۸صبح، وردګ: د وردګو په جلریز ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبان په دغه ولایت کې له سېلاب ځپلو سره په مرستو کې دوه ګونی چلن کوي.
د جلریز ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چهارشنبه د زمري پر ۵ وایي، سره له دې چې په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له راتلو نږدې یوه اوونۍ کېږي؛ خو تر اوسه د طالبانو هېڅ کوم بنسټ یا مرستندویه موسسه دغې سیمې ته د خلکو د زیانونو د څېړلو لپاره نه ده تللې.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په دې ولسوالۍ کې سېلاب ځپلي په ناوړه وضعیت کې دي.
د هغوی په وینا، تر ټولو ډېر زیان د دې ولسوالۍ دره سنګلاخ سیمې اوسېدونکو ته اوښتی دی، چې په ټوله کې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او محصولات یې، د مڼو لسګونه بڼونه، ۳۰ استوګنځي، ۱۰ موټر او لسګونه پل او پلچکونه تخریب شوي دي.
د جلریز اوسېدونکي همداراز وایي، چې د کليو لارې تر اوسه هم د تګ راتګ پرمخ تړلې دي او خلک له سختو ننګونو سره مخ دي.
خلک ادعا لري، چې د غږ په پورته کولو سره سره طالبانو تر اوسه هغوی ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او پر هغو سیمو بوخت دي، چې ډېر کم زیان یې لیدلی دی.