د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په کابل کې د طالبانو له خوا لګول شوې امنیتي کمرې د جرمونو او جنايي پېښو په کمولو کې ډېرې اغېزناکې نه دي ثابتې شوې. د دوی په وینا، د برېښنا پرچاوي، د کمرو له کاره لوېدل او د تصویرونو ټیټ کیفیت د دې لامل شوی چې غله د طالبانو له امنیتي کمرو وېره ونه لري. د غلاوو په قضیو کې د طالبانو همکاري او لاس لرل هم، په کابل کې د غلاوو د زیاتېدو له نورو لاملونونه بلل کېږي. د کابل اوسېدونکي وايي، غله د امنیتي کمرو د برېښنا مزي پرې کوي او بیا په ډاډه زړه غلاوې کوي.
د کابل اوسېدونکې اقلیما وايي: «یوازې زموږ په کوڅه کې څلور امنیتي کمرې نصب شوې دي او زموږ ته نږدې بلاک کې هم څو کمرې شته، خو ډېری وخت برېښنا نه وي او کمرې کار نه کوي. د کمرو د لید ساحه هم محدوده ده او نه شي کولای ټوله سیمه تر پوښښ لاندې راولي. غله هم د غلا پر مهال خپل مخونه پټوي او کمرې نه شي کولای هغوی په سمه توګه ثبت کړي؛ باید د خلکو د امنیت د ساتلو لپاره لا اغېزناکې لارې چارې په پام کې ونیول شي.»
د کابل بله اوسېدونکې شفیقه وايي: «زما له کوره غلا وشوه او ټول مال او شتمني مې یې یووړل شوه. په کوڅه کې امنیتي کمره نصب شوې ده، خو کله چې مو د هغې تصویرونه ولیدل، د غله څېره هېڅ نه ښکارېده. غله ځکه په ډاډه زړه غلاوې کوي چې څېرې یې په کمره کې نه پېژندل کېږي او خلک هم نور طالبانو ته مراجعه نه کوي؛ ځکه پوهېږي چې قضیه په سمه توګه نه څېړل کېږی.»
د کابل بل اوسېدونکی صدیق عمر وايي: «امنیتي کمرې د امنیت د ټینګښت او د جرمونو او غلاوو د مخنیوي لپاره یو عصري سیسټم دی او په کابل کې یې تر یوه بریده نصبولو پایله ورکړې ده؛ په ځینو مواردو کې د کمرو تصویرونه د ثبوت په توګه کارول شوي او مجرمان نیول شوي دي. خو د بنسټیزو امکاناتو کمزورتیا، په ځانګړي ډول د برېښنا پرچاوي، د کمرو بند پاتې کېدل او د دې سیسټم د کنټرول او ساتنې لپاره د ځانګړو کارکوونکو نشتوالی د دې لامل شوی چې په ډېرو مواردو کې لازم اغېز ونه لري. که دغه بنسټیز امکانات پیاوړي شي او د کمرو د کنټرول لپاره ځانګړې برخه جوړه شي، له دې سیستمه په لا اغېزناکه توګه ګټه اخیستل کېدای شي.»
طالبانو په تېرو څو کلونو کې د امنیت د ټينګښت په پلمه، په ډېرو مواردو کې امنیتي کمرې په جبري ډول او د خلکو په لګښت نصب کړي دي. هغه مهال، په هغو سیمو کې چې طالبانو امنیتي کمرې نصب کړې وې، د سیمې اوسېدونکو د خپل خوندیتوب د نشتوالي او د شخصي حریم د نقض په اړه شکایتونه کړي وو. خو طالبانو د جرمونو د مخنیوي په ادعا سره دغه بهیر جبري کړ. اوس لیدل کېږي چې د دغو امنیتي کمرو نصب هم د جرمونو په کمولو کې چندان اغېزناک نه دی تمام شوی.
بښنې نړیوال سازمان تر دې مخکې د طالبانو له خوا د امنیتي کمرو د پراخ نصب په تړاو خبرداری ورکړی او دا یې پر خلکو د څارنې د پراخېدو یوه بېلګه بللې وه.
د بشري حقونو څار سازمان هم په افغانستان کې د معلوماتو د خوندي کولو لپاره د مشخصو قوانینو نشتوالي ته په اشارې سره، د پراخې څارنې د پایلو او د خلکو د معلوماتو د احتمالي ناسمې کارونې په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، په دغو اندېښنو کې د خلکو د تعقیبولو، پر راټولېدنو د څارنې او د څېرو د پېژندنې له وړتیا څخه د خلکو د عمر، جنسیت، ږیرې لرلو او ماسک اغوستلو په څېر ځانګړنو پر بنسټ د هغوی د ډلبندۍ لپاره د ګټې اخیستنې احتمال هم شامل دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوې دي چې ډېری یې د دغه ښار له ګڼې ګوڼې ډکې او مهمې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.


