۸صبح، کابل: اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول له زدهکړو د نجونو د ممنوعیت په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه په نړۍ کې یو بې مخینې حرکت دی.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه ویلي، چې له لوړو زدهکړو د افغان مېرمنو د بې برخې کولو په تړاو د طالبانو پرېکړه په کلکه غندي.
هغه زیاته کړې: «دا په نړۍ کې یوه بې مخینې کړنه ده چې د افغانانو له حقونو او غوښتنو سرغړونه کوي او افغانستان له ټولنې سره د مېرمنو له مرستو بې برخې کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې ډېرو کورنیو او بهرنیو څېرو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې ده.