کنجد غوړي چې له کلونو راهیسې په دودیز ډول تولیدېږي، اوس یې پلور کم شوی دی. په بلخ کې د دغو غوړیو یو شمېر تولیدوونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، سره له دې چې د دغو غوړیو د تولید لپاره زحمت باسي؛ خو د پلور بازار یې پيکه شوی دی.
حبیب الله په بلخ کې د کنجد غوړیو یو تولیدوونکی دی. هغه وویل چې کنجد په «جواز» مشهوره لرګینه دستګاه کې اچوي او اوښ یا اس په ساعتونو ترې راتاوېږي، تر څو غوړي تولید شي. نوموړي زیاته کړه، چې له ۱۱ کیلو کنجدو پنځه کیلو غوړي تولیدېږي. هغه وویل: «لومړی کنجد پاکوو او وروسته یې په جواز کې اچوو، د اوښ په لږ تاوېدو سره، یو څه اوبه ورزیاتوو، وروسته د کنجد پوست او مغز سره جلا کېږي. په همدې توګه د اوښ په درې ساعته ګرځېدو سره، د کنجد مغز په غوړیو او پوست یې په کنجاړې بدلېږي.»
که څه هم د کنجد غوړیو د تولید لپاره برقي او مډرن ماشینونه هم شته؛ خو هېوادوال هغو غوړیو ته ترجېح ورکوي، چې په جواز تولید شوي وي. د معلوماتو له مخې، په ماشین سره تولید شوي کنجد غوړي، د تیزابي موادو په کارولو تولیدېږي چې روغتیا ته زیان رسوي.
د مزارشریف ښار یو اوسېدونکی حاجي چاري له کلونو راهیسې د کنجد غوړیو د تولید په برخه کې کار کوي. نوموړي د طبیعي او په ماشین سره د تولید شویو غوړیو د توپیر په اړه وویل: «کنجد غوړي چې موږ یې د خلکو په مخکې تولیدوو، روغتیا ته هېڅ زیان نه لري؛ ځکه په طبیعي توګه تصفیه کېږي؛ خو هغه غوړي چې په ماشین تولیدېږي، په کاستیک سره چې تېزابي مواد دي چاڼ او چمتو کېږي، چې بې له شکه روغتیا ته زیان رسوي.»
د تېرو کلونو د روژې په میاشت کې، د کنجد غوړیو پلور ښه و؛ خو سږ کال داسې نه دي. حاجي چاري وویل، چې په تېرو کلونو کې د روژې په میاشت کې یې څلورویشت ساعته کار کاوه او غوړي یې هم په مناسبه بیه پلورل، خو اوس د خامو موادو د بیو د لوړېدو له امله یې فعالیت ډېر کم شوی دی. نوموړي ټینګار وکړ: «د خامو موادو بیه ډېره لوړه ده، خلک د غوړیو د پېرلو وس نه لري. یو من کنجد په یو زر او ۸۰۰ افغانۍ دي. موږ غوړي کیلو په ۳۵۰ افغانۍ پلورو. په تېرو وختونو کې موږ شپه او ورځ کار کاوه؛ خو اوس ټول جواز لروونکي وزګار دي.»
ګل محمد په بلخ کې د کنجد غوړیو بل تولیدوونکی دی. نوموړی د دې تر څنګ چې د غوړیو د تولید په برخه کې کار کوي، محصل هم دی. ګل محمد د ورځې په اوږدو کې کار کوي او مازدیګر پوهنتون ته ځي. دغه زده کړیال وايي: «د پخوا په پرتله زموږ کار ۵۰ سلنه کم شوی، ډېری کسان چې کنجد غوړي یې کارول، شتمن خلک وو چې په بدلون سره له هېواده ووتل او له بلې خوا د هوا په تودوخې سره، د کنجد غوړیو پلور کمېږي.»
به بلخ کې د کنجد غوړیو تولیدوونکي وايي، که په بازارونو کې د خامو موادو د بیو لوړېدو د مخنیوي او له هېواده بهر ته د کنجد د صادراتو لپاره کار ونه شي، د دغو غوړیو تولید به صفر ته ورسېږي.