ماریا اوجینا کاستیا ۳۲ کلنه ښځه ده چې له پېغلتوبه تر اوسه د عضلاتو، ملا او پښو له دردونو او دغه راز له خورا ستړیا، سستۍ او هاضمې سیسټم ناروغیو سره لاس ګریوان ده. دا هغه نښې نښانې دي چې دا دوهدېرش کلنه ښوونکې له پېغلتوبه بیا تر اوسه ورسره مخ ده،
مېرمن ماریا اوجینا کاستیا د برازیل سویللویدیځ په ریبرا پرتو ښار کې ژوند کوي. له لس کالو درد او رنځ زغملو او د رحم له وېستلو وروسته ډاکټرانو تشخیص کړ چې نوموړې پر اېندومېتریوېز یا «د رحم د استر بېځایوالي» ناروغۍ اخته ده. دا یوه التهابي ناروغي او د درملنې وړ نه ده. دا ناروغي هغه مهال رامنځته کېږي چې د رحم څخه بهر د اېندومېتریوېز (د رحم داخلي استر) ته ورته نسج وده وکړي.
مېرمن کاستیا وايي: «د دې مرض تشخیص خورا ګران و. ډېرو ښځينه متخصصانو او د روغتونونو بېړنیو څانګو ته ورغلم، ویل یې چې یا دې په کولمو یا لګن مکروبي شوی یا هم استرس یا هم کېست لرم.» له هغې وروسته چې نوموړې په ۲۰۱۷ کال کې بالغه کېږي، یو متخصصه یې تر درملنه پېل کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د راپور په حواله، په هرو لسو ښځو کې یوه یې پر اېندومېتریوېز یا د رحم د استر بېځایوالي پر ناورغۍ اخته ده. پر دې بنسټ، شاوخوا ۱۹۰ میلیونه هغه ښځې چې د زېږون عمر ته رسېدلې وي، پر دې ناروغۍ اخته دي. د دې مزمن وضعیت دوام کېدای د خپګان، اضطراب او شنډتوب لامل شي.
دوه څلوېښت کلنه مېرمن پائولا مورائیس چې وکیله ده، په ۲۰۱۲ کال کې یې پام شو چې د «رحم د استر پر بېځایوالي» ناروغې اخته ده. هغې غوښتل مېندواره شي. نوموړې هغه حالت داسې بیانوي: «له پیغلتوبه مې غړو درد کاوه او هر مهال به چې میاشتنۍ ناروغۍ راغله، ډېره به سخته وه. هغه مهال مې هڅه کوله د مېندوارۍ ضد درملو په کارولو خپلې ستونزې پټې کړم. ښه، نه پوهېدم چې زه د رحم د استر د بېځایوالي ناروغي لرم. کله چې ناوړه حالت ځان راڅرګند کړ د مېندوارۍ ضد درملو کارول مې بند کړل.»
پر مېرمن موریس په ۲۰۱۴ کال کې د اپنډکس حمله راغلې وه. نوموړې وايي: «کله چې زما د بایوپسي پاېلې راغلې، ډاکټرانو زما په اپنډکس کې د اېندومېتریوېز زخمونه په ګوته کړل. کله چې ما عملیات وکړل، دوی زما د بدن د نورو برخو څخه نور زخمونه هم لرې کړل. زه لاهم تر درملنې لاندې یم او ویره لرم چې ښايي بل عمليات ته هم اړتیا پېښه شي.»
«یوکې اېندومېتریوېز» په نوم يو بریټانیايي بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۰۰۰ ښځو سره په یوې ترسره شوې سروې کې موندلې چې ۷۲ سلنه بریټانوۍ ښځې د اېندومېتریوېز یا د رحم استر بېځایوالي ناروغۍ نښې لري، ډاکټر ته نه ورځي او د دغو مېرمنو له ډلې یوه پر پنځمه برخه یې وېره لري چې هسې نه ډاکټران یې حالت اندېښمنوونکی وبولي. دا ښيي چې میاشتنۍ ناروغۍ پورې اړوند مسایل لا هم یو تابلو دی.
پروسږکال په دې تړاو بریټانیايي او امریکايي روغتیاپالو په «نېچر» ژورنال کې یوه علمي مقاله خپره کړه. په دې مقاله کې ټينګار شوی چې د نړیوالې روغتیا پالیسې دې پر دې التهابي ناروغۍ چې خورا عامه؛ خو «لږه پېژندل شوې» او «کمه تشخیص شوې» ده، تمرکز زیات کړي.
مېرمن پائولا اندریا سالېس ناوارو د سائو پائولو پوهنتون په ریبیرا پرټو طبي پوهنځي کې د نسایی ولادي په څانګه کې پروفیسوره ده. مېرمن ناوارو وايي چې په دې برخه کې پر زدهکړو او پوهاوي پانګونه ډېره اړینه او حیاتي ده. نوموړې ټينګار کوي: «اېندومېتریوېز یا د رحم استر بېځایوالي ناروغي ډېره ګونګه او پېچلې ده. داسې ناروغان هم شته چې هېڅ نښې او علایم نه لري او د دغې ناروغۍ نښې نښانې ډېرې پراخې دي.»مېرمن ناوارو چې په دې برخه کې یې په ۲۰۲۰ کال کې له څو نورو متخصصانو سره په ګډه یوه علمي مقاله لیکلې، وايي سربېره پر دې چې دا ناروغي په ښځو کې ډېره لیدل کېږي؛ «خو د شنډتوب ښکته میکانیزم چې له دې ناروغۍ سره تړاو لري، تر اوسه پېژندل شوی نه دی.» دا ننګونه ډېر نور څېزونه هم رانغاړي، له «تشریحي بدلولونو چې د ګامتونو او جنین لېږد مختل کوي،» نیولې بیا د اېندومېتر د نیولو کمی او د مایعاتو شتون چې د سپرم کړنو ته بدلون ورکوي.» کېدای شې دا ټول وي. دغه ښځينه متخصصه زیاتوي چې که اېندومېتریوېز تشخیص نه شي یا په خپل حال پرېښودل شي، په هر دوره کې د شدید درد او د مېندوارۍ پر مهال د ستونزې سربېره، ښايي د نورو سختو زیانونو لامل هم شي. دا کېدای شي له جنسي اړیکو نیولې بیا د ادرار پر مهال وینه بهېدنه رامنځته کړي او ان کولای شي په کولمو کې د خنډ رامنځته او د اپنډیکس لامل شي.
مېرمن ناوارو چې د ریبیرا پرتو په روغتون کې دنده لري او دغه راز په برازیل کې د «مثل تولید» ټولنې مشره هم ده وايي: «هغه نښې چې اېندومېتریوېز په ګوته کوي، د میاشتنۍ ناروغۍ دردونه دي، په ځانګړې ډول کله چې ډېر سخت او مخ په زیاتېدو وي او دغه راز له مېندوارۍ کلونه وروسته هم دوام کوي.»
هغه ناورغانې چې د روغتیا عمومي سازمانونو له خوا یې درملنه کېږي، کله چې دا نښې پکې ولیدل شي، لارښونه ورته کېږي چې د نسايي ولادي برخې ښځینه متخصصې یا کورني ډاکټر ته لاړې شي او سلا ورسره وکړي. له هغې وروسته، دا ډاکټرانې د هغوی کلینکي ارزونه او فیزیکي معاینات کوي او پر دې سربېره، د بنسټيزو ازماېښتونو غوښتنه کوي. له دغو مرحلو وروسته، که تشخیص شو چې عملیاتو ته اړتیا ده، ناروغ ځانګړې برخې یا هغه ځایونو ته چې دا ډول ځانګړې چوپړتیاوې وړاندې کوي، لېږل کېږي. که څه هم عامه روغتیايي چوپړتیاوې شته، که څوک د مېنداورې له ستونزې سره مخ وي، د دې امکان ډېر کم دی چې وکړای شي له عمومي برخې چوپړتیاوې ترلاسه کړي.
د تکثیر او جنینولوژی اروپایی ټولنې په ۲۰۲۲ کې یې اېندومېتریوېز په اړه لارښوونې وړاندې کړې دي. دې لارښوونو د موضوع په اړه د ادبياتو خورا پراخه بیاکتنه چمتو کړې او له سلو ډیرې سپارښتنې یې کړې دي. پر دې سربېره هم، روغتیاپالان باید پیغلتوب، میناپاژ، مېندوارۍ او زیږون ستونزې تشخیص او اړینو حللارو موندلو لپاره چمتو وي.
د دې ناروغۍ په تشخیص کې د ځنډ په اړه چې د کاستیا په څیر کسانو یې تجربه کړې، ډاکټره ناوارو وايي: «له شک پرته داسې قضیې چې روغتیایی متخصصین نښې نښانې سرسري بولي، شته. بلخوا، په لوړ کیفیت د ازمایښتونو تصویر اخیستلو امکاناتو کمی هم شته چې د دې نښو د تایید لپاره خورا مهم دي.»
ډاکټره ناوارو د کاستیا حالت ناوړه کېدا له څو ډلییزو لاملونو سره تړلی بولي چې په یو ځایي توګه یې حالت ترینګلی کړی دی. په دې لاملونو کې بیا د ډاکټرانو بې پروايي، د دغه مرض په اړه د اړین پوهاوي کمی، نښو نښانو ته نه پاملرنه، متخصصانو او دغه راز ځانګړو ازماېښتونو ته نه لاسرسی راځي. نوموړې زیاتوي: «په ټوله کې د ښځو درد ډېر عادي سازي شوی چې دا خپله د مرض په تشخیص کې خنډ رامنځته کوي. په لومړي سر کې خپله مېرمنې باوري دي چې دا دردونه ورته عادي دي، یا یو ښځینه ستونزه ده، یا وايي: ښه میاشتنۍ ناروغي هر مهال درد لري. او په پاېله کې چې موږ کوم درمل ورکوو، د دغه مرض نښې له منځه وړي، پرته له دې چې پر پاېلو یې غور وکړو. دا مرض خپلې ودې ته دوام ورکوي او لوېږي.»
مېرمن کاستیا زیاتوي او وايي چې له ډېرو فیزیوتراپیو او د ستونزو په تړاو له څېړنې وروسته توانېدلې چې د دغه مرض پر ځينو برخو برلاسې شي، په ځانګړې توګه هغه برخې چې پر جنسي اړیکو یې اغېز کاوه؛ خو بیا هم دې مرض یې د ژوندانه کیفیت راټيټ کړی دی. نوموړې وايي: «هغه مېرمنې چې په اېندومېتریوېز یا د رحم استر پر بېځای والي ناروغۍ اخته دي، د ژوند ډېر چانسونه له لاسه ورکوي. د دغه مرض درملنه ډېره ګرانه ده، ځکه د روغتیا عمومي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی.» هغه وايي: «ډېری وخت له کاري چانسونو او ټولنیزو پروګرامونو بې برخې کېږم، کله چې سفر کوم، داسې انګېرم، ناروغه یم. حالت نه اټکل کېدونکی دی. دې ناروغې مې له ملګرو سره پر اړیکو او په مینې ناوړه اغېز کړی دی.»