۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر له افغانستان سره د سویډن د مرستو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
اوچا چهارشنبه د وري پر ۲۴ ویلي، چې سویډن له افغانانو سره ۷۰ میلیونه کرونه مرسته زیاته کړې ده.
۷۰ میلیونه کرونه چې معادل یې ۷٫۲ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، د سویډن له لوري د افغانستان لپاره د ۲۰۲۲ کال بشردوستانه صندوق ته وکړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د دغو مرستو مننه کړې او یادونه یې کړې، چې له افغانستان سره د مرستو دوام اړین دی.
سویډن له ۲۰۱۴ کال راهیسې له افغانانو سره نږدې ۸۲٫۲ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.