۸صبح، کابل: له بغلان څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د مقاومت جبهې ځواکونو د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د طالبانو یوه پوسته نیولې ده.
له بغلانه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې مقاومت جبهې ځواکونو نن پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۶ تر غرمې مخکې د طالبانو پوسته د خوست ولسوالۍ په سچي کلي کې نیولې ده. د سرچینو په وینا، دمګړۍ طالبان له سیمې تښتېدلي دي.
طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.
د بغلان خوست ولسوالۍ کې کله ناکله د طالب او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.