۸صبح، پروان: په پروان کې ځايي طالب چارواکو د ترافیکو پرمخ د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د سالنګونو د ساتنې رییس عبدالحکیم اغا ویلي چې دا لویه لار سهشنبه د کب پر ۲۲مه د شپې له ۸:۳۰ بجو وروسته د درنې واورې ورېدو او قوي توپان له کبله تړل شوې ده.
نوموړي له موټر چلوونکو او خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا دې پر دې لویې لارې د تګ راتګ هڅه نه کوي.
یاده دې وي چې له نن سهار راهیسې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې واوره او باران ورېدلی دی.
له دې وړاندې سرچینو د هرات – اسلام کلا لویې لارې د تړل کېدو خبر هم ورکړی و.
تازه د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د درانه ورښت خبرداری ورکړی دی.