د وردګو ولایت مرکز میدان ښار پلازمېنې ته ترټولو نږدې ښار دی او د کابل – کندهار په لومړي نمبر لویه لاره د کابل په ۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. له دغه نږدېوالي سره سره، دغه ښار د هېواد یو له نه پرمختللو ښارونو شمېرل کیږي. اوسني واکمن او د پخوانیو حکومتونو چارواکو دغه ښار ته ډېر لږ پام کړی دی. د دغه ښار اوسېدونکي د میدان ښار لپاره د طالبانو د ښاروالۍ د بنسټ له کمکاریو په نیوکو سره وايي په تېر یوه کال کې هېڅ ډول پرمختیايي پروژه په دې ولایت کې نده پلي شوې. د اوبو رسونې سیستم، ښاري نقشه، معیاري سړکونه او پلې لارې او د پیر او پلور لپاره د ځانګړي ځای ټاکنه له هغو ستونزو دي، چې د میدان ښار اوسېدونکي ورسره مخ دي. د هغوی په باور، د طالبانو ښاروالۍ یوازې د عوایدو د راټولولو په برخه کې فعاله ده، خو د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.
د وردګو ولایت د مرکز میدان ښار د اوسېدونکو په وینا، سره له دې چې د دغه ولایت ښاروالي په بېلابېلو نومونو له هغوی پیسې راټولوي او لوړ عواید هم لري، د دغه ولایت ښاري پرمختیا او د شته بنسټیزو پروژو پلي کولو ته پاملرنه نه لري.
په وردګو ولایت کې د طالبانو د ښاروالۍ له لوري د خپرو شویو شمېرونو پر بنسټ چې یوه نسخه یې د ۸صبح ورځپاڼې په واک کې هم ورکړل شوې ده، دغه بنسټ د لمریز روان کال په لړ کې نږدې لس میلیونه عواید راټول کړي دي، خو د هغو په مقابل کې د بیا رغونې او پرمختیا په برخه کې، یوازې یو کنده د درې متره مربع په مساحت او درې متره ژوروالي، د طبي کثافاتو د خښولو لپاره کیندلې ده.
د میدان ښار اوسېدونکي د دې ولایت په ښاروالۍ کې د طالبانو پر سیمهییزو چارواکو په نیوکې سره وایي چې د قانون پر بنسټ، د ښاروالیو له ترلاسه شویو عوایدو باید د پرمختیا او ښاري خدمتونو په پرخه کې ګته واخیستل شي. هغوی ټینګار کوي چې له هېڅ ډول ښاري خدمتونو برخمن نه دي، ښاري نقشه نه لري، د اوبو رسونې سیستم، معیاري سړکونه او پلې لارې او د بېلابېلو توکو د پلور لپاره ځانګړی بازار نه لري او د دغه ښار بازار ډېر لږ د یوه ولایت پلازمینې ته ورته دی.
سیدجان، د میدان وردګو ولایت د ولسوالیو یو تن اوسېدونکی دی چې د مالدارۍ دنده پرمخ وړي. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د دغه بازار او زموږ د ولسوالۍ ترمنځ هېڅ توپیر نشته، دا ځای هېڅ ښار ته ورتهوالي نه لري. تاسو باور وکړئ چې ستونزې ډېرې زیاتې دي هرڅوک چې په هره دنده کې دي، ستونزه لري. لومړی دا موږ خلک چې د غواګانو او پسونو د پېر او پلور په کار کې بوخت یو، سږ کال څلور ځلې ښاروالۍ ته لاړو ترڅو زمونږ لپاره یو ځانګړی ځای وټاکي. کله یو خوا یو کله بل خوا، ژمنه یې وکړه، خو په عمل کې هیڅ هم نشته.»
له بله پلوه دغه ښار د کابل – کندهار او وردګ – بامیان د لویو لارو پرته، هېڅ ډول پاخه شوي سړکونه نه لري او د ښار دننه ټول واټونه او لارې یې خامې دي چې د واورو او باران په موسمونو کې، د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کوي.
په میدان ښار کې یو هټۍوال چې نهغواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «له موږ څخه په بېلابېلو لارو پیسې اخیستل کیږي، صفايي ورکوو، مالیه ورکوو او شمېر یې هم هرکال د زیاتوالي په حال کې ده؛ خو له کار او پاکوالي هېڅ خبر نشته. په دوبي کې د خاورو او دوړو له لاسه له ستونزو سره مخ یو او په ژمي کې له واورو او خټو، زمونږ واټن هم له ښاروالۍ سره ۱۰۰ متره نه دی، تاسو یې پخپله وینئ.»
په وردګو کې د طالبانو د ښاروالۍ له کمکارۍ شکایتونه داسې مهال کیږي چې دغه ښاروالي د روان لمریز کال په لړ کې شاوخوا ۹ میلیونه او ۹۷۴ زره او ۴۰۰ افغانۍ عواید درلودل. د قانون پر بنسټ، ښاروالۍ اړ دي له تر لاسه شویو عوایدو، عادي او پرمختیايي پروژې تمویلې کړي؛ هغه کار چې په میدان ښار کې د طالبانو ښاروالۍ نه دي ترسره کړې.
دا ټول په داسې حال کې دي چې نه یوازې د وردګو ولایت، بلکې په تېر یوه کال کې د هېواد ډیری ښارونه د پرمختیايي پروژو له پلي کېدو بې برخې پاتې شوي دي. هېواد کې د طالبانو د رژیم په راتګ سره، ډیری ملاتړ کوونکي د طالبانو د رژیم د نه مشروعیت له امله، له افغانستانه وتلي او د شرکتونو مسوولینو چې د پروژو د پلي کولو مسوولیت یې درلود، هم د خپل ځان د ژغورنې لپاره نورو هېوادونو ته په سفر تللي دي.