د اسلاماباد سترې محکمې(IHC) د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشری بيبي ته د دولتي ډالیو قضیه کې اورول شوې ۱۴ کلنه بند سزا ځنډولې ده.
ډان ورځپاڼې دوشنبه د اپریل پر لومړۍ راپور ورکړی چې دا حکم د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د اسلاماباد د سترې محکمې په غونډه کې صادر شوی دی.
د راپور په حواله، عمران خان او د هغه مېرمن د دولتي ډالیو په قضیه کې د اورول شوې سزا له ځنډول کېدو سره سره هم په سملاسي ډول نه ازادېږي؛ ځکه دا دوه کسان په نورو قضیو کې هم تورن دي.
بل پلوه، د عمران خان مدافع وکیل علي ظفر د محکمې له غونډې وروسته ویلي چې اوس «عدالت» پلی وشو.
د یادونې ده چې د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې د پاکستان په راولپنډۍ کې یوې محکمې د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشری بيبي له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي ډالیو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله زندان سزا او د ۷۸۷ میلیونه پاکستانۍ کلدارو په ورکولو محکوم کړي و.