پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، تر بل هر وخت د دې هېواد د وګړو د ژوند په ټولو اړخونو کې د ستړيا او بې وسۍ نښې په ښکاره توګه لیدل کېدای شي. هرڅوک ستړي او ستومانه دي او وضعیت په داسې ډول پر مخ روان دی چې فکر کوې په ژوند کې دې هرڅه له بندون سره مخ شوي او نور هیڅ هیله نشته. د یوې ترهګرې ډلې په شتوالي کې چې پر هر څه یې نفوذ کړی او هڅه کوي ان له خلکو د ازادې ساه اخیستنې فرصت هم واخلي او له بلې خوا نړۍ عملاً د افغانستان په نوم هېواد هیر کړی او غواړي که د غیر رسمي تعامل له لارې هم وي، له طالبانو سره کار وکړي، د هیلې د خبرې کول که احمقانه نه وي، ډیر خیالي او غیر واقعي خو دي. خو دا خواشینوونکی او ناهیلوونکی وضعیت په موږ پورې محدود دی، نه د ترهګرو او د هغوی په ملاتړو پورې. هغه څوک چې له هیلو ډک دي، حق لري چې خوشبین وي ځکه چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د دوی له هیلو سره سم روان دی او هر څه د طالبانو او د هغوی د ملګرو په ګټه تنظیم شوي دي. په داسې یوه حالت کې د ترهګرو لپاره هیله مندي او خوشبیني طبیعي ده. په بله وینا، په اوسني له ناورینه ډک حالت کې یوازې ترهګر ستړي شوي او ستومانه شوي نه دي او تصور کوي چې د پخوا پرتله تازه والی او هوساینه احساسوي. د نورو خلکو ونډه چې د طالبانو تر وحشت لاندې ژوند کوي، یوازې ناورین، ستړیا، بې وزلي، ناکامي او بې وسي ده.
دا سمه ده چې د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط ناڅاپي نه و او هغه مهال پیل شو چې هر څه ښه برېښېدل او خوشبیني ډېره وه. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ مه د کرزي- غني د جعلي جمهوریت پر اډانې د غشې لګېدو د ټولو له څېرو نقاب لېر کړ. د اګست تر ۱۵ پورې د بد واقعیت یوازې پر یوه برخه پوهیدو او موږ لا هم په بشپړ ډول له توهمه خلاص شوی نه و. موږ پوهیږو چې د لوېدیځوالو په ملاتړ حکومت په فساد او بې کفایتۍ کې ډوب دی. په هرصورت، هیچا دا تمه نه لرله چې یاد شوي حکومت به په دومره اسانۍ سره راوپرځېږي چې د اګسټ پر ۱۵مه یې شاهدان وو. د نادولتي ادارو پر فساد هم ښه پوهېدو؛ خو بیا هم دا ګنګوسې وې چې ښايي هغوی به دومره فاسد او دروغجن نه وي لکه څنګه چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط څو میاشتې وروسته مو په عمل کې تجربه کړل. ان ډیر هوښیار او ځیرک انسانان په ځانګړې توګه په سختو او کړکېچنو شرایطو کې په اسانۍ سره د درغلګرو او دوکه کوونکو لخوا غولول کیږي؛ دغو غلو چې شل کاله یې د بشري حقونو، ډيموکراسۍ او د بیان د ازادۍ د دفاع په پلمه څومره چې کولای شوی د بهرنیانو پیسې جیب ته کړې او ان د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته یې د وتلو په بهیر کې هم له رامنځته شوي فرصته د ځان او خپلو کورنیو په ګټه استفاده وکړه. یوازې په کړکېچنو شرایطو کې واقعیتونه په بشپړ او پرېکنده ډول خپل ځان ښيي.
د کابل له سقوط وروسته په کړکېچنو او له ناورینه ډکو ورځو کې د هغو فاسدو، دروغجنو او خاینانو له څېرو سره اشنا شوو چې پخوا یې د انسانیت، ملګرتیا، انسان دوستۍ، عدالت خوښونې او فساد نه منلو نقابونه پرمخ راښکته کړي وو او ځینې کسان یې دومره اغفال کړی وو، چې د اګست له ۱۵مې وروسته یې هم تصور کاوه چې د هغوی حساب د نورو له حسابه جلا دی. خو هغه څه چې موږ د کابل له سقوط وروسته ورسره مخامخ شو دردناک، تر یوه بریده حیرانوونکی او مایوسوونکی وو. د طالبانو له واکمنېدو د څه باندې دوه نیمو کلونو له تېرېدو وروسته، ټولو خپل ذات او واقعي ضمیر وښود. له مفسدو، ریاکارو او خاینو سیاستوالو او چارواکو نیولې تر مدني فعالانو او د رسنیو له فریبکارو او ونډه اخیستونکو خاوندانو پورې. د طالبانو په لاس د کابل د سقوط یوه ګټه دا وه چې ټول توهم له منځه ولاړ او د ريښتینولۍ او ایماندارۍ درواغجنې نندارې خپل ځای تر ډېره بریده د واقعیتونو نندارې پرېښود. ان هغو کسانو چې تصور یې کاوه، چې د طالبانو ډله د پخوا په څېر نه ده او بدله شوې ده، اوس یې په ژوره توګه دا خبره احساس کړه چې دا ډله د بدلون وړ نه ده.
نو د طالبانو د واکمنېدو ګټه دا ده چې نور به لږ خلک د ملګرتیا او انساني وجدان د توهم په لومه کې راګیر نه شي. دا په واقعیت کې ګټه نه ده، دا د باور د ناورین وروستی پړاو دی، هغه ناوریني چې داسې نه برېښي په اسانۍ سره له منځه ولاړ شي. یو بشپړ فاسد او جعلي نظم چې لویدیځوالو یې په جوړولو کې لوی رول درلود، د ژوند په ټولو برخو کې د فساد د خپریدو او بنسټیز کېدو لامل شو او داسې ټولنه یې جوړه کړې وه چې دروغ او ریاکاري یې بنسټیز بنسټونه و. زورواکو او دولتي چارواکو ډېر دروغ ویل او بې له دې چې لږ بیه یې پرې کړي، فساد یې کاوه. اوس چې طالبان واک ته رسیدلي، د ټولنې په عمومي وضعیت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او یوازې فاسد او دروغجن واکمنان بدل شوي دي. زاړه غله تللي او نوي غله راغلي دي. البته، په دې توپیر سره چې په هغه فاسد او کړکېچن جمهوریت کې لږ تر لږه د ساه اخیستلو او د شته وضعیت پر وړاندې د اعتراض کولو لپاره یو څه کړکۍ پرانېستې وه، خو په طالباني امارت کې دا کړکۍ هم د خلکو پر مخ تړل شوې ده. خو دا حالت به ژر یا وروسته له منځه ولاړ شي. بد او کړکېچن حالت د بل هر حالت پرتله ډیر زیانمنونکی دی او تلپاتی نه وي.
اوسمهال ترهګر د افغانانو د بې باورۍ، ستومانۍ او ناکامۍ له ناورینه په ګټې اخیستنې سره شته ناورین ته څومره چې کولای شي ببوزی وهي. خو کله چې طالبان ستړي شي او د ستړیا او بې وسۍ منلو ته اړ شي، وضعیت به بدل شي. خلک باید د انزوا د منلو او ستړيا او ناکامۍ ته د غاړې اېښودو پرځای دا بد احساس مقابل لوري ته انتقال کړي، نه دا چې پخپله ځان مات کړي. د طالبانو د زیاتیدونکو جنایتونو پر وړاندې ستړیا او چوپتیا نه یوازې دا چې کارنده نه ده، بلکې ترهګر لا زیات هڅوي. باید د تروریزم په لاس د افغانستان د «فتحې» بیه لوړه کړو. دې موخې ته د رسېدو لاره دا ده چې له هرې ممکنې لارې له طالبانو سره مقاومت وشي.