د مجردو مېندو لپاره مبارزه

په مراکش کې، مجرده مېندې لا تر اوسه هم د قانون د تېروتنې په لوري کې دي. ۳۸ کلونه کېږي چې یو غیر دولتي سازمان له هغوی نه ملاتړ کوي.

لیکواله: فاطمه الوافي

سرچینه: L Economiste du maroc

ایشا اچ چنا چې د ۲۰۲۲ د سپتامبر په ۲۵مه نېټه، په ۱۸ کلنۍ کې مړه شوه، اوس کولای شي ارامه واوسي. بهرکړای شوې مجرده مېندې چې نوموړې تر وروستۍ ساه پورې د هغوی لپاره مبارزه وکړه، لا هم کولای شي چې اورېدونکی غوږ او د (ASF) د ښځو د یووالي په انجمن کې حیاتي ملاتړ پیدا کړي. ایشا اچ چنا چې یوه نرسه وه، په مراکش کې د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې په یوې مخکښې څېرې واوښته او د خپلو بشردوستانه کارونو لپاره یې معتبرې جایزې ترلاسه کړې. نوموړې تر ډېره د ښځو د یووالي په انجمن کې د کارکولو له امله پېژندل کېده چې مجرده مېندو ته دا امکان په لاس کې ورکوي څو خپل ژوند بیا ورغوي او درک کړي چې هغوی حق لري له خپلو اولادونو سره په کرامت او درناوي ژوند وکړي.

نائما امه، د ښځو د یووالي د انجمن مشره پوښتي: څنګه ممکنه ده هغه نجلۍ چې د جنسي تېري یا رسمي اړیکې له امله امېندواره کېږي، ګرمه وي؟ نور مراکشي انجمنونه چې په دې وروستیو کې جوړ شوي دي، لکه (INSAF) یا په سختۍ کې له ښځو سره د یووالي ملي موسسه او د ښځو د یووالي انجمن په دوامدار او نه ستړې کېدونکي ډول دغه بې عدالتي غندلې ده.

د هغوی جګړه د مراکش د سزا د قانون د ۴۹۰ مادې پر بنسټ متمرکز شوې ده چې «ټولو هغو مجرده کسانو ته چې له مخالف جنس سره جنسي اړیکه لري له یوې میاشتې نه تر یوه کال پورې د زنداني کېدو حکم ورکوي.» له هغه ځایه چې د جنین له منځه وړل هم غیرقانوني دی، هغه نجونې چې په دې وضعیت کې دي ډېری اړ کېږي خپله امېندواري له منځه یوسي یا هم په پټه زایمان وکړي او وروسته خپل ماشوم خوشې کړي.

له دا ډول زیانونو نه د مخنیوي لپاره، د ښځو یووالي، رسنیو او دولتي چارواکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه خپل د عامه پوهاوي کمپاینونو ته پراختیا ورکړې ده؛ حتی که فحشا ته هڅونې د تور او له واده نه پرته د جنسي اړیکې له ګواښ سره هم مخ شي. ۲۰۰۲ کال کې دغه انجمن د خپلو فعالیتونو له امله د ملکي خدمتونو د یوې برخې په توګه وپېژندل شو. دغه غیر دولتي سازمان چې له یوه ځمکې لاندې انجمن نه یې د ښځو د حقونو په اړه خپل فعالیت پیل کړ، اوس د کازابلانکا ښار د مرکز د هستوګنې سیمې په پالمیر کې له یوه درې پوړیزه ودانۍ نه فعالیت ترسره کوي.

د انجمن دروازې تل د ناهیلو مېندو پرمخ خلاصې دي. د انجمن ټیم هڅه کوي څو هغوی ارامه کړي او د عزتمند ژوند لپاره هغوی ته برنامې ورکړي. دغه انجمن د رواني او ټولنیزو ملاتړو او دغه راز حقوقي مرستو سربېره، حرفه یي زده کړې هم ورکوي. د مالي خپلواکۍ د ترلاسه کولو په موخه دغو ښځو ته د سواد د زده کړې او حساب دارۍ برنامې هم په پام کې نیول شوي دي. په داسې حال کې چې هغوی په ټولګي کې دي، ماشومان یې په یوه سیمه ییز وړکتون کې چې له انجمن سره تړون لري، ساتل کېږي.

سیهام (مستعار نوم) وايي: « دښه بخت مې درلود چې د ښځو د یووالي انجمن مې وموند. د هغه سړي چل او فریب مې خوړلی و چاچې راسره د واده کولو ژمنه کړې وه. کله چې پوه شو زه امېندواره یم، په هوا کې ورک شو او لاړ. کورنۍ مې راته وویل چې له هغوی سره مې خیانت کړی دی، له همدې امله یې زه له کور نه وشړلم. یو له ملګرو مې د انجمن ادرس راکړ او ما وکړای شول د امېندوارۍ په دوران کې چک اپ وکړم او په ښو شرایطو کې زایمان وکړم. دغه راز مې وکړای شول یو ښوونیز پروګرام هم بشپړ کړم.» له انجمن سره د پنځو کلونو له اړیکو وروسته، سیهام په یوه شرکت کې د کار کولو له لارې، له خپل ځان او زوی ساتنه کوي.

دا ډول پرمختګونه زړه راښکوونکي دي، خو لا هم ډېر کارونه په مخکې دي چې باید ترسره شي، په تېره د دې ډاډ ترلاسه کول، هغه ماشومان چې د مجرده مېندو له لوري لوېږي، نور د قانوني او ټولنیزو تبعیضونو قرباني نشي. امه وړاندې وايي: «په ۲۰۰۴ کال کې د کورنۍ په قانون کې راوړل شوي بدلونونه، د کورنۍ د مدني وضعیت د سوابقو لرلو لپاره د مجرده مېندو حق، چې اوسمهال یوازې د واده په برخه کې صادرېږي، ترېنه اخیستلی دی. اوسنۍ تګلارې هغه ماشوم ته چې له واده نه بهر او پلار ته له تړلتیا پرته وزېږېږي، د دې اجازه ورکوي چې یوازې د مور په نوم یا د بلې کورنۍ په نوم د احوالو د ثبت په دفتر کې ثبت شي. انجمن ۳۲ کارکوونکي او د لسګونه رضاکاران درلودونکی دی چې پر فعالیتونو څارنه کوي. په واقعیت کې انجمن د یوې اجرايي کمېټې له لوري مدیریت کېږي چې دغه سازمان یې د پرمختیا وړ بللی او د هغه د عمر تضمین یې کړی دی. پر دې سربېره، مالي خپلواکي تل د انجمن د غړو په ذهني لومړیتوبونو کې وه او تل شته. اچ چنا وايي: «ملاتړ کوونکي نن دلته دي، خو د سبا په اړه څوک نه پوهېږي.»

د انجمن د بودیجې یوه برخه د خصوصي او دولتي ملاتړو له جایزو او مالي مرستو نه بشپړېږي، خو اصلي سرچینه د هغه د سوداګریزو فعالیتونو له عوایدو نه ده. دوه رستورانتونه، یو حمام، یو د سپورت سالون، یو سینګارتون او څو غرفې، ټول د ښځو له لوري په بریالیتوب سره اداره کېږي. امه وايي: «دغه فعالیتونه مونږ ته دا وس او توان راکوي څو مجرده مېندو ته حرفه يي زده کړې لکه پخلنځي، خوږو پخولو، سینګارتوب، د ښکلا درمانونو، جامو ګنډل او نور ور زده کړو چې د دغو ټولو له لارې په ټولنه کې د هغوی ګډون ته زمینه برابروي او هغوی زمونږ انجمن لپاره دغه امکان برابروي چې د مالي له اړخه خپلواک واوسو.»

ورته لیکنې

Back to top button