۸صبح، کابل: د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی وایی چې ظریفه یعقوبي او څلور همکاران یې په خپلسر نیول شوي او باید خوشي شي.
د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړي استازي ریچارد بنت، شنبې د لړم په ۲۸مه د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي چې ټول افغانان د سوله ییزې ټولېدنې او د بیان او عقیدې د آزادۍ حق لري.
هغه زیاته کړې چې دا حق باید د طالبانو له خوا رعایت شي.
د ویلو ده چې طالبانو د ښځو حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او همکاران یې د لړم په ۱۲مه د مطبوعاتې ناستې پرمهال د کابل له دشت برچي سیمې نیولي دي.
دوی غوښتل چې «د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ» په نوم بهیر شتون اعلان کړي.
له دې مخکې، د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر هم ویلي و چې د ظریفې یعقوبي او نورو فعالینو حقونو ته باید درناوی وشي او د دوی د نیولو د دوام دلایل اعلان شيږ
یوناما څرګنده کړې چې نیول شویو کسانو ته د لاسرسي او د دوی د ځای د ساتل کېدو د روښانه کېدو په لټه کې دي.