د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ترسره کېدل، له پاکستان سره د یووالي ښودنه کوي.
د پاکستان لومړي وزیر دوشنبه د مارچ پر ۲۱ پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ناستې ترسره کېدل د ټولې اسلامي نړۍ د استازولۍ غږ بللی دی.
ښاغلي خان ویلي، چې په تېرو کلونو کې دغه سازمان په فعاله توګه د اسلامي نړۍ ګټې او موخې پر مخ بیولې دي.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، چې دغه سازمان د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د تمدونونو، کلتورونو او مذهبونو ترمنځ خبرې اترې او د اسلام اصیل ارزښتونو دودول سوله، عدالت او متقابل درناوي په لټه کې دی.
عمران خان ویلي، چې د اسلام اباد ناسته د نړۍ تاریخ په حساس وخت کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړې، چې په ۱۹۴۵ کال کې جوړ د نړۍ امنیت او اقتصادي جوړښت د یوه لوري له خوا د زور کارولو له امله، یوه نوې «ناوړه جګړه» شوې ده. د هغه په وینا، د کوویډ – ۱۹ له امله په هېوادونو کې نابرابري، وزګارتیا او اب و هوا زیانمنه شوې ده.
ښاغلي خان ویلي، چې د اسلامي هېوادونو د ټکنالوژۍ انقلاب باید په غور سره «نویو واقعیتونو» په لور ولاړ شي او په فعاله توګه د خپلو فردي او جمعي ګټو لپاره نوی نړیوال فعال نظم رامنځته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې دغو موخو ته د رسېدلو لپاره، لومړی باید غړي هېوادونه حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د اصولو له رعایت، د لویو ځواکونو په سیالیو کې له لاسوهنې ډډه، د بین الاسلامي اختلافونو هوارول او له بهرنیو لاسوهنو مخنیوی او د ځان ساتنه وکړي.
ښاغلي خان ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان له عدالت سره د سولې د ځواک په توګه، باید له «بهرني اشغال» څخه د خلاصون لپاره د فلسطین او کشمیر له عادلانه موخو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی: «که څه هم دا موخې بوږنونکي دي؛ خو باور لرم، چې د تاریخ لوری د عدالت اړخ ته کږېږي.»
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې: «پر جمو او کشمېر د هند حل لارې تحمیلي هڅې به د هغه د هویت په غلا کولو، د خلکو په وحشیانه ځپلو او ټولنې پېژندنې په بدلولو له ماتې سره مخ شي.»
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د هند په ګډون له ټولو ګاونډیو سره د دوستانه اړیکو په لټه کې دی.
ښاغلي خان زیاته کړې: «نوی ډیلي باید په نیول شوي کشمیر کې د یو اړخیزو اقداماتو برعکس، له دې جملې د ټولنې بدلونونو او له بشري حقونو د پراخې سرغړونې درولو سره، د پاکستان او کشمیریانو ترمنځ د صمیمي خبرو اترو لپاره شرایط برابر کړي.»
د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې د اسلامي همکاریو سازمان او پاکستان د رول په اړه خبرې کوي، چې هره ورځ یې سیاسي مخالفین زیاتېږی. په تازه مورد کې، یو شمېر سیاسي ایتلافونو له هغه غوښتي، چې د اسلامي همکاریو سازمان له ناستې وروسته له خپلې دندې ګوښه شي.