په ننګرهار کې د نارنج ګل سږنۍ مشاعره او مېله له یو شمېر نوښتونو سره جوړه شوه.
دغه مشاعره چې سږکال د جلالاباد ښار د عدم تشدد ستر سرلاري پاچا خان بابا په مزار کې جوړې شوې وه د هېواد له ګوټ ګوټ او له هېواد بهره ورته ګڼ شمېر شاعران، اديبان او فرهنګيان رابلل شوي ؤ.
د مشاعرې له ځایه بهر بیا ځینو نیوکې درلودې چې «د ننګرهار د سې شنبې ورځې پېښه او مقبره کې ساز او اواز»، خو مشاعره کې د دغې پېښې یادونه وشوه او ټولو يې په اړه خپله خواشيني څرګنده کړه.
د يادونې وړ ده چې د روان کال د وري مياشتې د وري په لسمه د سې شنبې په ورځ، يعنې د نارنج ګل مشاعرې په ورځ په ننګرهار کې د ګوزڼ کمپاين درې واکسيناتوراتې په جلالاباد ښار کې په دوو بېلابېلو بريدونو کې ووژل شوې.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د نارنج ګل مېلې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د ولسمشر غني پیغام ولوسته او د ننګرهار د سې شنبې ورځې پېښې د قربانیانو کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د ننګرهار والي په خپلو خبرو کې وويل: «پر ښځو برید کول نهایت بزدلانه او نه بښونکی عمل دی. هغوی چې برید یې کړی، د پښتونولۍ، انسانیت، افغانیت او اسلام څخه ناخبره او یوازې ترهګر او جنایت کاره دي.»
هغه هیله وکړه چې شاعران دې د اسلامي، ملي او انساني ګټو او حقوقو لپاره دغه ډول بزدلانه کړنې وغندي او د ملي ګټو، سولې، فرهنګ، ابادۍ لپاره دې په خپلو شعرونو کې فکر جوړونې ته کار وکړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس رحیم الله خوږیاڼي وویل چې، د نارنج ګل سږنۍ دودیزې مېله او مشاعرې ته مو يوه نوې بڼه ورکړې، چې د مشاعرې ترڅنګ دودیزې، فرهنګي او ټولنیزې نندارې او د سندرغاړو کنسرټونه او د تیاتر نندارې هم پکې شاملې شوې دي.
د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره د هېواد نوموتي سندرغاړي جاوېد امرخېل په غږ د غزل په ویلو سره پیل شوه. له هغې ورورسته مخکښو شاعرانو بازمحمد عابد، محبوب شاه محبوب، بخت زاده دانش، ممتاز اورکزي، رمضان صایم، ضیاالدین همت مل، جاوېد دلدار، عزت الله ځواب او ګڼو نورو خپل شعرونه دکلمه کړل او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوه.
د نارنج ګل سږنۍ مشاعره د نورو کلونو سره په ښکاره توپیر او خلاف، ماښام ترسره چې د امنیت له پلوه یې اندېښنې لرلې، خو له کومې جدي پېښې پرته پايته ورسېده..
د هېواد په ختیځ ننګرهار کې د «نارنج ګل ملي مشاعره»، شمال زون کې د «ريدي ګل ملي مشاعره» او «شمال دوديزه کلنۍ مشاعره»، په ميدان وردګو کې «مڼې ګل مشاعره»، کندهار کې د «انار ګل مشاعره» هغه دودېزې میلې او مشاعرې دي چې د هر لېږديز لمريز کال په پیل او د پسرلي په لومړیو ورځو کې ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده چې د نارنج ګل لومړنۍ مېله او مشاعره په ۱۳۴۴ لېږديز لمريز کال کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د پښتو ټولنې په نوښت په رسمي بڼه د وري په ۱۹مه نېټه د جلالاباد ښار سپين غر هوټل کې تر سره شوې وه.