۸صبح، تخار: په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو په دغه ولایت کې له یو صراف څخه ۱۰ میلیونه افغانۍ او شپږ زره ډالر غلا کړي دي.
د تخار په دشتقلعه ولسوالۍ کې سیمېییزې سرچینې وايي چې شنبه د وري پر ۲۵مه ۱۰ وسلهوال طالبان په دې ولسوالۍ کې د یو صراف کور ته ننوتي او وهلو ټکولو وروسته يې له هغه نغدې پيسې وړي دي.
باوري ځايي سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي چې دا صراف رحيمالله قرلق نومېږي او د تخار د دشتقلعه ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، قرلق د یادې ولسوالۍ یو پېژندل شوی صراف دی چې له ۹ کلونو راپدېخوا یې صرافي کوله.
ویل کېږي چې د غلا شویو پیسو ډېره برخه له دې صراف سره د خلکو ساتل شوې پیسې وې.
د تخار طالب سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د هېواد پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د صرافانو د وژل کېدو او د هغوی د پیسو غلا ورته پېښې شوې دي.