۸صبح، کابل: امریکايي چارواکو اعلان کړی، چې د امریکايي سرتېرو لومړی جوپه د زمري پر درویشتمه، کابل ته ورسېده.
رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا سفارت د تخلیې په موخه د اته زره سرتېرو له ډلې یې لومړی جوپه د کابل هوايي میدان ته ورسېده.
د امریکا د دفاع وزارت هم ویلي، د سمندري ځواکونو دوه واحده او د پیاده ځواکونو یو واحد به د زمري پر څلورویشتمه ماښام مهال چې درې زره سرتېري کېږي، کابل ته ورسېږي.
یوه امریکايي چارواکي رويټرز ته ویلي: « هغوي (سرتیري) رارسیدلي، د هغوي راتګ به تر سبا پورې دوام وکړي.»
همدارنګه د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د فورټ براګ شمالي کارولینا یو پوځي ټيم کویټ ته ځي، تر څو د اړتیا پر مهال د کابل د امنیت په موخه په چټکی عمل وکړي.
امریکا د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي او د یادې ډلې له خوا د ځينو ولایتونو تر سقوط وروسته اعلان وکړ، چې افغانستان ته سرتېري لیږي. دغه سرتېري له ملکیانو او د امریکا سفارت د ساتلو په موخه کابل ته لېږل کېږي. بریتانیا هم ویلي، چې ۶۰۰ سرتېري افغانستان استوي.