ شریعت په اډانه کې جواز لري او له دې پرته خوښي درنه بيه غواړي، چې ډېری خلک دا غوره ګڼي چې بابېزه یې وګڼي او د طالبانو محدوديتونو ته غاړه کېږدي. دا ډله له تاسو داسې موجود جوړوي چې د خپل ژوند په هېڅ پړاو کې په واقعي مانا خوښ ونه اوسئ. کله چې تاسو له خپلې خوښې سره سم ژوند نشئ کولای او ان ستاسو د جامو بڼه هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له لوري دیکتې کیږي او ستاسو د خوښۍ او تفریح وخت د دې ادارې لخوا ټاکل کیږي، نور نو د ازادۍ په نوم څه نشته. کله چې ستاسو له ژونده د آزادۍ عنصر لېرې شي، خوښۍ هم له منځه ځي.
په دې وضاحت سره. موږ باید د خوښۍ د بېرته راستنولو لپاره ان که د ژوند ضد طالبي رژیم تر سیوري لاندې هم وي، نوروز د خوښۍ او ښادۍ د تداعي کوونکي یوه لرغوني دود په توګه ونمانځو. دا هغه کار دی چې زموږ نیکونو کړی دی او همدا لامل دی چې زموږ په تمدني حوزې (د نوروز په ټاټوبي» کې له کلتور سره د پیړیو پیړیو دیني او غیردیني دښمنۍ له کېدو او د ژوند له اسلامیزه کېدو سره سره، خلک ورته لېواله دي. که زموږ له کلتور سره د پردیو د دښمنۍ پر وړاندې زموږ د نیکونو دوامداره مقاومت نه وای، نو د نوروز په نوم دود به نور نه وای او یوازې د تاریخ په زړو پاڼو کې به مو لوستلای. له همدې امله دا زموږ یوه مهمه دنده ده، چې د هغو لرغونو کلتوري ارزښتونو ساتنه وکړو چې لا هم ژوندي دي، خو د هغو د دښمنانو شمېرنه یوازې دا چې کم شوی نه دی، بلکې د وخت په تېرېدو سره یې د مثل ډېر تولید لرلی او ډېر سیاسي واک یې ترلاسه کړی دی.
د طالبانو ډله زموږ د کلتوري ارزښتونو له دغو سختو دښمنانو ده. هغه ډله چې هڅه کوي هر څه اسلامي کړي او د خپل افراطي او بدوي روایت له غلبیله یې وباسي، په دې دلیل چې نوروز عربي- اسلامي دود نه دی، باید حذف شي. د طالبانو په فکري نظام کې هر هغه ارزښتونه او دودونه چې د دې ډلې له بدوي روایت سره په ټکر کې تشخیص شي، له منځه وړل کېږي. د نوروز په اړه د طالبانو نظر قومي او مذهبي دی، په داسې حال کې چې دا دود په کوم ځانګړي قوم یا کوم ځانګړي دین پورې اړه نه لري. نوروز زموږ د تمدني حوزې اړوند کلتوري دود دی او هېڅ قوم او ملت یې د مالکیت د ادعا حق نه لري.