۸صبح، کابل: د طالبانو ټولګټو وزارت ویلي چې د هوا په ښه کېدو به د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې بیا پېل شي.
دا خبر دوشنبه د غويي پر ۳مه د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس په خپله اېکسپاڼه کې لیکلی دی.
نوموړي په دې تړاو ډېر جزییات خپاره کړي نه دي.
د یادونې وړ ده چې سالنګ لویه لار پروسږکال له څلورو میاشتو تړل کېدو وروسته پرانېستل شوه.
د سالنګ د ۸۰ کیلومټره لویې لارې د بیارغونې چارې پروسږکال د چنګاښ په ۲۱مې پیل شوې، خو د وږي له ۸مې بیا دغه لار په بشپړه توګه د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.
د دې لویې لارې په تړل کېدو سره د بار وړونکو موټرو په وسیله د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په بشپړه توګه بند شوی و او مسافرو د خاواک – پنجشیر او شیبر – بامیان لارې د بدیلو لارو په توګه کارولې.
د سالنګ لویې لارې په تړل کېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو بیې هم اغېزمنې شوې وې.