۸صبح، کابل: د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي چې سالنګ لویه لار د واورې ورښت او شدید توپان له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا لویه لار د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه په وقفهيي بڼه تر بلې خبرتیا پورې نن د شپې له ۷:۴۰ دقیقو وروسته د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست کارکوونکي هڅه کوي څو په خبره یې، د دغې لویې لارې په دواړو غاړو کې بند پاتې موټر وژغوري.
بل پلوه، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې له پرون راهیسې د غر ښوېدنې او سېلاب راوتلو له کبله د غور – فاریاب سړک هم د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی.
دا سړک په «دره کرګوش» سیمه کې تړل شوی او دغه راز یې د غور د چهارسدې ولسوالۍ اړیکه هم له مرکز فیروزکوه سره پرې کړې ده.
د یادونې ده چې د کابل – غور لویه لار هم له بیګاه شپې راهیسې د بُکک کوتل په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې یو شمېر ولایتونه د ورښت شاهدان و او په ځينو کې له بیګاه شپې راهیسې واوره ورېږي.