اوس چې ظاهراً اسرایلو د ایران برید ته ځواب ورکړی، ښايي اړتیا وي چې د ښکېلو غاړو ګټې او زیانونه وڅېړو. د ایران په اصفهان ښار کې د شوې پېښې په تړاو نه اسرائیلي لوري او نه هم ایراني لوري په ښکاره خپل دریځ څرګند کړی دی. ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د هېواد دفاعي سیسټم یې د اصفهان په فضا کې څو ناپېژانده کوچني الوتکونکي راغورځولي دي. که څه هم اسراییلو د تېر په څېر یوه مانا لرونکي چوپتیا غوره کړې، خو لوېدیځو رسنیو د خپلو ځینو چارواکو له خولې پر اصفهان ښار برید تایید کړی دی. که هر څه وي، برید هغه ډول نه و، چې تمه یې کېده. اوس چې داسې ښکاري چې ترینګلتیاوې لږ تر لږه په اوسني حساس پړاو کې پای ته رسېدلی دی، د ښکېلو غاړو د ګټې او زیان خبرې راپورته شوې، چې په لنډ ډول لاندې ارزول کیږي.
۱- د ایران د اسلامي جمهوریت ګټه
۱-۱ دا چې پر اسراییلو د ایران برید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا نه دی غندل شوی، تر یوه بریده د ایران په ګټه دی. تهران د امنیت شورا پر وړاندې له ډېرې مودې راهیسې په یوه مانا د تورن حیثیت لرلی دی. دا چې دا نظر عادلانه دی او کنه، یقینأ د بحث وړ خبره ده. تر هغې وروسته چې د ایران اټومي پروګرام د دې شورا تر زره بین لاندې راغی، د ایران په اسلامي جمهوریت باندې سخت بندیزونه ولګول شول چې د اټومي تړون د مادو له مخې د تیر کال په اکتوبر کې په اتوماتيک ډول لیرې شول. دغه راز د دې شورا درې دایمي غړي ایران د بشري حقونو سرغړونکی، د ترهګرۍ ملاتړ ملاتړی او د سیمې د ټیکاو د ګډوډونکي په توګه یادوي. له همدې امله غالبه تمه دا وه چې د یوې واحدې اعلامیې په صادرېدو سره به د ایران برید وغندل شي، چې داسې ونه شول. له همدې امله ویلای شو چې که تهران ګټه نه وي کړې، نو زیان یې هم نه دی کړی.
۲-۱ د ایران اسلامی جمهوریت د خپل پوځی ځواک پر پیاوړتیا ډېر لګښت کړی دی، په همدې پار یې اتومي پروګرام، بې پيلوټه الوتکې او توغندي د ځینو لوېدیځو حکومتونو او د سیمې د هېوادونو د اندېښنې لامل شوي شوي دي. غالبه انګېرنه دا وه، چې ایراني لوري د خپلو شعارونو خلاف د ځان د دفاع لپاره په خپلو وسله تونونو کې څه نه لري. له همدې امله د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو څومره والي ته په پام سره د ایران غبرګون د پوځي ځواک ښودلو په مانا دی، نه دا چې سیال ته درنه مرګ ژوبله واړوي. که په دې برید کې اسرائیلي لوري ته درانه زیانونه اوښتي وای، نو داخبره له امکانه لېرې نه وه چې پراخه جګړه پیل شي. دا چې دغه برید د نړۍ په رسنیو کې پراخ انعکاس وموند او د لویو او وړو هیوادونو پام یې ورخپل کړ، داسې بریښي چې ایران په هغه څه کې چې د پوځي ځواک ننداره بلل کیږي، یو څه بریالي شوي.
۳-۱ د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو پلویانو او مخالفینو لخوا په اقدام نه کولو تورن و؛ په دې مانا چې د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې یې جدي غبرګون نه ښوده. غالب تصور دا و چې ایران له اسرائیلو او امریکا سره له مستقیمې جګړې وېره لري. له همدې امله، ایران د «ريښیتنې ژمنې» د عملیاتو په پیلولو سره وتوانید چې له خپل تندي د اقدام نه کولو تور لېرې کړي او د خپلو ملاتړو ډېر ملاتړ راجلب کړي. یو شمېر ایرانيان د شپې لخوا واټونو ته راووتل او د غچ اخیستنې د برید د ترسره کېدو له څرنګوالي یې ملاتړ وکړ. د حکومت اړوند رسنیو هم ادعا کړې چې دا برید د فلسطینیانو په ګټه هم و. د بېلګې په توګه ځینو ایراني رسنیو کې ولیکل شول چې له شپږو میاشتو راهیسې د غزې اوسېدونکو یوازې د اپرېل د دیارلسمې په شپه قرباني نه ده ورکړې چې دا تهران ته اعتبار ورکولای شي.
۲- د ایران د اسلامی جمهوریت زیان
۱-۲ ایران له دې اړخه زیانمن شوی چې د اسراییل د لوېدیځو متحدینو لخوا به نور بندیزونه پرې ولګول شي. جي۷ ډلې د یوې غونډې په کولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت غبرګون وغنده او د بې پيلوټه الوتکو او توغندیزو پروګرامونو پر وړاندې یې د لا زیاتو بندیزونو د لګولو خبره وکړه. اسراییل هم د تهران پر وړاندې د خپلو متحدینو لخوا د بندیزونو د سختولو لپاره جدي هڅې کړې دي. د تل ابیب موخه د اروپایی ټولنې په تور نوملړ کې د سپاه پاسدارن شاملول دي چې داسې نه بریښي ډېر ژر پر دغه کار بریالی شي. د امریکا ولسمشر جوبایډن دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې تازه یې د ایران د اسلامي جمهوریت د بې پیلوټه الوتکو د پروګرام، د فولادو د صنعت او موټر جوړونې پر وړندې بندیزونه لګولي دی. سیاسي فشارونه به تر پخوا زیات شي. که څه هم ایران د لویدیځو حکومتونو لخوا د بندیزونو له لګولو سره عادت شوی دی، خو تر پخوا په زیات شدت سره دوام به یې ډېر زیانونه ولري.
۲-۲ په منځني ختیځ کې نه یوازې اسراییل، بلکې یو شمېر سني عربي هېوادونه هم د شیعه ایران له پیاوړتیا وېره لري. په یو حساب د اپریل د دیارلسمې برید د هغوی لپاره هم د خطر زنګ کړنګولی دی. له همدې امله د ایران د توغندیو په شنډولو کې د اردن، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د عملي او استخباراتي مشارکت خبر ورکړل شو. هغوی به تر دې وروسته ایران د یوه «لوی ګواښ» په توګه جدي وګڼي او د کابو کولو لپاره یې هم په امریکا پورې له سختې اتکا او همداسې له اسرایلو سره له نږدې کېدو پرته بله چاره نه لري. ښايي د ریاض او تل ابیب ترمنځ د اړیکو د عادي کولو بهیر د پخوا په پرتله ګړندی شي.
۳- د اسراییلو ګټه
۱-۳ اسراییل د هغه څه له امله چې په غزه کې یې ترسره کړي تر سخت نړیوال فشار لاندې وو. ان پر وړاندې یې د نسل وژنې قضیه پرانېستل شوه. هغه هیواد چې اوسیدونکي یې ادعا کوي چې لا یې هم د نسل وژنې وېره په زړونو کې ده. اسراییل، چې په یو حساب په یوه تورن بدل شوی و، اوس د ډیرو لخوا د قرباني په توګه یادېږي، ځکه چې په غزه کې جګړه او له هغې رامنځته شوی بشري ناورین له څه مودې راهیسې څنډي ته شوی دی. د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، ۴۸ هېوادونو د ایران ځواب غندلی چې دا د اسرائیلو لپاره لنډمهالی تسکین کېدای شي.
۲-۳ لوېدیځ حکومتونه هم په ښکاره د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپه وو تر دې چې د غزې پر سویلي ښار رفح یې له بریده راوګرځاوه، خو اوس یې په کلکه تر څنګ ولاړ دي. یوه څرګنده بیلګه یې د ایراني توغندیو په شنډولو کې د هغوی پر وخت او اغېزناکه ونډه اخیستنه وه. دغه راز هغه بندیزونه چې پر ایران یې لګوي د تل ابیب د ملاتړ لپاره دي. لږ تر لږه په وروستیو څو اونیو کې په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو پر بڼې د دوی نیوکې پای ته رسېدلي دي. البته دا لا هم روښانه نه ده چې ایا اسراییلو ته به اجازه ورکړي چې په غزه په ځانګړې توګه په رفح کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او کنه. خو له نښو نښانو داسې ښکاري چې د بایډن حکومت ښايي لا هم د نتانیاهو حکومت پر رفح له بریده لېرې وساتي، ځکه چې په غزه کې روان ناورین په مستقیم ډول له ایران سره له ترینګلتیا سره تړاو نه لري.
۳-۳ نتنیاهو لا دمخه تر سخت کورني فشار لاندې و: د یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره له حماس سره د اوربند موافقه، له وخته مخکې د ټاکنو ترسره کېدل او د واک پریښودل. د اپریل تر لومړۍ پورې د تل ابیب واټونه د اسراییلي وګړو د لویو راټولېدنو شاهدان وو. له هغې وروسته، د اپریل د دیارلسمې برید د نتانیاهو لپاره د روغتیا بخښونکې نسخې حکم درلود، خو په عین حال کې په راتلونکي کې ورته ناوړه پایلې هم لري. په اوسنيو حالاتو کې اسراييليان د نتنياهو د حکومت د نسکورولو پرتله د بهرني ګواښ د مخنيوي په تړاو زيات فکر کوي. البته، په غزه کې د عملیاتو دوام او د یرغمل شویو د برخلیک نه روښانه کېدل ممکن په اسراییل کې د لاریونونو د پیل لامل شي.
۴- د اسراییلو زیان
۱-۴ پر اسراییلو برید هغه هم د یوه حکومت لخوا تقریبا په یوې ناشونې چارې بدل شوی، ځکه چې لوړ پوځي ځواک لري، او پرېکنده او چټک ځواب ورکوي او د متحده ایالاتو غیر مشروط ملاتړ هم ورسره دی. د ۱۹۷۳ کال له اکتوبر وروسته پر اسراییلو هېڅ دولت برید نه دی کړی. البته د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې د صدام حسین په مشرۍ د عراق حکومت پر اسرائیلو محدود توغندیز برید وکړ، چې د امریکا په مشورې ځواب ورنه کړل شو. چریکي وسله والې ډلې لا هم استثنا دي: حزب الله، حماس او اسلامي جهاد. دغو ټکو ته په پام سره، پر اسراییلو د حکومت برید د ډېرو لخوا «تابو» ګڼل شوی او د ایران غبرګون ښايي د «تابو ماتونه» وبلل شي. که فرض کړو چې اسراییل بیا د ایران پر ګټو برید وکړي او تهران یې هم خاوره په نښه کړي، نو دا دود به نور هم مات شي.
۲-۴ د ځینو کارپوهانو په وینا چې قضیې په بې پرې توګه څاري، د اسراییلو د «مخنیوي» اعتبار هم تر یو بریده تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د دغه باور له مخې، د اسراییلو پر خاوره باید برید نه وای شوی او که داسې شوی وای، نو باید توغندي په بشپړه توګه شنډ شوي وای. دغه راز که لوېدیځ دولتونه او اردن د اسرایلو مرستې ته نه وای رسیدلي، ښايي دفاعي سیستم به یې له ننګونو سره مخ کېده او ډېری توغندي به پر اهدافو لګېدل. د توغندیو د شنډولو په عملیاتو کې په لوېدیځو قدرتونو باندې د تل ابیب تکیې دا شک پیاوړی کړی چې له خپل ټول پوځي توان سره سره بیا هم د ځان د دفاع لپاره په نورو باندې تکیه کوي.
۳-۴ لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، امنیت شورا ونه توانیده چې د اسراییلو په خاوره باندې د ایران د برید غندنه وکړي چې دا کار د تل ابیب په زیان دی. دې شورا تر ډېره اسراییلو ته د قرباني په سترګه کتلي. که یې اسرایلو د پریکړه لیکونو پر مادو عمل نه دی کړی، مسوولیت ورته نه دی رامنځته شوی. په داسې حال کې چې پر نورو هېوادونو په اسانۍ سره بندیزونه لګول کیږي. البته، د ایران پر کونسلګرۍ برید هم د امنیت شورا له غندنې سره مخ نه شو، چې البته دا کار د درېیو دایمي غړو دریځ ته په کتو طبیعي ښکاري، څرنګه چې واشنګټن، لندن او پاریس په دې شورا کې برلاسی دی، نو ممکنه وه چې د اسراییلو په ګټه یوه واحده اعلامیه صادره کړي، خو د ځینو دلایلو له امله دا کار ونه شو.
۴-۴ که موږ ومنو چې په اصفهان برید د اسراییلو کار و، نو دا ادعا کېدی شي چې د ښکیلو غاړو د غچ اخیستونکو اقداماتو ترمنځ تناسب شته. د ایران غبرګون خورا سخت و، تر دې چې لوېدیځو حکومتونو یې د مخنیوي لپاره ګام پورته کړ. په نړیوالو رسنیو کې یې هم پراخ انعکاس وموند او ایراني چارواکو یې هم په غرور سره مسوولیت واخیست. د اسراییلو برید نه یوازې دا چې کمزوری وګڼل شو، بلکې د دې لیکنې د لیکولو تروخته یې چارواکو په رسمي توګه مسوولیت نه دی منلی. ان رسنیو د اسراییلو د ملي امنیت د وزیر ایتامار بین ګویر له خولې پر اصفهان برید «کمزوري» بللی دی. هغه څرګندونې چې د اسراییلو د اپوزیسیون د مشر یایر لاپید غبرګون یې راپارولی دی: «تر دې مخکې هېڅکله د امنیتي کابینې کوم وزیر د اسراییلو امنیت، اعتبار او دریځ ته دومره دروند زیان نه و اړولی.»
د ښکېلو غاړو پر ګټې او زیان سربیره، لکه څنګه چې لیکوال په تېره لیکنه کې وړاندوینه کړې وه، د ښکېلو غاړو تر منځ ترینګلتیا د اوس لپاره کمه شوې؛ کېدای شي وروسته په نورو بڼو او نورو ځایونو کې دوام ومومي.