۸صبح، غور: غور کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې یوه ناروغه ماشومه د لارو د تړل کېدو له امله ډاکتر ته ونهرسېده او په لارو کې یې خپل ژوند له لاسه وکړ.
ځایي سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې یوه ناروغه نجلۍ یکشنبه شپه د مرغومي پر اتلسمه نېټه د لعلوسرجنګل ولسوالۍ په «دهن سرخک» کلي کې د تړلو لارو له امله مړه شوې ده.
د سرچینو په وینا په دې کلي کې روغتیایي خدمات نشته او اوسېدونکي یې اړ دي خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز ته ولېږدوي.
غور د افغانستان له غرنیزو ولایتونو او د هېواد له سړو سیمو څخه ده. د دغه ولایت اوسېدونکي د ژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.