د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي د زياتېدو اصلي مسوول بنيامين نتنياهو او اسرائيل بللي دي.
د اناتولي د راپور پر بنسټ، اردوغان دا څرګندونې سېشنبه د اپرېل پر ۱۶مه کړې دي.
هغه د خپلې کابینې ناستې کې له ګډون وروسته په انقره کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل: «اسرائیل په هڅه کې دی چې په سیمه کې جګړه رامنځته کړي او دمشق کې د ایران پر سفارت برید په دې لاره کې وروستی ګام و.»
اردوغان زیاته کړې: تر هغو چې په غزه کې ظلم او نسلوژنه روانه وي، سیمه به د نوې شخړې او تاوتریخوالي شاهده وي.»
رجب طیب اردوغان له ټولو خواوو غوښتي چې د «سلیم عقل» پر بنسټ عمل وکړي.
د ترکیې ولسمشر د اسرائیل او ایران د بریدونو په تړاو لوېدیځ هېوادونه پر «دوه ګوني چلند» تورن کړي دي.
ایران د یکشنبې سهار له خپلې خاورې تر ۳۰۰ زیاتو بېپیلوټه الوتکو، کروز او بالستیک توغندیو په وسیله پر اسرائیل برید وکړ.
اسرائیلي چارواکو د ایران له خوا د ۹۹ سلنه توغول شویو توغندیو د شنډولو په ادعا کې د غچ اخیستنې ژمنه کړې ده.