له ښاره لرې په یوې شاړه دښته کې ژوند کوي. دا دښته له هغې امنیتي پوستې په لږ واټن کې پرته ده چې کلونه د افغانستان په بغلان کې د جګړې مرکز و. له لرې شاړه او وچه برېښي. خاورې دې او خاورو ته ورته کورونه؛ له خاورو جوړ خټين کورونه. ۳۰ کلنه لیلا هم دلته په یوه کور کې ژوند کوي. هغه ځوانه مېرمن ده؛ خو د مخ ګونځې یې د یوې پخې عمرخوړلې په څېر ښکاري. لنډ عمر یې په پېښمانۍ او محرومیتونو کې تېر شوی؛ هغه پښېماني چې په دې عمر کې د خپل تېر په اړه فکر کوي؛ په مخ یې له ورایه ښکاري. ژوند هغې ته «اوبه، کتاب او له خپل یار سره د اوسېدو» مانا لري؛ هغه حقونه چې ترې تروړل شوې دي. کوم کلي کې چې لیلا ژوند کوي، سخت د اوبو تږی دی. یوازیني ځای کې چې اوبه پیدا کېږي، د کلي جومات دی. هغه هم تروې او د څښلو نه دي. لیلا له لرې ښارګوټي د څښلو اوبه راوړي او د همدې لپاره هر څاڅکی ورته د ژوند په څېر ارزښمند دی.
کوم ځای چې د لیلا پلارنی کلی دی، د نجونه زدهکړه د قرانکریم د څو آیتونو حفظ کول دي او ډېرې لږې نجونې به وي چې له ۲۰ کالو یې عمر زیات وي او واده یې نه وي کړی. لیلا وايي :«دلته کابو هره ورځ یوه نجلې کوژده کوي.» خپله لیلا هم په ۱۵ کلنۍ کې کوژدنه او په یو ډول پلورل شوې وه. کله یې چې د قرانکریم څو آیتونه حفظ کړل او پوه شوه چې څنګه خپل ټيکرۍ په ستونې کې راونغاړي، پلار یې هغه خپل وراره ته ورکوي؛ هغه کس ته چې د لیلا له عمره دوه برابره مشر و. کله چې سړي ریبارۍ ته راځي، لیلا د میلمستون د دروازې له شا د خپل پلار خبرو ته غوږ نیسي. که څه هم پوهېږي، پلار یې په پټه هغه په ۳۵۰ زره افغانۍ پلورلې ده؛ خو بیا هم هیله لري، که پلار یې نه ووایي.
اوس چې د هغو ورځو په اړه فکر کوي، داسې چې دروند غم یې د اور په څېر زړه سوځوي، وايي: «هغه مهال مې دومره جرات نه لاره چې خونې ته ننوځم او خبره ګډه وډه کړم. که څوک په خپل زړه مېړه ونه کړي، ژر ژر ناروغېږي. زه چې درې کاله کوژدنه وم او چا به چې د کوژدن نوم راته اخیست او ویل به یې هله چې مېړه دې راغلی، څو ورځې به د کانګو او تبې له کبله بې خوده وم. ان کله چې واده شوم، کور ته چې ننوتلم، ګومان مې راته چې کور بوینانک دی.»
که څه هم پوهېدله چې برخلیک به یې د خپلې خور څخه ښه نه وي؛ خو د پلار پر خبرو یې زړه خوشاله کړی و چې ویل یې، که ژوندی وي، په خپله خوښه به یې مېړه ته ورکوي. داسې ورځ راغله چې پلار یې که څه هم هغه لیدله چې د خپل مېړه په کور کې له کړاوه ډک ژوند لري؛ خو بیا یې هم ویل: «که له همدې سړي سره جوړه نه شوې، په خپل لاس دې زندۍ کوم.»
د لیلا له واده ۱۳ کاله تېرېږي او په دې موده کې یې اووه ځلي زېږون کړی چې یوازې دوه ماشومان یې ژوندي پاتې شوې دي. پرلپسې امیندوارۍ او زېږون، د هېلې او خپګان یوه نړۍ او د امیندوارۍ له کبله رامنځته شوی خراب مزاج چې د مړ ماشوم له زېږون سره پای ته رسېده، له هغې یې د دردناکو کیسو یوه ټولګه جوړه کړې. ستونی یې ډکېږي، سوړ اسویلی باسي او وايي: «زه زړه نه شم، نو څوک زړه شي؟»
ډېر د یوازیتوب احساس کوي. له نړۍ سره د اړیکې یوازینۍ شی یې کوچنی ټلویزیون دی چې نړۍ ته له هغې کړکۍ ګوري. لیکل او لوستل نه شي کولای؛ خو هیله یې وه چې ښوونځي ته لاړه شي او زدهکړې وکړي: «د سپین ټېکري په سرکول مې یوه هیله وه، زموږ په سیمه کې نجونو درس نه وایه. د نجونو ښوونځی مو نه لاره؛ خو پوهېدو چې ښوونځی یوازې د هلکانو لپاره نه دی. کله مې چې واده وکړ، زموږ له سیمې لرې یو لومړنی ښوونځی و؛ خو مېړه مې پرېنښودم. ګومان یې کاوه چې د تېښتې لپاره پلمه لټوم.»
کله چې د لیلا مېړه هغه لیکلو او لوستلو ته نه پرېږدي، د خپل رنځ د کمولو لپاره بلوڅيګڼدل پېلوي. ډېره کمه موده کې دا هنر زده کوي او نورو ته جامې ګنډي. له ښاره یو څو پېرودنکي مومي؛ خو دا هم ډېره موده نه پايي؛ ځکه مېړه یې ګومان کوي، که لیلا له مالي اړخه پر ځان بسیا شي، هغه به پرېږدي. لیلا په ماناداره موسکا وايي: «له ډېره درده او رنځه چې هغوی ماته راکړی، ګومان کوي که پیسې پیدا کړم وبه تښتم.»
د مېړه بدګوماني یې هغه وخت ډېرېږي چې لیلا غوښتل د نورو له خوا د ماشوم د نه راوړلو له پېغورونو او د هغه له ظلمونو د ځان خلاصېدا په موخه، ژوند جلا کړي. له خپلو خورلڼو چې په کمه موده کې یې پېردونکې یې هم وې، لاره چاره لټوله. ناڅاپه یې مېړه خبرېږي او داسې چم پرې کوي چې یوه اوونۍ یې خبرې نه شوای کولای.
کلونه یې د خپل مېړه ربړونه زغملې او اوس یې پرېکړه کړې، تېرېدای ترې نه شي. یو څه پیسې یې د بدې ورځې لپاره سپما کړي؛ خو برخلیک یې بل ډول کېږي. چا چې کلونه دا کلی د جګړې ډګر ګرځولی او د کلي د اوسېدونکو ژوند یې سور تنور ګرځولی و، واک ته رسېږي. لیلا وايي: «داسې وه لکه یخې اوبه مې چې په بدن توې شوې وي. خورلڼو مې ویل چې طالبان بیا راغلل او اړه یم له خپل مېړه سره وپایم؛ د تېښتې لار نه وه راپاتې.»
لیلا د یوې ناڅېزه ژوند د درلودو په هیله سوځي. هغې هېڅکله له تاوتریخوالي او سختیو سره خوی نه دی اخیستی. بې له دې چې څه جوړ کړي، سوځي. هر سهار د هغه سړي له څنګه پاڅېږي چې نه یې خوښېږي او ځي غوا لوشي، د خپلو پسونو احوال اخلي او چرګانو ته دانه اچوي. اوس نه لیلا ښوونځي ته د تګ اسانتیا لري او نه هم د پیسو ترلاسي لپاره له خپل هنره ګټه اخیستلای شي. هغه نه کورنۍ لري چې په څنګ کې ودرېږي او نه داسې حکومت شته چې د هغې په څېر مېرمنو څخه ملاتړ وکړي.