۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې د سالنګونو د بیارغونې چارې پیل شوي؛ خو طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې دغه لار به د راتلونکې اونۍ له شنبې ورځې څخه د ټرافیکو پر مخ وتړل شي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سالنګونو لویه لاره به د زمري له ۱۴مې نېټې څخه یوازې د ورځې په اوږدو کې د ټرافیکو پر مخ تړلې وي.
په اعلاميه کې د سالنګونو د تړل کېدو لامل د دې لارې بيارغونه بلل شوې ده.
د طالبانو د فواید عامې وزارت لیکلي دي: “د شپې له لوري هر ډول موټرو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي، یوه شپه له شمال څخه جنوب ته او بله شپه له جنوب څخه شمال ته”.
دغه راز یاد وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د روانې اونۍ تر جمعې پورې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې چارې د روان کال د چنګاښ په ۲۰مه د طالبانو د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې پرانیستل شوې.
د دغه سړک د بیارغونې پروژه دوو خصوصي شرکتونو ته سپارل شوې او ټاکل شوې چې د دوو کلونو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.