۸صبح، کابل: په غور کې ځايي سرچینې وايي چې د کابل – غور لویه لار د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.
سرچینو دوشنبه د مرغومي پر ۱۸مه ویلي چې دا لار د «بکک» په کوتل کې د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.
د سرچینو په خبره، د واورې ورېدو له کبله د غور د شپږو ولسوالیو لارې هم د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه سره تړل شوې دي.
غور کې ځايي طالبان د دغې لویه لارې د بندېدو خبر تاییدوي او وايي چې د پرانېستو هڅې یې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو خبر ورکړی و.
په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو او د واورې بیا له ۱۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې اټکل شوې وه.