۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې په کابل او مزارشریف کې وروستي بریدونه باید په خپلواک او بشپړ ډول وڅېړل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت، جمعه د غبرګولي پر ۶ په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو د دوام په هکله د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د کابل او مزارشریف په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ ماشومان وژل شوي دي.
بنت زیاته کړې: «پر ملکي وګړو د ترهګرو بریدونو د دوام په اړه اندېښمن یو.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل ټویټ کې ویلي، چې هغه د وروستیو او نورو بریدونو په اړه بشپړو، خپلواکو او سرچینو لرونکو پلټنو ته اړتیا لري.
د ریچارډ بنت یوولس ورځنی سفر پنجشنبه د غبرګولي پر پنځمه پای ته ورسېد. هغه ویلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه له جدي ننګونو سره مخ دي او طالبان نه دي توانېدلي چې ورته پام وکړي.