د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو رسمي سفر په لړ کې د عراق پلازمېنې بغداد ته رسېدلی دی.
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې اردوغان دوشنبه د اپريل پر ۲۲مه عراق ته رسېدلی او د بغداد په هوايي ډګر کې د دغه هېواد لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني او ځینو نورو چارواکو له لوري یې هرکلی شوی دی.
له اردوغان سره په دې سفر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا، د دفاع وزیر یاشار ګولر، د سوداګرۍ وزیر عمر بولات، د ټرانسپورټ وزیر عبدالقادر اورال اوغلو، د کرنې وزیر ابراهیم یوماقولي، د طبیعي سرچینو او انرژۍ وزیر الپ ارسلان بایراکتار، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارتباطاتو مدیر فخرالدین التون او د نوموړي جګپوړی سلاکار اکیف چاغاتای قلیچ دي.
د ترکیې ولسمشر به په دې یو ورځني سفر کې د عراق له ولسمشر عبدالطیف رشید او د دغه هېواد له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره کتنې ولري.
ټاکل شوې په دې سفر کې به اردوغان او السوډاني یو خبري کنفرانس ته خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به ځينې هوکړې هم لاسلیک شي.
ورته مهال، اردوغان به عراق ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد اربیل ته هم لاړ شي.
انقره او بغداد نږدې اړیکې پالي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ترکیې د عراق په خاوره کې د کوردستان ګارګرو ګوند(PKK) پر جنګیالیو هوايي ګوزارونه کړي دي.