د اسرائیل «کان ۱۱» ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی چې اسرائیل په ټول منځني ختيځ کې عربي هېوادونو ته پيغامونه استولي دي.
د دغه راپور پر بنسټ اسرائیل سېشنبه د اپرېل پر ۱۶مه ویلي چې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو ته به په داسې ډول ځواب ورنه کړي څو د هېوادونو یا د هغوی د حکومتونو امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
د اردن په ګډون د منځني ختیځ ځینو عربي هېوادونو د ایران د وروستیو بریدونو پر وړاندې په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه د اسرائیل ملاتړ کړی دی.
دې سره جوخت، د اردن پوځ ویلي چې د دغه سلطنتي هېواد د فضا ساتنې او د هوايي نفوذ د مخنیوی په موخه یې خپلې هوایي ګزمې پراخې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی څو اسرائیل به په سیمه کې د ایران د نیابتي ځواکونو د بریدونو مخنیوی وکړي.
څلورو امریکايي چارواکو اېنبيسي نیوز ته ویلي چې پر ایران د اسرائیل احتمالي برید به «محدود» او منحصر وي.
د دې چارواکو په خبره، دا برید به د تهران پر هغو ګټو او یا ځواکونو وي چې له دغه هېواده بهر یې ملاتړ کېږي.