د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې مېرمن یې بشرا بيبي د «بني ګالا» په فرعي زندان کې مسموم شوې ده.
جیو نیوز سهشنبه د اپریل پر ۲مه راپور ورکړی چې عمران خان د دغه هېواد له محکمې غوښتي، اجازه ورکړي چې د بشرا بيبي معاینات دې د هغه د باروي ډاکتر له خوا وشي.
نوموړي زیاته کړې: «زه پوهېږم چې د دې کړنې تر شا څوک دي.»
محکمې خان ته امر کړی چې د بشرا بيبي د طبي معایناتو لپاره لیکلې غوښتنه وړاندې کړي.
ورته مهال، بشرا بيبي هم رسنیو ته ویلي چې په خوړو کې یې خطرناک څاڅکي ګډ شوي و او هغه یې مسموم کړې ده.
هغې زیاته کړې: «سترګې مې پړسېږي زه په سینه او معده کې درد احساسوم.»
بلخوا، د تحریک انصاف ګوند وکیل نعیم حېدر پنجوتا هم ویلی چې په کور کې د نظربندۍ پر مهال د بشرا بيبي روغتیا ناوړه شوې او د ترخو خوړو له خوړلو وروسته یې په خوله کې زخمونه پېدا شوي دي.
د یادونې ده چې د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې یوې محکمې د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بيبي له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي ډالیو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله زندان او نقدي جزا محکوم کړي و.
خو پرون د اسلاماباد سترې محکمې(IHC) بیا د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د هغه مېرمنې ته د دولتي ډالیو قضیه کې اورول شوې ۱۴ کلنه بند سزا ځنډولې ده.