د افغانستان نژدې اتیا سلنه برېښنا له شمالي ګاونډيو هېوادونو تامینېږي. شل سلنه هم په کور دننه چې زیاتره برخه يې د اوبو بندونو له لارې برابرېږي. په تېرو شلو کالو کې په کور دننه د برېښنا د تولید په موخه د اوبو بندونو جوړولو ته هغسې کار ونه شو، چې پکار و. که څه هم دلیل راوړل کېږي، چې د اوبو بندونو جوړول اوږد وخت او زیات لګښت ته اړتیا لري؛ خو په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شل کلنو مرستو ته په کتو، په دې برخه کې لږ تر لږه تر یوې کچې د برېښنا په ځان بسیاینه کې يې مرسته کولی شوای. افغانستان برېښنا له اوزبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه پېري، چې ډېره برخه يې له اوزبکستانه دغه هېواد ته واردېږي. دمګړۍ افغانستان هر کال همدغو هېوادونو ته د برېښنا د پېر په بدل کې نژدې ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکوي.
«زموږ اوبه د زرگونو ميگاواټ برق د توليد او صادراتو وړتیا لري، چې افغانستان تر عربي خليجي هېوادو پياوړى کولى شي. دوى که تيل لري؛ نو موږ خوږې اوبه لرو.» خو افغانستان دمګړۍ له خپلو داخلي سرچینو چې د اوبو او لمرینه برېښنا پکې راځي، یوازې پنځه سلنه یې کاوري او همداراز یوازې شل سلنه په کوردننه برېښنا تولیدېږي، چې دا د افغانستان د اړتیا په نسبت خورا کمه ده. دا برېښنا نغلو، ماهیپر، کجکي، سروبي او درونټه بندونه پوره کوي؛ خو ټول افغانستان څه دپاسه ۷۵۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
د شمېرو له مخې، افغانستان د خپلو اوبو له لارې د ۲۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. د اوبو تر څنګ افغانستان د بادي او لمرینه برېښنا هم تولیدولی شي، چې ۲۲۰ زره لمرینه او ۶۷ زره هم د باد په مرسته برېښنا چمتو کېدای شي. دا د افغانستان برېښنا اړتیا ته په کتو، خورا زیاته ده؛ خو که کار ورته شوی وای یا ورته وشي. افغانستان په هر کال کې چې ۳۶۵ ورځې کېږي، یوازې ۳۰۰ ورځې لمر لري. که څه هم په کلیو او کم شمېر په ښارونو کې له لمرینې برېښنا استفاده کېږي؛ خو دا استفاده منظمه او د یوه پلان له مخې نه کېږي، چې له مخې يې موږ د برېښنا له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږو.
له بده مرغه د افغانستان ډېره برخه کې برېښنا چې له شمالي ګاونډیو هېوادونو برابرېږي، هم په کوردننه کې په عادلانه توګه نه ده وېشل شوې. د هېواد ځینې ولایتونونه په ځانګړې توګه کابل په ژمي کې د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ سره مخ کېږي. په ژمي کې برېښنا ته زیاته اړتیا وي؛ له یوې خوا د برېښنا کموالی او له بلې خوا زیات لګښت د دې سبب کېږي، چې ډېری سیمې په یو شواروز کې زیات وخت برېښنا ونه لري. د جمهوریت پر وخت ډېری هېوادوالو له دې شکایت کاوه، چې برېښنا په عادلانه توګه نه ده توزیع شوې او زورواکي سره له دې چې د برېښنا له درکه پوروړي هم دي؛ خو په وینا يې شپه ورځ برېښنا لري. د ځینو راپورونو له مخې، افغانستان دمګړۍ نژدې ۹۰ میلیونه ډالره د برېښنا له درکه پوروړی دی. ملګرو ملتونو د تېر کال په ډسمبر کې له افغانستان سره د ۸ میلیاردو ډالرو د مرستې په ژمنه کې ویلي و، چې دوی به د افغانستان د برېښنا پورونه هم ورکوي.
تېر کال افغانستان د برېښنا د رالېږدول شوي مزي له کبله له یوې بلې ستونزې هم مخ و. نژدې هره اوونۍ به یوه ډانګه یا برېښنا ستن ویشتل کېده. جمهوریت که څه هم په دې تړاو یوه ورانکاره ډله ونیوله؛ خو بیا هم د ستنو ویشتلو لړۍ روانه وه. دغې ستونزې هم د برېښنا شرکت له مالي زیان سره مخ کړ او هم یې کابل اوسېدونکي او په دې مسیر کې پراته ټول ولایتونه له ستونزو سره مخ کړل؛ ځکه چې په هېواد کې له هرو درېیو کسانو څخه یو کس له برېښنا سره وصل یا په یوه ډول ورته اړمن دی. له دې ورانکارۍ سره داسې راپورونه هم خپاره شول، چې باج اخیستونکي د ستنو د نه ویشتلو په بدل کې له برېښنا شرکت څخه باج یا پیسې غوښتې. اوس چې دا ستونزه یو څه هواره شوې ده، بیا هم وخت ناوخت د څو ورځو لپاره برېښنا پرې کېږي یا خو د تخنیکي ستونزو له کبله، یا هم دا چې افغانستان د یادو شویو هېوادونو پوروړی دی یا هم د ناسم سیاست له وجې د طالبانو سرپرست حکومت يې وخت او شرایطو ته په نه کتلو سره کوي.
له دې انکار نه شو کولای، چې موږ برېښنا ته چې دمګړۍ د اوسني عصر یوه نابېلېدونکې اړتیا ده، اړمن یو. د طالبانو سرپرست حکومت دې لومړۍ په کور دننه د برېښنا پوړوړو څخه پیسې راټولې کړي. که څه هم برېښنا شرکت دا څویم ځل دی، چې پوروړو ته د پور پرې کولو خبرداری ورکوي؛ خو تر اوسه مثبت ځواب نه دی خپور شوی. وړمه ورځ هم دغه شرکت خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړی و. د دې تر څنګ دې د طالبانو سرپرست حکومت تر ډېره کچه داخلي سرچینو ته پام وکړي، ها کار چې په تېرو شلو کلونو کې بابېزه ګڼل شوی دی. له دې کار سره موږ د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا کېدای شو؛ خو تر دې دمه یوه ستونزه دا ده، چې د طالبانو سرپرست حکومت د مشروعیت له بحران سره مخ دي او په کور دننه ملت هم له لوږې او بېکارۍ کړېږي. سمه ده، چې افغانستان د زبرځواکونو هدیره ده؛ خو داسې هدیره چې مړي يې یوازې پخپله افغانان دي. د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو باید له هغو هېوادونو سره نرم چلن وشي، چې د برېښنا په برخه کې ورته اړمن یو. وړمه ورځ د طالبانو سرپرست حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد اوزبکستان او تاجکستان ته خبرداری ورکړ، چې د دوی چورلکې ور وسپاري. د افغانستان او ملت پر مال باید بل هېواد خېټه وانچوي؛ خو په دې برخه کې هم باید له کارنده پالیسي او نورو چینلونو دا موضوع تعقیب شي. پرون د افغانستان برېښنا شرکت وویل، چې اوزبکستان هېواد بې له دې چې مساله له دوی سره شریکه کړي، شپېته سلنه برېښنا یې کمه کړې ده. شرایطو او د سرپرست حکومت دفاع وزیر خبرو ته په کتو، انکار نه شي کېدای چې د وروستیو خبرو په غبرګون به دا کار شوی وي. که څه هم اوزبکستان هېواد د برېښنا د کمښت دلیل نه دی په ډاګه کړی او د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع وزیر د خبرداري په تړاو یې غبرګون ښوولی نه دی. موږ له دې انکار نه شو کوای، چې برېښنا مو د یوه سويچ له آن او آف سره تړلې او هغه هم په شمالي ګاونډیو هېوادونو کې دی. خو تازه د افغانستان برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې له مخې د برېښنا ناڅاپي تګ د تخنیکي ستونزو له کبله بللی و او په وینا يې دا ستونزه حل شوې ده.