۸صبح، بلخ: په بلخ کې ځايي طالب چارواکو ویلي چې په یو کور کې د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
په بلخ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې دا چاودنه سهشنبه د وري پر ۱۴مه د دهدادي ولسوالۍ په همدرد ښارګوټي کې شوې ده.
د یادې قوماندانۍ په خبره، چاودنه هغه مهال وشوه چې د داعش غړي په یو کور کې د ماین پر جوړولو بوخت و.
نوموړې قوماندانۍ زیاته کړې چې وژل شوی او ټپي شوی دواړه د دغه ولایت د کشنده ولسوالۍ اوسېدونکي و.
په پېښه کې ټپي شوی کس د مزارشریف په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
طالبانو له دې وړاندې پرلپسې په افغانستان کې د داعش حضور «پروپاګند» بللی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د داعش یو ځانمرګي بریدګر ۴۵ کسان ووژل او ۵۶ نور یې ټپيان کړل.