د هرات امنیتي خبرېاترې ولې مهمې دي؟
هریوا هروي

ټاکل شوې چې د هرات د امنیتي خبرواترو لسم پړاو د روان هجري لمریز کال د لندۍ میاشتې پر اتمه او نهمه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې ترسره شي. که څه هم د هرات د امنیتي خبرو دغه پړاو له هېواده بهر ترسره کېږي، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو یې ارزښت د تېرو کلونو په پرتله ډېر دي.
داسې برېښي چې په نړۍ کې وضعیت او سیاسي پرمختګونه ورځ تر بلې پېچلي کیږي، د افغانستان د کړکیچ ارزښت د بېلابېلو هیوادونو لپاره کم شوی دی. د ګاونډیو هېوادونو د چارواکو دریځونه او خبرې ښیي، چې دوی په خپلو هېوادونو کې د افغانستان د کړکېچ د متقابلو اغېزو په اړه ډېر اندېښمن دي او په دغه هېواد کې د روان ناورین هواري ته ډېر ارزښت نه ورکوي.
په داسې حال کې چې په تېرو میاشتو کې او د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د کړکېچ په اړه بېلابېلې نړیوالې غونډې جوړې شوې، خو د دغو ناستو له پایلو څرګندېږي چې تنظیموونکي تر ډېره د افغانستان په ګډوډ بازار کې د خپلو ګټو د ساتلو په لټه کې دي.
په همدې حال کې د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د مهمو سیاسي شخصیتونو او پالیسي جوړونکو په حضور کې د هرات د امنیتي مذاکراتو په څېر د یوې مهمې نړیوالې غونډې جوړول د دې بحران د حل لپاره د منطقي حل لارو په لټون او لږترلږه د نړۍ پام د افغانستان کړکېچ ته اړولای شي.
د هرات د امنیتي خبرواترو د دې پړاو په تړاو یو ډېر مهم ټکی دا دی چې دا غونډه به د یوه افغاني بنسټ او د افغانستان د مشهورو سیاسي شخصیتونو تر مدیریت لاندې جوړه شي او له شک پرته د هېواد د حالاتو په اړه د کورنيو سياسي څېرو درک او تحليل د سيمې او نړۍ د هېوادونو د چارواکو په پرتله ډېر واقعي او کره دی.
د هرات د امنیتي خبرواترو په لسم پړاو کې به د افغانستان له مشهورو سیاسي شخصیتونو او د څه باندې ۲۰ بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د کارپوهانو، پخوانیو چارواکو او رسمي استازو په کچه تر سلو زیات مېلمانه ګډون وکړي او د طالبانو د رژيم پر ضد سياسي ډلو لپاره دا یو مناسب فرصت دی ترڅو ورڅخه لویه ګټه پورته کړي.
تمه ده چې دهرات د امنیتي خبرو په دې پړاو کې به د افغانستان د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د یوه «ټول شموله سیاسي نظام» پر رامنځ ته کولو ټینګار وشي، تر څو افغان سیاسي فعالان او نړیوال لوبغاړي وکولای شي په ګډه کار وکړي او د افغانستان د بحران پای ته رسولو لپاره د لارې نقشه جوړه او تعقیب یې کړي.
د جمهوریت له ړنګیدو وروسته د ټول شموله سیاسي نظام رامنځته کول او د نظامي او زورواکۍ له لارې د واک د انحصار مخنیوی د طالبانو له رژیم څخه د سیمې او نړۍ د هیوادونو له مهمو غوښتنو څخه وو، خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنې ته غاړه نه ده ایښې او دا کار په افغانستان کې د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوی دی.
د دې تر څنګ داسې ښکاري چې د طالبانو او د امريکا او اروپا د بېلابېلو هېوادونو اړيکې د پخوا په پرتله سړې شوې دي. په تېرو ورځو کې د روسي چارواکو څرګندونې او د طالبانو د رژیم له استازو پرته د مسکو ناستې ترسره کېدل د طالبانو او د روسیې، چین او ایران تر منځ د سړو اړیکو تر ټولو مهمې نښې دي.
په همدې حال کې د امنیت په تامین کې د طالبانو د رژیم ناکامي، د افغانستان په شمالي سیمو کې د داعش د بیا پیاوړي کیدو احتمال، د خونړیو ترهګریزو پیښو دوام او په پای کې د افغانستان له پولو هاخوا د ناامنیو د پراخیدو احتمال، روسیه، چین، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه تر بل هر وخت ډېر اندېښمن کړي دي.
په داسې یوه پېچلي وضعیت او د افغانستان د راتلونکي په اړه د روښانه لید نشتوالي ته په کتو، ښايي د هرات د امنیتي خبرو اترو د ناستې ترسره کېدل لږ تر لږه د افغانستان د اوسني وضعیت د څېړلو او د افغانستان د راتلونکي په اړه د ښه پوهاوي لپاره زمینه برابره کړي او ګډونوال فرصت پیدا کړي چې د یو بل نظرونه واوري او د افغانستان له کړکیچ څخه د وتلو لاره ومومي.
خو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښې راتلونکې لپاره هیلې له منځه تللې او په هېواد کې فضا د طالبانو د رژیم له خوا پوځي او ظالمانه شوې ده، خو په هرات کې د امنیتي خبرو اترو د ناستې ترسره کېدل د افغانستان د بېلابېلو سیاسي څېرو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ د اوسنۍ شخړې په اړه د بحث لپاره زمینه برابروي.
د ويلو ده چې په تېرو کلونو کې د دغې غونډې جوړېدلو د افغانستان لپاره د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د لوړ پوړو چارواکو، کارپوهانو او رسمي استازو د کوربه توب لپاره ښه زمينه برابره کړې وه او د معتبرو ملي او نړيوالو رسنيو له خوا يې نسبتا پراخه پوښښ او د خلکو پام ځان ته اړولى و، ښايي دا په تېرو کلونو کې د هرات د امنيتي خبرو اترو د برياليتوب يوه نښه وي.
که څه هم د جمهوري نظام په ړنګېدو سره د دغه نظام نږدې ټولې لاسته راوړنې هم له لاسه وتلي، خو د هرات د امنیتي خبرو اترو د ناستې دوام دا ثابتوي چې لا هم د ښې راتلونکې لپاره د هیلو وړې لارې پرانیستي پاتې دي چې د خبرو اترو کلتور د مطلق ملېشې او جبر په مقابل کې موجود دی او داسې احساس کیږي چې دا کړنلاره باید په راتلونکي کې نوره هم پیاوړې شي.