د پاکستان په څپڅپانده تاریخ کې هېڅکله هم وضعیت دومره کړکېچن نه و لکه اوس چې دی. شنونکي پر دې باور دي چې دغه هېواد د خپل لوی نفوس او اټومي ځواک په لرلو سره له خورا کړکېچن وضعیت سره مخ دی. اوسنی وضعیت له اور او ترهګرۍ سره د پاکستان د واکمنانو د لوبې پایله ده، چې بالاخره یې پخپله د دوی لمنه ونیوه او په دردناک ډول د پراخېدو په حال کې دی.
پاکستان په خپل ۷۵ کلن تاریخ کې له تر ټولو سخت سیاسي، امنیتي او اقتصادي ناورین سره مخ دی. دا ستونزې د ملي یووالي د پیکه توب، د جنرالانو له خوا د واک د انحصار، د خلکو د رایو پر بنسټ د ملکي ادارې جوړوېدو ته د فرصت نه ورکولو او په بهرني سیاست کې د افراطیت د کارت د لوبولو له امله دي.
د پاکستان واکمنانو پر افغانستان او هند د فشار راوستو لپاره په زرګونو مدرسې د افراطیت په روزنځایونو بدلې کړې او په رسمي توګه یې د ترهګرۍ ملاتړ وکړ، چې د دغه هېواد ډېر ځوانان یې د افراطیت او مذهبي تفرقې پر ناروغیو اخته کړل. دغې تګلاره ډېرې ستونزې په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره لرلې او د یوه باثباته ملي او ولسواک حکومت په جوړولو کې زموږ د خلکو د هڅو په شنډولو کې اغېزناکه وه، خو د پاکستان د خلکو لپاره یې هم لوړه بیه لرله، په ټول پاکستان کې په ملیونونو خلک د بنسټپالنې او ترهګرۍ په ویروس اخته شوي او ورو ورو په ټول دغه هیواد کې د هر ډول رغنده خوځښت پروړاندې لوی خنډ ګرځیدلي. اوس د زده کړو او کار په ګډون خدماتو ته د پاکستان د خلکو لاس رسی خورا کم شوی او دغه هېواد د وږو، بیکارانو او نالوستو خلکو په یوه لوی پنډغالي بدل شوی دی.
په دې وروستیو کې ترسره شویو ټاکنو نه یوازې دا چې د دغه هېواد پيچلې ستونزې حل نه کړې، بلکې سیاسي کړکېچ او د ملي باور نشتوالی یې لاپسې زیات کړ. د ټاکنو پایلې په ښکاره ډول طراحي او په ډېر ځنډ سره اعلان شوې، خو بیا هم، هغه څه ترې ترلاسه نه شول چې د پاکستان پوځ غوښتل. خلکو په پراخه کچه د پوځ او استخباراتي ادارو پر ضد رایه ورکړه او په ټول پاکستان کې په رایو کې د درغلیو او لاسوهنې پر ضد اعتراضونه اورېدل کیږي. په دغو ټاکنو کې ګڼو سیاسي او مذهبي ګوندونو برخه واخیسته او د عمران خان په مشرۍ پر انصاف ګوند د بندیز د لګېدو له امله د نوماندانو لویې برخې په خپلواکه توګه په ټاکنو کې ګډون وکړ. اصلي سیالي د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند، د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د خلکو ګوند او په زندان کې د پراته عمران خان په مشرۍ انصاف ګوند پورې د تړلو خپلواکو کاندیدانو ترمنځ وه.
ټاکنې په یوه کړکېچن او بې ثباته حالت کې ترسره شوې. له ټاکنو دوه ورځې وړاندې دغه هېواد د خونړیو پېښو شاهد و. په بلوچستان ایالت کې په دوو چاودنو کې تر ۲۵ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. د پاکستان په نورو ایالتونو او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې هم د ټاکنو په درشل کې ناکراریو او ترهګریز بریدونه زور اخیستی و. ډېری دغه بریدونه او ناکرارۍ د پاکستاني طالبانو ډلې ته منسوبېږي، چې د افغانستان د ورانولو لپاره د هغه هېواد د جنرالانو د طالب پالنې پایله ده. خو له ټي ټي پي پرته په ټول دغه هېواد کې ګڼې وسله والې ډلې فعالې او بې وسلې اعتراضونه روان دي، چې دې هرڅه د واکمنانو پر وړاندې جدي ننګونه رامنځته کړې ده.
په پاکستان کې بې ثباتۍ او کړکېچ هغه مهال زور واخیست چې له ملي اسمبلۍ د باور له اخیستو وروسته، د دغه هېواد ولسمشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د ملي اسمبلۍ د منحلولو اعلان وکړ او په پایله کې د عمران خان حکومت چې د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ جوړ شوی و، له منځه ولاړ. له هغه وروسته د عمران خان د انصاف ګوند او د پوځ او استخباراتو د واکمنانو تر منځ ناندرۍ د واټونو سر ته راووتې. د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۳مه، د پنجاب په وزیراباد کې عمران خان په یوه اعتراضي غونډه کې خپلو پلویانو ته وینا کوله چې یوه وسله وال پرې ډزې وکړې. عمران خان له دې بریده ژوندی ووت او یوازې په پښه ټپي شو. خو جنرالانو، پخوانیو ملاتړو او اوسنیو سیالانو هغه زندان ته واچاوه او د هغه ګوند ته یې په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنه کړه.
د عمران خان محبوبیت د خپلې واکمنۍ په وروستي کال کې د انفلاسیون د زیاتوالي او د اقتصادي ودې د کمېدو له امله کم شوی و. دا چاره د دې لامل شوه چې د هغه مخالفین د هغه د لېرې کېدو لپاره کمپاین وکړي او په دې کار کې بریالي شي. عمران خان ویلي دي چې د یوې بهرنۍ دسیسې له امله له واکه لرې شوی دی. هغه ادعا کوي چې امریکا د هغه د حکومت سقوط غواړي.
له پوځ سره د عمران خان اړیکې سیاست ته د هغه له راتلو راهیسې په رسنیو کې مطرح وې. ویل کیږي چې د پوځي استخباراتو چارواکو د حکومت په خپلولو کې له هغه سره مرسته کړې وه او د پاکستان پوځ د هغه وخت د هند او افغانستان له حکومتونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره د نواز شریف د هڅو د بې اغېزې کولو لپاره د عمران خان ملاتړ کاوه. په دې توګه له ۲۰۱۳ کال راهیسې له عمران خانه د پوځ ملاتړ څرګند و.
عمران خان په خپله شاوخوا څلور کلنه واکمنۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو. د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې، د خلکو اقتصادي وړتیا کمه شوه او د فقر کچه لوړه شوه. د تل په څېر پوځ سیاسي او امنیتي تحولاتو ته د تګلوري په ورکولو او د ټاکنو د پایلو طراحي کولو کې ځواکمن رول لرلې او د خپل حکومت په وروستیو کې له پوځ سره د عمران خان اړیکې ښې نه وې. په ۲۰۱۹ کال کې پاکستان د ترهګرو ډلو د تمویل د سرچینو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نه همکارۍ له امله د FATF د مالي اقدام د ډلې په خړ نوملړ کې ثبت شو چې د پاکستان اقتصادي ستونزې او انفلاسیون یې زیات کړ.
د پارلمان له منحل کېدو او د عمران خان د حکومت له ختمېدو وروسته شهباز شریف او له هغه وروسته انوارالحق حق کاکړ د لومړي وزیر په توګه وټاکل شول. دوی هم د دغه هېواد د اقتصادي او سیاسي کړکېچ په حلولو کې پاتې راغلل.
په پاکستان کې د اوسني کړکېچ اصلي لامل له ترهګرو ډلو د دغه هېواد د واکمنانو ګټه اخیستنه او له هغوی ملاتړ دی. د پاکستان پوځ او استخباراتو د سیاسي اهدافو د پرمخ بیولو لپاره له نیابتي جنګیالیو کار اخیستی دی. هغوی په خپله خاوره کې د افغانستان او کشمیر د جګړې لپاره ترهګرو ته پناه ورکوله، روزل او تجهیزول یې او د پاکستان په دولتی بودیجه او ملی عوایدو یې ملا ماتوونکي لګښتونه تحمیلول. په زرګونو افراطي دیني مدرسې د افراطي ذهنیت د جلب او پراختیا د یوې سرچینې په توګه جوړې شوې، چې په پایله کې یې د طالبانو د ډلې ډېری مشران د پاکستاني مدرسو طالبان دي او کورنۍ یې په پاکستان کې ژوند کوي. بالاخره کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د پاکستان استخباراتو او پوځ ظاهراً د خپلو موخو یوه برخه تر لاسه کړه، خو دا پېښه له هره اړخه د هغوی په خوښه پای ته ونه رسېده. که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په پیل کې عمران خان د طالبانو د بري په هرکلي سره وویل: «افغانانو د غلامۍ زنځیرونه مات کړي دي» او د دغه هېواد استخباراتي او پوځي مشرانو هم په ښکاره توګه د افغان حکومت ماتې ونمانځله او د طالبانو د حکومت او په سیمه کې یې د طالبانو د ادارې د ثبات لپاره هلې ځلې وکړې، خو د اسلام اباد او راولپنډۍ دغه لېوالتیا ډېره اوږده نه شوه.
د طالبانو د امارت د جوړېدو په پیل کې د عمران خان حکومت په افغانستان کې د دغې ډلې د واکمنۍ د تثبیت لپاره په بېلابېلو برخو کې ډېر کارپوهان کابل ته ولېږل. د حکومت د مهمو پوستونو پر سر د طالبانو د مشرتابه د خپل منځي اختلافونو پر مهال کابل ته د دغه هېواد د پوځي استخباراتو د مشر فیض حمید سفر د پاکستان له سمبولیکو اقداماتو و، چې د دغې ډلې پر مشرتابه د ځانګړي نفوذ د لرلو اعلان وکړي.
پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل چې ادعا کوي نړیوال زبرځواک او متحدینو ته یې ماتې ورکړې، په سیمه کې د افراطیانو روحیه پیاوړې کړې او د نورو هغو افراطي سازمانونو د تبلیغاتو او استخدام لپاره یوه بیلګه ګرځیدلې چې باور لري د وژنو او تاوتریخوالي له لارې حکومتونه نسکورولای، ملتونه په ګونډو کولای او واک او شتمنۍ انحصارولای شي. که څه هم د پاکستان حکومت د افغانستان د طالبانيزه کولو هڅوونکی او ملاتړی و او د دغې ډلې واکمني یې د یوې سیاسي او ستراتیژیکې بریا په توګه ونمانځله، خو د پاکستاني طالبانو له خوا د بریدونو زیاتوالي دا وښوده چې طالب پالنې پخپله دغه هېواد ته جدي خطرونه پېښ کړي دي او دا سټراتیژیکه له توهم پرته بل څه نه وو. پاکستاني طالبان غواړي په ټول پاکستان او یا لږ تر لږه یوه برخه کې یې د طالبانو امارت جوړ کړي او د دې موخې لپاره یې خپل افغان سیالان الګو ګرځولي او په وېرې اچونې او ترهګریزو بریدونو سره غواړي چې د پاکستان حکومت له ننګونو سره مخ کړي او د دغه هېواد وګړي تسلیمېدو او اطاعت ته اړ کړي.
څرنګه چې هغوی په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د ملا هبت الله امارت یې ملاتړ کوي، لکه څنګه چې پخوا د پاکستان خاورې امتیازات د افغان طالبانو په لاس کې وو، پاکستان له جدي ستونزو سره مخ دی. خو له بده مرغه لاهم داسې نه ښکاري چې له تېر وخته یې تجربه اخیستې وي . د پاکستاني چارواکو له لوري تر اوسه داسې دریځ نه دی لیدل شوی چې د افراطیت پر وړاندې د دوی په چلند کې د بدلون ښکارندویي وکړي. افراطیت ساری دی او کله چې پر افغانستان واکمن شي، ګاونډي هیوادونه به ترې بې اغیزې پاتې نه شي. ښايي نن سبا په کابل کې د طالبانو ډله ادعا کوي چې د پاکستاني افراطيانو ملاتړ نه کوي، خو په عمل کې داسې نه ده. دوی نه شلېدونکې اړیکې او ګډې ګټې لري. نن سبا د پاکستاني طالبانو له تحریک او نورو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې د طالبانو ملاتړ یو واقعیت دی. په پایله کې ویلای شو چې پاکستان په هغه اور کې سووځي چې پخپله یې بل کړی دی. ګومان نه کېږي چې د ملکي حکومت او ټاکنو پلي کېدل دې د هغه کړکېچ مخه ونیسي چې پاکستان ورسره مخ دی او احتمال لري چې د وضعیت خرابېدل د پوځي حکومت د جوړېدو لامل شي.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پوځ له خوا د ملکي حکومتونو د نسکورېدو مخینه شته. په ۱۹۷۷ کال کې د ضیاالحق له خوا د ذوالفقار علي بوټو حکومت رانسکور شو، هغه کړکېچ چې په افغانستان کې د غوايي له کودتا وروسته پیل شو، د پاکستان په تاریخ کې یوه له مشهورو پېښو وه، چې د افغانستان او سیمې پر حالاتو یې هم اغېز وکړ. په ۱۹۸۸ کال کې د ضیاالحق له وژل کېدو وروسته ملکي حکومتونه څو ځلي د پوځ له خوا ننګول شوي او نسکور شوي دي. خو دا ځل یې توپیر دا دی چې د پاکستان پوځ خپل نسبي محبوبیت له لاسه ورکړی او د ثبات ټینګښت ورته له ننګونو ډکه چاره ګرځېدلې ده. په واکمنانو باندې د پاکستان د خلکو د باور نشتوالی او د راتلونکي لپاره د روښانه لید نشتوالی له کړاوونو او ناورین سره د بېلابېلو پاړکیو د مخ کېدو لامل شوی دی. له پاکستانه د تحصیل کړو کسانو او کاري ځواک د وتلو بهیر ګړندی شوی او ویل کیږي چې یوازې د تېر (۲۰۲۳) کال په لومړۍ نیمايي کې څه باندې ۸۰۰ زره پاکستانیانو خپل وطن پریښي دي. د دې هرڅه په پایله کې به پاکستان په هغه ډنډ کې ډوب شي چې د دغه هېواد واکمنانو رامنځته کړی دی.