د طالبانو لاس ته د افغانستان لوېدل د دغه هیواد د وګړو لپاره تر ډېره د سقوط په مانا دي. خو د ښځو لپاره دا پیښه له یوه سقوطه اخوا وه. د طالبانو پرلپسې تاوتریخوالي او محدودیتونه چې د ښځو د بشری حقونو د تر پښو لاندې کولو لامل شوي دي، هره ورځ د هغوی لپاره وېروونکی خوب تکراروي. بده یې لا دا چې د استعدادونو په تېښتې سره ډېری هغو روایتګرو مېرمنو چې د ښځو په ژبه یې د ښځو کیسې ټکی په ټکی بیانولې، له خپل هېواد سره مخه ښه کړې ده. اوس د هغو زرګونو ښځو له ډلې چې د ښځو د روښانه راتلونکي لپاره یې قلم چلاوه، یوازې یو څو هغو د جلاوطنۍ په شرایطو کې د روایت لیکنې د ارزښت په درک کولو سره خپل کار ته دوام ورکړی دی.
د طالبانو د واکمنېدو د څلورمې شپې په نیمایي کې مرسل سیاس چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار کړی و، له خپل ټاټوبي سره مخه ښه وکړه او فرانسې ته کډواله شوه. هغه د حقوقو په څانګه کې د لیسانس سند لري او له افغانستانه په بېړه وتلو سره یې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې خپله ماسټري نیمګړې پرېښوده. په هغه وخت کې سياس په ورځني ډول د ښځو د ژوند له تاوتريخوالي ډکو کیسو سره سرو کار درلود او په اړه به یې په دې هيله یادښتونه لیکل چې يوه ورځ وکړای شي، د افغانستان د ځورېدلو ښځو کيسه نړۍ ته بیان کړي.
که څه هم د ځینو لپاره له وطنه لېرې کېدل د جلاوطنۍ او بوخت ژوند په مانا دي، خو د هغې لپاره داسې نه وه. سیاس چې د خپل هېواد له ښځو خورا لېرې اوسې، له هغوی یې سترګې نه دي اړولي او د دې ترڅنګ چې د خبریالې په توګه په ساعتونو ساعتونو له سټرسه ډک کار کوي، هڅه یې دا ده چې د هغو افغان مېرمنو کیسې ولیکي چې تیاره او له تورتمونو ډک برخلیک یې لرلی دی.
په دې وروستیو کې هغې په فرانسوۍ ژبه د «Qui Entendra Nos Cris?» یا «څوک زموږ چیغې اوري؟» په نوم یو کتاب لیکلي؛ په دغه کتاب چې د کورنیو تاوتریخوالو او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو ۱۰ روایتونه را اخیستل شوی دي.
په دغه کتاب کې چې سریزه یې په فرانسه کې مېشت امریکايي فیلسوف Ayyam Sureau لیکلی، په افغانستان کې د ټولنیزو او کورنيو تاوتریخوالو د تجربې په تړاو د لیکوالې د ژوند کیسه هم لیکل شوې ده.
مرسل سیاس وايي، دا کتاب یې په فارسي ژبه لیکلی، خو فرانسوۍ ژبې ته یې ژباړلی چې په اووه زره ټوکو کې چاپ شوی دی. هغې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون د ښځو له څانګې سره کار پیل کړ، چې د کورنيو تاوتریخوالو او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالو پر دوسیو یې کار کاوه. سياس له زرګونو ښځو سره مرکې کړي او د هغوى قضيې یې څېړلې دي.
په دې برخه کې له څو کاله کار کولو وروسته، بالاخره دې درک ته رسېږي چې تاوتریخوالی په ټولنه کې بنسټیز شوی او یوازې د زده کړې له لارې بنسټیز بدلون راوستل کېدای شي. ورپسې د بشري حقونو د زده کړو په څانګه کې د دندې غوښتنه کوي او له افغانستان تر وتلو پورې له رسنیو، قاضیانو، څارنوالانو، مدافع وکیلانو، امنیتي بنسټونو، ښوونکو، محصلانو او نورو پاړکیو سره کار کوي.
په دې لړ کې د هغې مستند روایتونه او د سترګو لیدلي حالات د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو ناوړه ډولونه ښيي، چې د نارینه وو له خوا تر سره شوي او کله ناکله د کورنۍ ښځو هم پکې ونډه لرلې. په دغو تاوتریخوالو کې ځانوژنه، جنسي تیري، د سر خرېیل او په کم عمر کې اجباري ودونه، په غوجلې کې د ماشوم زیږون او د رواني ناروغیو په روغتون کې د قرباني ښځې بستري کېدل شامل دي.
د مرسل سیاس په وینا، دا کتاب د بشري حقونو په برخه کې د څېړنې یوه ښه سرچینه کېدای شي، ځکه چې د خپل کار له پیل راهیسې هغې لیدلي چې څنګه افغان ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي او ان په دې اړه له خبرو کولو وېره لري. ځینو دا هم د شرم خبره ګڼله چې دا ډول پیښې بیان کړي، خو هغې وغوښتل چې دا د ښځو غږ وي، د ښځو هغه غږ چې چوپ شوی یا نه دی اورېدل شوی.
لکه څنګه چې د افغانستان قضيې په نړيوالو فورمونو کې په تدريجي ډول هېرې شوې دي، نو غوره يې وبلله چې کتاب په فرانسوۍ ژبه خپور شي، ځکه چې هغې دا ژبه د نړۍ په سیاست کې اغېزناکه وموندله. خو سره له دې هم وایي، که کوم خپروونکی یې کتاب له سانسور پرته په فارسي او پښتو ژبو چاپ کړي، ورسره موافقه ده.
د مرسل سیاس لپاره د یوې ځوانې ښځینه لیکوالې په توګه د ادبیاتو نړۍ ته لار موندل «سخت» دي، خو وايي چې فرانسوي لوستونکو د دې د کار ستاینه او هرکلی کړی دی. هغه د بهرنیو مخاطبانو لپاره د کتاب ارزښت په دې کې بولي چې وحشتناک او ټکان ورکوونکي کیسې په سخته ژبه لیکل شوي څو د مېرمنو مسأله یو ځل بیا رابرسېره شي او ټول یې درک کړای شي.
د سياس په اند ټولنه دغو روایتونو ته اړتيا لري او په تاريخ کې د هغو د ثبتولو لپاره بايد په تکرار سره بیان شي. هغه روایتونه چې باید ولیکل شي، څو راتلونکي نسلونه د کتاب په لوستلو او د خپلو میندو په لیدلو سره تر تاوتریخوالي لاندې تاوتریخجن را لوی نه شي او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
له څنګه چې هغه ځان روایتګره بولي، لېواله ده چې ډېر څه ولیکي؛ ځکه د هغې په باور افغان ښځې خپله ورځ له تاوتریخوالي او تبعیض سره پیلوي. سیاس روایت لیکنه د خپل اعتراض بڼه ګڼي او د کیسو یوه ټولګه او یو ناول یې تر کار لاندې دي چې د افغان ښځو د ژوند له ټولنیز واقعیتونو پنځول شوي دي.
هغه د ښځو په برخه کې کار په ځانګړې توګه په افغانستان کې د شته ځپونکي رژيم په شتوالي کې کافي نه ګڼي. د هغې په وينا، د برابرۍ ترلاسه کولو ته اوږده لاره پاتې ده او ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو وضعيت مخ په خرابېدو دى. سیاس پوهیږي چې روایت لیکنه او سکونډل د تړلو او بې پروا ذهنیتونو لپار دي او بالاخره د یو شوک په څېر تاوتریخجنه ټولنه لړزوي.
هغه له هغو نجونو چې په جلاوطنۍ کې دي، غواړي چې لیکلو ته مخه کړي او د جنسیت پر بنسټ کېدونکي ظلمونه ولیکي، څو ټول پوه شي چې هغوی څنګه ځپل کیږي او نړیوال یې ننداره کوي. هغه د داسې روایتونو لیکل مستند کول بولي، څو په تاریخ کې د هغو په ثبتولو سره یو روښانه راتلونکی وټاکي او په هغو په اتکا سره د افغانستان د کړېدلو ښځو د حقونو پوښتنه وشي.