د ایران د سپاهپاسداران ځواکونو قومندان حسین سلامي خبرداری ورکړی چې د ایران پر ګټو، شتمنیو او شخصیتونو د برید ځواب به د دغه هېواد له خاورې څخه ورکړل شي.
د ایراني رسنیو د راپور پر بنسټ، سلامي یکشنبه د اپرېل پر ۱۴مه اسرائیل ته سپارښتنه کړې چې د تېرې شپې له بریدونو عبرت واخلي.
د سپاهپاسداران عمومي قومندان یادونه کړې چې هدفونه یې ډېر دقیق وو او محدوده عملیات ترسره شوي چې د «صهیونیستي رژیم شرارتونه» وو.
هغه همداراز ټینګار کړی: «په دې عملیاتو سره یوه نوې معادله رامنځته شوه او هغه نوې معادله دا ده چې له نن څخه په هر ځای کې صهیونیست رژیم زمونږ پر ګټو، شتمنیو، شخصیتونو او وګړو برید وکړ، د ایران اسلامي جمهوریت له مرکزه به یې تر برید لاندې راولو.»
هغه د توغندیو او بېپیلوټه الوتکې دا بریدونه بریالي بللي او خبرداری یې ورکړی چې د اسرائیل د برید په صورت کې، د تهران غبرګون به سخت وي.
ایران شنبه د اپرېل پر ۱۳مه د اسرائیل په ځواب کې له ۲۰۰ ډېرې بېپیلوټه الوتکې، کروز او بالستیک توغندي د هغه هېواد پر لور وتوغول.
د راپورونو پر بنسټ، امریکا، اردن، فرانسې، سوریې او اسرائیل د ایران له لوري د اوسپنې پر ګنبدې توغول شوي توغندي خنثا کړي دي.