د تالقان او کوکچې اړخ کې د پرتو ولسوالیو سړک په تخار کې یوه له ګڼې ګوڼې ډکه لار ګڼل کېږي. دا سړک چې ۱۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د دغه ولایت خواجه بهاوالدین، رستاق، چاهاب، دشت قلعه، ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ د تخار له مرکز تالقان سره نښلوي.
دا سړک د جمهوریت پر مهال د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له کبله له پامه لوېدلې وه او د بیارغونې لپاره یې هېڅ ګام نه و پورته شوی.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي ادعا کوي چې د پخواني حکومت پر مهال یې د دغې لارې د بیارغونې او پخولو لپاره څو وارې لاریونونه کړي چې په پاېله کې د یاد حکومت په وروستیو میاشتو مالیې وزارت د کوکچې غاړې سړک جوړولو لپاره د ۵۵ میلیارده او ۸۵۰ میلیونه او ۳۸ افغانیو په ارزښت بودیجه ځانګړې کړه او د رغونې کار یې پېل شو.
د کوکچې غاړې اوسېدونکي وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه سړک د رغونې چارې په ټپه درېدلې وې. هغوی د تالقان – کوکچې غاړې خراب سړک ته په اشارې وايي، څرګنده نه ده چې تر کومه به بېپامي او بېعدالتي زغمي.
حامد د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ یو اوسېدونکی دی چې پر دې سړک تګراتګ کوي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې له ۲۰ کالو بېپامۍ وروسته د پخواني حکومت له سقوط یو کال وړاندې د کوکچې غاړې سړک د رغونې چارې پېل شوې؛ خو په خبره یې، طالبانو د دغې لارې د بیارغونې مخه نیولې وه.
د دشت قلعه ولسوالۍ دا اوسېدونکی وايي: «د کوکچې غاړې سړک له پخېدو سره د دغو ولسوالیو اوسېدونکو ته د اړینو اسانتیاو ترڅنک ګڼې اقتصادي او ټرانسپورټي اسانتیاوې هم رامنځته کېږي. له بده مرغه د دغه سړک د پخولو چاره د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ټپه ودرېده او تراوسه یې چارې بېرته پېل شوې نه دي.»
حامد د دغه سړک له خرابوالي او د موټرو له لوړې کرایې سر ټکوي او وايي چې خلک د نورو موسمونو پرتله په ژمي او پسرلي کې د سړک د خرابوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس ګریوان وي.
بلال چې د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پر دې لارې تګراتګ کوي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د طالبانو ډېری چارواکي او قومندانان د کوکچې هاخوا ولسوالیو اوسېدونکي دي چې له پخوانیو پوځیانو سره په مخامخ جګړه کې هم ښکېل و. د هغه په خبره، دغو طالب چارواکو د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د دغه سړک د بيارغولو ژمنه کړې وه؛ خو په خبره یې، درې کاله تېر شول او لا يې هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.
د خواجه غار ولسوالۍ دا اوسېدونکی زیاتوي چې هر کال د سړک خرابوالي له کبله ډېری ناروغان روغتون ته په وخت نه رسېږي چې په خبره یې، له همدې کبله خپل ژوند بایلي. نوموړی وايي: «دمګړۍ طالبان په کلني ډول د چاهاب او دشت قلعه ولسوالیو د سرو زرو له کانونو میلیونونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي؛ خو د کوکچې غاړې سړک رغولو لپاره هېڅ ګام نه پورته کوي.»
په تخار کې ځايي طالب چارواکي هم د تالقان – کوکچې غاړې سړک د پخېدو چارو د درېدو خبره مني او وايي چې د دغه سړک د رغونې چارو د پېلېدو لپاره یې هڅې روانې دي. د هغوی په خبره، د سیمې اوسېدونکو ستونزې یې له مرکزي چارواکو سره شریکې کړې دي.
په تخار کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس امیرخان حذیفه وايي چې د کوکچې غاړې د سړک پخولو قرارداد وروستۍ ځل د څلور میلیارده افغانیو په ارزښت له یو خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی و چې د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله، قراردادي شرکت تخار پرېښی چې په خبره یې، له همدې کبله د سړک رغولو چارې نیمګړې پاتې شوې.
دا ځايي طالب چارواکی وايي چې پروسږکال یې د کوکچې غاړې سړک ستونزې له مرکز سره شریکې کړې دي او په وینا یې، ټاکل شوې چې سږکال یې د رغونې چارې پېل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د کوکچې غاړې سړک د رغولو چارو د درېدو ترڅنګ په تخار کې د ورسج – پنجشېر سړک د پخولو په ګډون د لسګونو نورو وړو او لویو پروژو چارې هم درېدلې دي او تراوسه څرګنده نه ده چې څه وخت به پېل شي.