دیني مدرسې، د مذهبې تعلیم ادارې او د دیني علومو او شریعت د زده کړې مرکزونه د منځني ختیځ په ځانګړې توګه افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې د مسلمانانو د کلتور او تمدن په برخه کې سل کاله تاریخي مخینه لري. د تاریخ په اوږدو کې دغه بنسټونه په خپلو طریقو، چلند او کړنو کې له ژورو بدلونونو، پراخو بحرانونو سره مخ شوي او له حده زیات ضرر یې هم رامنځ ته کړی او له معاصرې نړۍ سره د دوی مقابله، او نوې پوښتنې هم رامنځ ته کړي چې د ټولنې، مذهب او الهیاتو مهمو مسایلو سره یې پداسې ډول بې رحمه برخورد کړی چې فریب، وحشت او تاوتریخوالی ورسره مل وو.
دیني مدرسې چې یو وخت د افکارو د اختلاف، د مختلفو افکارو او نظریاتو او د دینت، روحانیت او ګوښتوب نښه وه، اوس یې د علم انديښنه له منځه تللی، تشدد او ترورېزم په کې واکمن شوي دي. په بل عبارت زموږ د زمانې دیني مدرسې نه یوازې له علم سره اشنا نه دي، بلکې د مذهبي ترورېزم په غېږ کې غورځېدلي او هر مخالف، پوښتنه کوونکی او یا د یوې مسئلې پوښتنه کوونکي ته هم په تشدد سره ځواب ورکوي.
هغه دیني مدرسې چې یو وخت د فلسفې او حکمت مرکز وو او د مولانا بلخي، ابن رشد او ابن سینا لدې مدرسو راوتلي وو، نن د ابوبکر البغدادي او د بغدادي په ډول په زرګونو نور قاتلین روزي چې دماغونه یې د نسوار په هکله ښه پوهه لري او د وحشت او اورپکې په ژبه ښه پوهېږي. دا حالات د یو لړ ژورو بحرانونو پایله ده چې دیني مدرسې په دې کلونو کې ورسره مخ شوي دي او که د دې بنسټونو امانتداران او د ټولنې او کلتور مسؤلین ورته پام ونه کړي له دغو بنسټونو د تورو کنډوالو څخه به لوی بلاوی سرونه راپورته کړي چې د ضحاک مردوش په څیر به حتی خپل نسل هم خوري او ویجاړوي.
سربېره پر دې، په تېرو دوو لسیزو کې او د ډېرو سخت دریځو ډلو له راڅرګندېدو وروسته دا څرګنده شوه چې ترهګري له دیني مدرسو څخه سرچینه اخلي او د خپل ځان په خوړولو یې پیل کړی، په دیني مدرسو، دیني بنسټونو او حتی پر جوماتونو یې ډېر وحشیانه بریدونه ترسره کړي دي، چې ډېر ټکان ورکوونکي او ډېر وحشتناک دي. یوازې په تېرو څو کلونو کې په دیني مدرسو او جوماتونو لسګونه ترهګریز بریدونه شوي دي. اساسي پوښتنه دا ده چې دیني مدرسې ولې له دومره بد برخلیک سره مخ شوې؟ د ساینس او ټکنالوژۍ د پراختیا سره سره، مذهبي بنسټونو هماغه پخوانی شکل ستلی، د یو یهودي-اسرائیلي تاریخپوه یول نوح حریري په وینا؛ چې انسان د نړۍ خدای ته د رسیدو په لور روان دی، خو زمونږ دینې مدرسي او مذهبي مرکزونو خپله هماغه پخوانی لرغونتیا ساتلی او اوس هم د تیرو لسو پیړیو په څیر طالب علمانو ته درس او روزنه ورکوي. له همدې امله د نصاب محتوا، اداري انضباط، انفرادي کړنې او حتی هغه فتواګانې چې د دې بنسټونو له زړونو څخه راوتلې زموږ د عصر سره متناسب اړخ نلري.
په داسې حال کې چې د انسان د حرکت او تکامل څرخ او نور ټول بنسټونه د بدلون په لاره روان شوي او سفر کوي، دیني مدرسې لا هم خپل زوړتوب ساتي. په دې وروسته پاتیوالي کې ټول هغه څه شامل دي چې په دیني مدرسو کې شتون لري. له هغه کتابونو څخه چې تدریس کیږي واخله، د تدریس طریقې، د زده کونکو سره چلند او د هغې داخلي او بیروني تاثیرات چې په اوسني ټولنه او کلتور کې په قصدي یا غیر ارادي توګه خورا لوی اغیز لري او دا لړۍ دوام لري. څرنګه چې زموږ دیني او وروسته پاتې ټولنه د ملایانو او شاګردانو په حکمونو او فکري نړۍ باندې جوړه شوې ده چې له دې مدرسو څخه فارغ شوي دي، د دې وروسته پاتی والي دوام د مذهبي تروریزم د ودې او خپریدو یو مهم عامل دی، چې د ټولنې د وروسته پاتې والي بنسټ د موجودیت له امله د هر ځل هڅه کولو وروسته بیا صفر ته ستنېږي او د ټولنې ټولې لاسته راوړنې له لاسه ووزي.
له همدې پخواني او د کاره لویدلي میتود څخه په استفادې سره ترهګرۍ دینی مدرسې په خپله اډه بدلې کړې او د خپلو موخو لپاره یې ستر انسانی ځواک په لاس کې دی او استعمالوي یې. د ټولو تروریستي ډلو نظامي جوړښتونو ته په دقیقه نظر کتلو سره څرګندېږي چې د دوی بشري ځواک اکثریت له دیني مدرسو فارغ شوي دي. له قانون څخه دې سرغړونې د کلونو په اوږدو کې ټول هغه بنسټونه چې ټولنې ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره کار کوي ځانونه د قانون پر بنسټ تنظیم کړي او د قانون پر بنسټ خپلې دندې او پایلې تعریف کړي دي.
د قانون حاکمیت د ننني عصر له نښو څخه دی چې هر فرد او هره اداره اړ ده چې د قانون په وړاندې ځواب ووايي او د هغه پر بنسټ د ځان د سمون لپاره مکلفیت لري. په عین حال کې، دیني مدرسې ځانګړي قوانین او معیارونه نه لري او نه هم د دولتي قوانینو او رسمي تعلیمي سیسټمونو تر څار لاندې دي. په افغانستان کې تر اوسه معلومه نه ده چې څومره دیني مدرسې شته، مالي بودیجه یې له کومه راځي، د تدریس طریقې یې څنګه تنظیم شوي د دوي نظم په کوم بنسټ تنظیم او څه باید وکړي او څه ونکړي څنګه ترتیب شوي. په دې برخه کې نه یوازې کوم بنسټ یا مرکز مداخله کولی شي، بلکې حکومت هم مداخله نه شي کولای او دیني مدرسې هم په پرله پسې ډول د حکومت د مداخلې په وړاندې راپورته شوي، سره لدې چې دولت قانوني حق لري او د قانون له مخې د خپلو چارو د تنظیم او پرمخ بیولو اجازه نه ده ورکړل شوی.
له قانون څخه دې سرغړونې دیني مدرسو ته جدي زیان رسولی دی؛ ځکه چې په دوی کې کوم ځانګړی قانون شتون نلري او علماء د دې بنسټونو د ساتونکو په توګه پریکړې کوي، د ظلم او تسلط زده کړه پدې ځایه کې کېږي. دا مسله په علمي او تجربوي توګه ثابته شوې ده. هغه کسان چې د خپل ژوند په اوږدو کې د تسلط تر بار لاندې لوی شوي دي، که لاسونه یې خلاص شي خطرناک واکمنان ورڅخه جوړېږي.
له همدې امله، د ایران د پراختیا پروژي څیړونکی او لیکوال، محسن ریناني په دې باور دی چې تسلط له پرمختګ سره مطابقت نلري. که موږ غواړو پرمختګ ته ورسیږو، باید له تعلیمي ادارو څخه تسلط لیرې کړو او د ازادۍ زمینه ورته برابره کړو. هغه په خپله یوه وینا کې په واضحه توګه یادونه وکړه چې د تسلط لاندې تعلیمي موسساتو سره ټولنه وده نه کوي. څرنګه چې د دیني مدرسو مشران د قانون تابع نه دي او حتی په دې ادارو کې هغه څه وجود نلري چې باید یو څوک څه وکړی او څه ونه کړي، د دوی ټولې دندې او کړنی پټې او له اسنادو پرته تر سره کېږي.