• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په فراه کې نږدې ۵۰ زره کسان په دیني مدرسو کې زده‌کړې کوي

۸صبح، فراه ۸صبح، فراه
۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوري ۲۰۲۴ [t_time:1706019119]
Shafiullah KAKAR / AFP

Shafiullah KAKAR / AFP

طالبان په دیني مدرسو کې د خپلې ایډیولوژۍ په خپرولو تورن دي. دوی پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په پراخه کچه د دیني مدرسو پر جوړولو پېل وکړ، داسې چې ډېری وګړي دې چارې ته د اسلامي بنسټ‌پالنې د ترویج نوم ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې تېرو دوه‌نیم کالو کې د ښوونځيو حالت مخ په ځوړ ښوول شوی او ډېرو زده‌کوونکو چې د سفر وړتیا یې لرله له زده‌کړو لاس په سر شوې دي. ورته مهال په فراه کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په دیني مدرسو کې د زده‌کوونکو شمېر د ښوونځيو له زده‌کوونکو ډېر شوی او دمګړۍ په دغه ولایت کې نږدې ۵۰ زره زده‌کوونکي په دیني زده‌کړو بوخت دي. د سرچینو په خبره، په فراه کې ۵۰۰ دیني مدرسې او ۴۱۹ ښوونځي فعال دي.

په فراه کې د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې په دغه ولایت کې د دیني مدرسو شمېر په بې مخینې ډول لوړ شوی دی. د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې، طالبانو په دغه ولایت کې په تېرو شاوخوا دونیم کالو کې په پراخه کچه د دیني مدرسو پر جوړولو لاس پورې کړی دی.

کومې شمېرې چې باوري سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره شریکې کړي، پکې ښکاري چې په دغه ولایت کې له ۵۰۰ ډېرې دیني مدرسې فعالې دي چې نږدې ۵۰ زره کسان پکې دینې زده‌کړې کوي.

په فراه کې باخبره سرچینې مني چې په دغه ولایت کې له ۷۰ تر ۸۰ سلنې دینې مدرسې په تېرو دوو کالو کې جوړې شوي او دا چاره لا هم دوام لري. د سرچینو په خبره، په تېرو دوو کالو کې لسګونه کسان له دیني مدرسو فارغ شوي دي.

یوه باوري سرچینه وايي: «مدرسې ډېرې شوې دي. په فراه کې له ښوونځيو مدرسې ډېرې دي، ځکه طالبان راغلي هر چا ځانته مدرسه جوړه کړې ده. دمګړۍ په فراه کې ۵۰۰ دولتي او شخصي دیني مدرسې دي چې له ۴۵ زرو ډېر زده‌کوونکي لري.»

سرچینه زیاتوي: «د هلکانو د دیني مدرسو سربېره، د نجونو لپاره هم ۲۴ دیني مدرسې فعالې دي چې دوه زره او ۵۰۰ نجونې پکې زده‌کړې کوي، په داسې حال کې چې په فراه کې شاوخوا ۴۱۹ ښوونځي فعال دي.»

د سرچینو په خبره، شخصي دیني مدرسې د طالب قوماندانانو یا د دوی د ملاتړو ملایانو له لوري جوړې شوې دي. د سرچینو د ادعا له مخې، طالب قوماندانان د وسلې په زور او ګواښ سره د دیني مدرسو د جوړولو او پراخولو لپاره له خلکو پیسې ټولوي.

په دې اړه یوې سرچینې وویل: «د مدرسو دا شمېر د طالبانو واکمنۍ ته ورګرځي، په داسې حال کې چې پخوا د اوسنیو فعالو مدرسو له ډلې شاوخوا ۲۰ سلنه یې فعالې نه وې. ډېرې شخصي مدرسې د طالب قوماندانانو یا هغو ملایانو چې خپل خپلوان یې بلل کېږي، دي.»

دا سرچینه زیاتوي چې طالبان د دغو دیني مدرسو لګښتونه له خلکو په ځانګړي ډول له سوداګرو ټولوي. نوموړی ټینګار کوي: «قوماندان یا د مدرسې ملا سوداګر ته زنګ وهي چې مدرسې سره مرسته وکړه! د مدرسې زده‌کوونکي وږي دي! سوداګر یا کسب‌ګر له مجبورۍ له ۲۰ تر ۵۰ زرو مرسته کوي ان ډېری وخت داسې هم شوي چې د نورو ولایتونو سوداګرو ته یې زنګ وهلی چې زموږ له مدرسو سره مرسته وکړئ، هغوی هم مرسته کړې ده.»

سرچینې په فراه کې د دیني مدرسو د شمېر له زیاتېدا په داسې حال کې اندېښنه ښيي چې تېره اوونۍ له ۴۰۰ ډېر زده‌کوونکي په دغه ولایت کې له دیني مدرسو فارغ شول. د سرچینو په خبره، طالب قوماندانانو د دغو زده‌کوونکو په فراغت‌غونډه کې ګډون کړی او هغوی یې هڅولي دي. د سرچینې په خبره، له ۱۶ مدرسو ۳۲ نجونې هم د فارغو شویو له ډلې دي.

سرچینه وايي: «په فراه کې د روان کال د جدي له ۲۲ تر ۲۴مې نېټې ۴۱۹ کسان له دیني مدرسو فارغ شول چې له ډلې یې د ۳۲ نجونو په ګډون ۳۰۷ کسان د فراه په مرکز کې له دینې مدرسې، ۱۸ تنه د خاک سفید ولسوالۍ د ننګ‌اباد کلي د دارالعلوم الشرعیه دیني مدرسې، ۶۰ تنه د پشت رود ولسوالۍ د ګجګین کلي د الاسراء له دیني مدرسې، ۲۸ تنه د فراهرود ولسوالۍ له ۹ دیني مدرسو او د ۵ نجونو په ګډون ۴۵ نور بیا د فراه د مرکز له شپږو دیني مدرسو فارغ شوې دي.»

تازه طالبانو اعلان کړی چې د دیني مدرسو فارغانو ته د ماسټرۍ سند ورکوي. د دوی تر واک لاندې د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو د طالبانو د جهادي مدرسو له ریاست سره په همغږۍ، په ټول هېواد کې د دیني مدرسو له فارغانو د ازموینې اخیستلو لړۍ پېل کړې ده.

دوی اعلان کړی چې په ۳۴ ولایتونو کې د دیني مدرسو څخه د فارغو شویو ۵۰ زره زده‌کوونکو د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل کېږي. د ازموینې لړۍ د جدي له ۳۰مې پېل شوې او یوه اوونۍ دوام لري.

طالبانو ویلي چې دا ازموینه د «عالمیه، عالیه او خامسه» په دورو کې ترسره کېږي. د معلوماتو له مخې، کوم کسان چې په بریالیتوب د «عالمیه» دوره تېره کړي هغوی ته د ماسټرۍ سند، «عالیه» دورې ته د لیسانس او «خامسه» دورې ته د ۱۲ صنف د فراغت سند ورکول کېږي.

له دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت ویلي و چې رهبر یې ملا هبت‌الله اخوندزاده په افغانستان کې د دیني مدرسو لپاره ۱۰۰ زره بستونو منلي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي
خبرونه

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1738042522]
اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي
خبرونه

اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737524808]
لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي
خبرونه

لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي

۲۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737135185]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.