۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي سیګار په یوه راپور کې ویلي، چې ښايي د مخکیني دولت له سقوط او د اوسني حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د هېواد ناخالص تولیدات کابو څلور میلیارد ډالره کم شي.
دغه راپور د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام (UNDP) د اټکل له مخې برابر شوی. د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام اټکل کړی، چې ښايي د افغانستان کورني ناخالص تولیدات چې په ۲۰۲۰ کال کې شل میلیارد ډالر وو، شپاړس میلیارد ډالرو ته راکم شي.
دغه پروګرام همداراز خبرداری ورکړی، که چټک اصلاحات ونه شي او له کاره د ښځو مخنیوی دوام وکړي، د افغانتسان اقتصادي وده به تر پنځه سلنې کمه شي.
د سیګار د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې له سختو ننګونو سره مخ شو او د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام (UNDP) او د پيسو نړیوال صندوق د کورني ناخالص تولید د شل تر دېرش سلنه کمښت اټکل کړی دی.
اټکل شوی، په ۲۰۱۲ کال کې سړي سر عاید چې ۶۵۰ ډالره و، چې په ۲۰۲۰ کال کې ۵۰۰ ډالرو راکم شو او ښايي د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۳۵۰ ډالرو ته راکم شي.
د ویلو ده، چې د سړي سر عاید کمښت او همداراز د هېواد د ناخالص تولید ارزښت د مخکیني حکومت پر مهال پيل شوی و. په ۱۳۹۷ کال کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کورنی ناخالص تولید په ارزښت کې د یو میلیارد ډالري کمښت خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام د اټکل له مخې، په افغانستان کې د نارینه وو وزګارتیا ښايي په ۲۰۱۹ کال کې له ۲،۱۵ سلنې تر ۲۰۲۲ کال پورې کابو دوه برابره شي.
تر ټول بد اټکل د اسیا د پراختیايي بانک له خوا شوی دی. په دې صورت کې ښايي وزګارتیا تر ۴۰ سلنې او د کورنیو لګښت تر ۴۴ سلنې راکم شي.
د سیګار په راپور کې ویل شوي، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمښت هم د افغانستان پر اقتصاد او د خوراکي او نورو اړتیاوړ توکو د پيرلو لپاره د کورنیو پر توانمنۍ اغېز کړی دی.
له بلې خوا، سیګار وایي، چې د افغانستان پر محدودو نقدي زېرمو د فشار د زیاتوالي تر څنګ کابل د پيسو د چاپ وړتیا هم نه لري. د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له یوه پولنډي شرکت سره د لس میلیارده افغانیو د چاپ لپاره قرارداد لاسلیک کړی و.