په مسکو کې د کنسرت په تالار کې خونړي برید وښوده چې مذهبي ترورېزم یو نړیوال ګواښ دی؛ یو داسې خطر چې نه په کومې ځانګړې پولې پورې محدودېږي او نه هم پر کوم ځانګړي وخت پورې. د یو شمیر سیاستوالو د ساده انګېرنې خلاف چې فکر یې کاوه داعش او ورته ډلې اوس یو جدي ګواښ نه دی او باید په نړیوالو لویو محاسبو کې د اندیښنې وړ نه وي، دې پیښې وښودله چې داسې نه ده او ترهګري لا هم ټولو ته یو جدي ګواښ دی.
هغه عملیات چې د سپټمبر له یوولسمې وروسته د القاعدې پر ضد پیل شول او هغه جګړه چې په موصل او رقه کې د داعش پر ضد ترسره شوه او بیا هغه هوکړه لیکونه چې طالبانو د امریکا له متحده ایالتونو سره لاسلیک کړل، د یو شمېر سیاستوالو او هغوی د فکري خونو د شنونکو په ځينو کړیو کې یې دا ذهنیت رامنځته کړی و، چې مذهبي ترهګري له منځه تللې ده. یو له هغو دلایلو چې د دغه تصور لپاره یې درلود، په وروستیو کلونو کې د ابوبکر البغدادي او ایمن الظواهري په څېر کسانو وژل کېدل وو او ورپسې د طالبانو په تګلاره کې بدلون و، چې په نړۍ کې تر ټولو ستره ترهګره ډله ده او ځینې یې له اسلامي ترورېزم سره د مقابلې په تاریخ کې د یوې نوې دورې پیل ګڼي.
د ترورېزم په اړه یوه له ناسمو محاسبو چې کیږي دا ده چې تر ایډیالوژۍ د افرادو رول ته ډېر پام کیږي. ځینې کسان فکر کوي چې په یوه سیاسي – عقیدتي غورځنګ کې د ځینو کاریزمایتکو او مخورو څېرو شتوالی د هغه د ځواک او واک اصلي عامل دی او کله چې دغه څېرې له منځه ولاړې شي، د دغې ډلې د فعالیت لمن به ټوله او یا به ډېره محدوده شي. په دې کې شک نشته چې نفوذ لرونکي او ځواکمن شخصیتونه د بهیرونو په پیاوړتیا او د هغوی د فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول لري، خو په ایډیالوژیکو بهیرونو کې داسې نه ده، بلکې د ایډیالوژۍ رول د بهیرونو د مشرانو تر رول ډېر مهم دی. دا هغه څه دي چې د دغو ایډیالوژیو پیروان په مکرر ډول پرې په ټينګار سره وایي: «داعیه دهغې د بچیانو په مرګ سره نه مري.» تجربو دا هم ښودلې ده چې دا شعار تر ډېره بریده رښتیني دی او د رهبرانو مرګ د دغو مفکورو د له منځه تلو لامل نه دی شوی.
له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بله ناسمه محاسبه دا ده چې د دغه بهیر د لویې څانګې په وهلو سره کېدای شي د وخت په تېرېدو سره د ټولې ښکارندې د زوال او وچېدو شاهدان و اوسو، له دې پرته چې د هغې د ريښې د وچولو لپاره کوم مهم کار وکړو. دا له افراطیت او بنسټپالي ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یوه تر ټولو لویه تېروتنه ده. په تېرو شلو کلونو کې چې د افراطیت او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره ډېرې هڅې شوي او یا ادعا کېده چې دا ډول مبارزه روانه ده، ټول پروګرامونه د هغو عناصرو په فزیکي وهلو او ځپلو متمرکز وو، چې د دغو ډلو د جنګیالیو یا میداني فعالینو په نوم یادېږي.
که څه هم یو شمېر شنونکو خبرداری ورکاوه چې ترهګري د یوې ځانګړي تفکر پایله ده او دا فکر د بېلابېلو اشخاصو، مرکزونو، شبکو او سازمانونو له خوا تبلیغ او ترویج کېږي او د بلوا د پای ته رسولو لپاره باید د ترهګرۍ د تفکر د اصل پر وړاندې مبارزه وشي او د دې مفکورې د پراختیا مخه ونیول شي، خو په عمل کې د دې کار لپاره هېڅ اراده نه لیدل کېده یا د هغې د له منځه وړلو لپاره محدودې هڅې کېدې. د دې تګلارې عملي پایله دا شوه چې څنګه د ترهګرۍ څانګې پرې شوې، نو نویو څانګو یې وده پیل کړه، ځکه چې ریښې یې ژوندۍ او تازه پاتې کېدې.
یو ډیر مهم عامل چې په دې برخه کې باید په پام کې ونیول شي د ترورېزم له ښکارندې د وسیلې په توګه کار اخیستل او ورسره تاکتیکي چلند دی چې د نړۍ نږدې ټولو لویو هیوادونو او زموږ د سیمې ټولو نفوذ لرونکو هیوادونو ورته مخه کړې ده. هر یوه دغه هېواد ترهګري په ښو او بدو وېشله او که څه هم چې په خوله یې نه ویل، خو په عمل کې یې دا وښودله چې ترهګري که د خپلو سیالانو د مزاحمت وسیله وي، ښه او مطلوب ترورېزم دی او هغه مهال پر بد ترورېزم بدلیږي چې د نورو د سیاسي اجنډا په خدمت کې راشي. همدا تګلاره وه چې یوه ورځ یې د طالبانو په څېر ډله د نه پخلاکېدونکي دښمن په توګه او بله ورځ یې د معاملې او تړون د یوه اړخ په توګه معرفي کوله. کله چې سیاست له اخلاقي ارزښتونو او بشري حقونو واټن واخلي او د غیر منظم پراګماتزم لارې ته سیخ شي، نو دې ګړنګ ته ورلوېږي. دا تګلاره ښايي په لنډمهال کې ګټوره تمامه شي، خو په اوږدمهال کې د هرچا په زیان پرېوځي، ځکه له اور سره لوبه ده او په پای کې د لوبغاړو لاس او مخ سوځوي.
ترهګري د مذهبي افراطیت او د دګماتیکو او بنسټپالو افکارو له ترویجه زیږیدلې ده. په هرځای کې چې دا ښکارنده راڅرګندیږي او پراخیږي، هلته به تاوتریخوالی او ترهګریز خوځښتونه هم رامنځته شي او په سیاسي او امنیتي مسایلو کې به پر یوه اغېزناک بهیر بدل شي. دا ممکنه نه ده، چې افراطي افکار په یوه هېواد یا سیمه کې په پراخه کچه ووېشل شي او په ملیونونو خلک یې شپه او ورځ له تبلیغاتو سره مخ شي او هره ورځ د هغې لپاره د نویو مبلغانو او دعوتګرانو د راڅرګندیدو شاهدان وي، خو په پای کې هرڅه به په ښه توګه او خوښۍ سره ترسره شي او هیڅ مهمه پېښه ونه شي، چې داسې څه منطقي نه دي. دا ډول تصور په بنسټیز ډول ناسم دی. ترهګري هېڅکله په سمدستي توګه نه ده رامنځته شوی او په جدي خطره نه ده بدله شوې، مګر دا چې تر هغې مخکې د افراطي ايډيالوژۍ مبلغانو او ارادتمندانو ته په کافي اندازه فرصت برابر شوی دی. له ترهګرۍ سره پر مبارزې او افراطیت سترګې پټول کار نه ورکوي او د ځواکونو او سرچینو له ضایع کولو پرته بل څه نه شمېرل کیږي.
افغانستان د نړۍ تر بل هر هېواد ډېر د افراطیت او ترهګرۍ د ناورین ښکار ګرځيدلی دی، یو لامل یې د سړې جګړې پرمهال او تر هغې وروسته د خپلو سیاسي او امنیتي موخو د پرمخ بیولو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو له خوا په مقطعي ډول د بنسټپالو او افراطي ایډیالوژیو د ملاتړ په برخه کې رول لوبولو ته ورګرځي. یو وخت لوېدیځ بلوک شوروي اتحاد ته د ماتې ورکولو لپاره په افغانستان کې د جهاد ملاتړ کاوه او په بل وخت کې د لوېدیځ سیالانو د طالبانو ملاتړ وکړ او هغوی ته یې پناه ځایونه او روزنځایونه برابرول، څو دلته پرې لوېدیځ له پښو وغورځوی. په دواړو حالتونو کې له ترورېزمه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی او په دواړو حالتونو کې افغانستان د نیابتي جګړې ډګر و او په دواړو حالتونو کې د افغانستان خلک اصلي قرباني ورکړه او په دواړو حالتونو کې سیمې او نړۍ ته د ناامنیو او سترو ترینګلتیاوو خطر ورپېښ و.
په مسکو کې خونړۍ پېښې یو ځل بیا د سیاستوالو لپاره د خطر زنګ وواهه چې پر خپله کړنلاره له سره غور وکړي او د تېرو تېروتنو له تکرارولو ډډه وکړي. موږ باید له ترورېزمه د پاکې نړۍ په تړاو فکر وکړو، او دا کار له داسې نړۍ پرته شونی نه دی چې افراطیت پکې څنډې ته شوی وي او افراطیان د پیښو له مرکزه لېرې شوي وي، که په افغانستان کې وي یا بل هر چېرته. د بې ګناه خلکو او د بې خبرو وګړو ژوند باید د سیاستوالو د ناسمو سیاستونو او ناسمو محاسبو د لوبو نانځکه نه شي. باید پر ريښو تمرکز وشي او هر ډول افراطیت او تاوتریخجن چلند له منځه یوړل شي. دا کار ستونزمن دی خو ناشونی نه دی.