اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو ارزول

لیکوال: شیرمحمد فرخ
ژباړن: م. ظریف. صمیم
افغانستان له هغو ۴۸ هېوادونو څخه دی چې اروپا ته صادرات کولی شي. دا سیمه د ۵۰۰ میلیونه وګړو په لرلو سره چې د پېرلو لوړ ځواک لري د نړیوال تجارت لپاره یو مناسب بازار ګڼل کېږي. اروپا ته د افغانستان ترټولو مهم صادرات غالۍ، زعفران، وچه مېوه، ګرانبیه ډبرې او کرنیز محصولات دي. خو له ګاونډیو هېوادونو د ورته توکو صادراتو ته په پام سره، افغانستان له سیالۍ ډک دغه فرصته څه ډول ګټه پورته کړې ده؟ په دې لیکنه کې دا موضوع ارزوو.
د مخ پر ودې او لږ پرمختللو هېوادونو د اقتصادي بهیر د پراختیا په خاطر، د سوداګرۍ نړیوال سازمان د GSP په نوم پروګرام تصویب کړی چې پربنسټ يې مخ پر ودې هېوادونه کولای شي پرمختللو هېوادونو ته صادرات ولري. په همدې چوکاټ کې، اروپايي ټولنې له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته د اي بي اې یا ((Everything but Arms په نوم پروګرام پیل کړ. افغانستان چې د ملګروملتونو سازمان د نوملړ پربنسټ یو لږ پرمختللی هېواد دی، د EBA د پلان په چوکاټ کې خپل ټول صادراتي توکي په صفر تعرفې او کم محدودیت سره اروپا ته صادرولی شي. په دغه چوکاټ کې یوازې د وسلو صادرات منعه شوي دي.
خو له دغه فرصته د افغانستان ګټه اخیستل له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ کال پورې د هغو نورو هېوادونو په پرتله چې د نوموړي پروګرام پر بنسټ اروپا ته صادرات لري، ارزول کېږي. د لازیات وضاحت لپاره د افغانستان صادراتي توکي له درېیو هېوادونو سره چې له اي بي اې پروګرامه یې پراخه ګټه پورته کړې پرتله کوو. بنګلادېش په لومړي سر کې دی او په لږ پرمختللو هېوادونو کې یې اروپا ته تر ټولو زیات صادرات کړي دي. له هغې وروسته کمبودیا او موزامبیک دي چې د اقتصادي وضعیت او وګړو د شمېر له پلوه له افغانستان سره د پرتلې وړ دي. خو د EBA پروګرام له مخې له دغو درېیو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو ارزښت ډېر کم دی.
د سویلي آسیا له هېوادونو بنګلادېش او کمبودیا اروپا ته تر ټولو زیات صادرات لرلي دي. ددغو دوو هېوادونو صادراتو ته په کتو، دې پایلې ته رسېږو چې د دوی مهم صادراتي توکي جامې او نور دې ته ورته محصولات دي. دغه هېوادونه په پراخه کچه تولید او د نړیوالو ستندردونو په رعایتولو سره، اروپا ته مهم صادروونکي دي.
اروپا ته د افغانستان صادراتي توکي یوازې څو قلمه لکه وچه مېوه، زعفران او ګرانبیه ډبرې دي خو سره له دې ۲۰۱۹ کال په اویا میلیون ډالرو سره اروپا ته د افغانستان د صادراتو لپاره تر ټولو ښه کال ګڼل کېږي. له بلې خوا، د ۲۰۱۹ کال شمېرې ښيي چې اروپا ته د اویا میلیون ډالرو له صادراتو سره سره، په دې کال کې له اروپا څخه د وارداتو کچه د ۱۳۶ میلیون ډالرو په اندازه وه.
د EBA پروګرامونو له مخې، اروپا ته د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره، افغانستان کولای شي د هغو هېوادونو صادرات تجربه کړي چې له دغه پروګرامه په استفادې سره د صادراتو په برخه کې په لومړي سر کې وو. اروپا ته د بنګلادېش او کمبودیا صادرات تراوسه هم یو شان دي. دغه دوه هېوادونه په پراخه کچه جامې صادروي. دغې تجربې ته په پام سره، افغانستان کولی شي ټول هغه محصولات چې اقتصادي ګټه یې زیاته ده، د اروپا په ستندرد سره دغې سیمې ته صادر کړي. لکه څنګه چې د بنګلادېش په اړه لیدل کېږي، له چین وروسته اروپا ته تر ټولو زیاتې جامې صادروي.
په همدې توګه موزامبیک چې یو لږ پرمختللی افریقايي هېواد دی، اروپا ته المونیم او نور کاني توکي صادروي. یوازې المونیم اروپا ته د دغه هېواد د کلنیو صادراتو شپېته سلنه جوړوي.
خو هغه څه چې افغانستان له درېیو یادو شویو هېوادونو سره په توپير کې راولي، جغرافیايي موقعیت او په وچه کې راګیر والی یې دی. یاد هېوادونه هر یو د خپلو سمبال سمندري بندرونو له لارې خپل سوداګریز توکي د اروپا ارزښتمنو بازارونو ته صادروي؛ په داسې حال کې چې افغانستان یوازې د کراچۍ بندر او یا هم د هوايي دهلېز له لارې صادرات لري. د افغانستان د صادراتو دواړه لارې محدودې او زیانمنونکې دي.
همداراز، افغانستان له بلې ستونزې سره مخامخ دی، هغه څه چې یو شان توکي بلل کېږي د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې تولید او له لازیاتو امکاناتو سره اروپا ته صادرېږي. د بېلګې په توګه پاکستان، هند او ایران په لاس جوړو شویو غالیو په صادراتو کې مخکې دي او په دې برخه کې د اروپا بازارونه په واک کې لري.
په لنډه توګه، پراخ تولید، د اروپايي ستندردونو رعایتول او غوره ترانسپورتي سیسټم له افغانستان سره له EBA پروګرامه د ښې ګټې اخیستو په برخه کې مرسته کولای شي. د پورتنیو عواملو ارزول که څه هم د الفاظو په چوکاټ کې کوچني ښکاري؛ خو په عملي کولو کې یې جدیت، وخت او کافي سرچینو ته اړتیا ده.