۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې په پکتیا کې د نجونو د متوسطې او لیسې دورو ښوونځیو د پرانیستو په اړه کره معلومات نه لري.
هغه نن سه شنبه د وږي پر ۱۵ رسنیو ته ویلي، چې په پکتیا کې به له پلټنو وروسته په ډاګه شي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي په کومو تدابیرو او د چا په امر پرانیستل شوي دي.
هغوی زیاته کړه: «د ښوونځیو بیا پرانیستل د پوهنې وزارت له خوا اعلانېږي. کله چې د ښوونځیو د بیا پرانیستو اجازه ورکړل شي ټولو ولایتونو کې به په یوه ډول ښوونځي پرانیستل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزي تېره ورځ ویلي و، چې د نجونو ښوونځي د ښوونځیو د مدیرانو په غوښتنه پرانیستل شوي او د طالب چارواکو له خوا په دې اړه کوم امر نه دی ورکړل شوی.
پکتیا کې ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، پر طالبانو د خلکو دوامداره فشارونه د دې لامل شوي، چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي له څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د نجونو پرمخ پرانیستل شي.
د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه د پکتیا ولایت د ځايي مسوولانو او د طالبانو د پوهنې وزارت له خوا نه ده شوې بلکې له یوه کال وروسته د ښوونځیو د مدیرانو او د کورنیو پرله پسې فشارونه د دې لامل شوي، چې نجونې بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په تېر یوه کال کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې دي.