ښوونیز نصاب؛ د افراطي تفکر د خپرولو لپاره د طالبانو په لاس کې پیاوړې وسیله

په دې وروستیو کې ۸صبح ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې د طالبانو له خوا په ښوونیز نصاب کې خطرناک او ویجاړونکي بدلونونه په ډاګه کړل. دا راپور ښيي چې په دوحه کې د سولې خبرو پر مهال هم طالبانو د هېواد د تعلیمي نصاب د بدلون لپاره کار پیل کړی و. دا کار په ډاکه کوي چې څنګه یوه ترهګره، شاته پاتي او قوم پرسته ډله چې له پوهنې او روڼ اندۍ سره ډېره اوږده او ژوره دښمني لري، فکر کوي چې د پوهنې وزارت له ښوونیز نصاب څخه د تر ټولو ځواکمنې وسیلې په توګه کار اخیستی شي چې په واقعیت کې د «فکر او انساني کولو د فابریکې په توګه» یادېږي د قدرت د بنسټونو د ټینګولو او د خپلې شیطاني او ترهګریزې ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره یې استعمال کړي.
د دغو کرښو لیکوال دغې ډېري مهمې مسلې ته په کتو سره اړینه ګڼي چې د طالبانو د دې خطرناک عمل لامل معلوم کړي، هغه هېوادونه او ډلې چې طالبانو ته یې دا مشوره او لارښوونه کړې، د یوې افراطي تروریستي ډلې له خوا د ښوونیز نصاب د بدلون د پایلو او د طالبانو د دغه اقدام په وړاندې د درېدو لارې چارې په لنډه توګه تحلیل کړي.
طالبان ولې په تعلیمي نصاب کې بدلون راولي؟
طالبان پوهېږي چې په افغانستان کې په تېرو ۲۶ کلونو کې د دغې ډلې وینو تویولو، جنایتونو او ظلمونو خلک له دوی څخه بی زاره کړې او د هېواد غوڅ اکثریت ولس کې هېڅ ډول محبوبیت نه لري. طالبان تعلیم او روښانتیا د دوی لپاره تر ټولو لوی ګواښ ګڼي؛ ځکه یو روڼ آندی او پوه نسل به هېڅکله د جهالت او وېرې په وړاندې سر ټیټ نه کړي او برعکس به یې پر وړاندې له هرې ممکنې لارې مبارزه کوي. له همدې امله، د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره په ټول هیواد کې د دې ډلې د مشرانو له خوا د مدرسو د جوړولو د پلانونو په اعلانولو سره، څرګنده شوه چې دغه ډله د افغانستان لپاره کوم ناوړه پلان لري. اوس په هیواد کې د تعلیمي نصاب په بدلولو سره یو بل ګام مخته تللي او د افراطي فکر د بنسټیز کولو او خپرولو لپاره له خپلو ټولو شته امکاناتو کار اخلي. اګر چې طالبان ظاهراً هڅه کوي چې ساینسي او معاصرو علومو غربي پدیده وبولي او د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په څیر مسایل د یوې وسیلې په توګه وکاروي او دغه غیر عقلمند عمل توجیه کړي، خو څرګنده ده چې دغه ډله د خپل مذهبي او توکميز استبدادي نظام د بقا پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه او ګواښ د يوه پوه او باخبره نسل روزل ګڼي. له همدې امله د دې ډلې مشران د پوهې او روښانتیا د محدودولو او مخنیوي لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.
د نصاب په بدلون کې د طالبانو شریکان
طالبان په دې پوهېږي چې په هیواد کې د څو کلونو لپاره د خپل رژیم بقا نشي ساتلی مګر په ښوونځیو کې د زده کونکو په مینځ کې د افراطي فکر په خپرولو او تنظیم کولو او بیا د دوی له مینځه د سرتیرو په ګمارلو سره کولای شي چې د افغانستان لپاره دوی خپلو ناوړه اهدافو ته ورسېږي، دوی د تعلیمي نصاب په بدلولو سره د فکري بدلون لپاره تر ټولو پیاوړې وسیلې ته لاس اچولی. خو ښکاره ده چې طالبان په دې کار کې یوازې نه دي او د طالبانو په څېر د یوې ډلې فکر د هغو هېوادونو او سازمانونو له مشورې پرته چې له دغې ډلې ملاتړ کوي، دغې مهمې او ستراتیژیکې موضوع ته اهمیت نه ورکوي. القاعده ترهګره شبکه چې د طالبانو د ډلې یو له مهمو ملاتړو څخه ده او د سیمې په هیوادونو په تیره بیا په پاکستان کښې په لسګونو مدرسي او تندلاري مذهبي ډلې چې په افغانستان کښې یې له طالبانو او نورو سخت دریځو او ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی، فعالیت کوي او دوی په تېرو شلو کلونو کې په سیمه کې د افراطیت په خپراوي تورن دي، دوی د افغانستان د تعلیمي نصاب د بدلولو لپاره طالبانو ته د مشورې ورکولو او آن د امر په ورکولو کې هم رول لري. خيبر پښتونخوا ته د طالبانو د پخواني د لوړو زده کړو د وزير لومړي سفر او په قبايلي سيمو کې د ديني مدرسو ليدنې يو ځل بيا ثابته کړه چې له دغو ترهګرو ديني مدرسو سره د طالبانو اړيکې څومره ژورې او قوي دي. په دې توګه پاکستاني مدرسي، هغه هېوادونه چې د دې ډلې ملاتړ کوي او د القاعده په څېر نړیوالې ترهګرې شبکې د تعلیمي نصاب په بدلون کې د طالبانو له لارښوونکو او سلاکارانو څخه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې دغه سازمانونه، شبکې او مدرسي په افغانستان کې د طالبانو په شل کلنه جګړه کې د دې ډلې غیر مشروط ستراتیژیک ملاتړي بلل شوي وو.
د نصاب د بدلون پایلې
ښوونه او روزنه د «فکر او انساني کولو فابریکه» بلل کیږي. پرمختللې او متمدنه ټولنې یوازې د ښوونې او روزنې له لارې وړتیا، تمدن او پرمختګ ترلاسه کولی شي. تعلیمي نصاب په دې برخه کې اساسي او پرېکنده رول لوبوي. هغه بدلونونه چې طالبانو د تعلیمي نصاب په چوکاټ کې په نظر کې نیولي، له تعلیمي نصاب څخه د تاریخ، کلتور، هویت، تمدن، اعتدال، عدالت او ساینس په بشپړ ډول له منځه وړل دي. له بلې خوا، هغه نصاب چې دا ډله به یې معرفي کوي، د اسلام د دین په اړه د دې ډلې افراطي تفسیر او د اسلام څخه د دفاع تر نامه لاندې د جهاد، ځانمرګو او نظامي کمپاینونو هڅولو او د طالبانو د ایډیالوژۍ په خپرولو تمرکز کوي. د دغه نصاب په پلي کېدو سره به په راتلونکو څو کلونو کې طالبان په میلیونونو ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي، چې د دې ترهګرې ډلې د سرتېرو په توګه به د خپل واک د ستنو د ټینګولو او د طالباني اسلام د خپرولو لپاره ځان وژني وکړي. همدارنګه، د دې تعلیمي نصاب سره به طالبان په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د ځوانو ځانمرګو بریدګرو د اکمالاتو په بازار بدل کړي ترڅو د القاعدې شبکې په ګډون نورو ترهګرو ډلو او ځینو هیوادونو ته د خپلو نیابتي جګړو د پرمخ بیولو لپاره خدمت وکړي.
د ښوونیز نصاب بدلول به افغانستان ته اجازه ورنکړي چې لږ تر لږه ۵۰ کاله نور هم د پرمختګ او پراختیا په لاره قدم کېږدي. د تعلیمي نصاب طالباني کول به لا زیاتې خونړۍ جګړې ته لاره هواره کړي او په هیواد کې به تاوتریخوالی او افراطیت زیات کړي.
د نصاب د بدلون په وړاندې د درېدو لارې چارې
داسې ښکاري چې له څه باندې یوه کال راهیسې پر طالبانو د نړیوالې ټولنې فشارونه کافي نه دي. نو له دې امله له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کیږي چې د دې مسلې په اهمیت او د هغې د خطرناکو پایلو په درک سره نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت په خاطر پر طالبانو له حده زیات فشار واچوي. له بلې خوا د افغانستان د خلکو لپاره لازمه ده چې له هرې ممکنې لارې په دې برخه کې لای په کار شي. د افغانانو دوامداره ډله ایز لاریون شاید د طالبانو د دغه اقدام د ننګولو یوه لاره وي. د ښوونځیو د ښوونکو سر تسري اعتصاب یو له دغو انتخابونو څخه دی. دا احتجاج په اصل کې د طالبانو د افراطیت او جهالت له جال څخه د یو نسل د ژغورلو لپاره د ودریدو معنی لري. سربیره پردې، هغه کورنۍ چې خپل ماشومان د طالبانو د رژیم پر مهال ښوونځیو ته استوي، کولی شي خپل ماشومان هغو ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي چې د طالبانو نصاب پکې تدریس کیږي. بدیل تعلیمي میتودونه ممکن یو له هغو لارو څخه وي چې کولی شي د ځوانانو د بې سواده پاتې کیدو مخه ونیسي. که څه هم دا حل لاره دروند لګښت لري، خو د لیکوال په نظر، د ځوانانو لپاره د افراطیت او ترورېستانو پر ځای بې سواده پاتې کېدل ډېر ښه دي.