ولې په انځور کړای شویو صحنو کې د انسان تښتونې صحنې معمولې دي؟ په دغو انځورونو کې ښودل شوي بربنډې ښځې موږ ته څه پیغام راکوي؟ په جینیوا کې د «پنځونې» د فسټیوال د یوې برخې په توګه، فرانسوۍ تاریخ لیکونکې جولي بیوزاک یو غږیز لارښود رامنځته کړی چې له تاسو غوښتنه کوي چې دا انځورګري له فمینيستی لیده تشریح کړئ.
دا لویه انځورګري چې د سویس په جینیوا کې د هنر او تاریخ موزیم (MAH) په خونو کې نندارې ته اېښودل شوې ده، ښایي ژر زموږ پام ورخپل نه کړي. د «لوکرتیا مرګ» نومی اثر د ۱۷۸۸کال په شاوخوا کې د جینیوا مېشت هنرمند ګبریل – کنسټانټ ووچر له خوا پنځول شوی دی. هغه دا صحنه په ګرمو رنګونو او د روښانه سیوري په سبک چې په نیوکلاسیک هنر کې معمول دی، انځور کړې ده.
په دې انځور کې، موږ ګورو چې لوکرتیا ځانوژنه کړې، هغې ښه شخصیت درلود، چې د ګابریل – کنسټنانټ ووچر د لیکنو له مخې، د روم د پاچا زوی سکسټوس لخوا پرې له جنسي تیري وروسته یې ساه ورکړه. پر دې سربېره چې یوه تکراري موضوع انځور کړای شوې ده، هغه چې بې هوښه ده او سینې یې بربنډې دي، د څلورو دښمنو رومي سرتیرو له خوا په داسې حال کې محاصره شوې، چې مېړه یې هم حاضر دی. دا د هنر په تاریخ کې یو ډېرعام جوړښت دی: ژوندي، ولاړ او په جامو کې پټ سړي د یوې لوڅې ښځې پر بې روحه بدن ورټيټ شوي او هغې ښځې خپل سینې بهر را اېستلي ځکه … ښه، ولې نه!
دا غږ چې په نیمه طنزي او جدي ډول خبرې کوي، «ایا وینوس خپله تناسلي اله خرېدلې ده؟» د هنري اثر د پنځوونکې جولي بایوزاک دی. هغه معتبر پاډکاسټ چې د ۲۰۱۹کال راهیسې له فیمینیسټ لیده د هنر تاریخ ته بیاکتنه کوي. بایوزاک، چې د لوور له ښوونیز بنسټه فارغه شوې، په ډاګه کړې چې جنسیتي اړخ نیول هېڅکله په تحلیلي اډانه کې نه دي مدغم شوي، نه په ټولګي کې او نه هم د هنر په موزیم کې.
بلخوا، د هغې په ټکو کې د لویو بنسټونو د ریلونو په انځورونو کې د ښځو «بې مانا» انځورونه وړاندې شوې دي. جولي بیوزاک څرګندوي:« د هغې موخه دا ده چې د هنر په تاریخ کې پر کار د ولکې د میکانیزمونو یوه عمومي کتنه وړاندې کړي، که د ویوریزم، د جنسي تېري کلتور، یا د بدني اعتراض کولو په اړه وي. هغې پریکړه وکړه چې دا پټ ټکی په طنز، مهربانۍ او ښوونې سره راڅرګند کړي.
د لامبو خیالونه
د جولي بیوزاک او د هنر او تاریخ موزیم تر منځ په دې برخه کې یو ګډ لید شته او د تېر کال په نومبر کې یې د «پنځونې» فسټیوال د یوې برخې په توګه، جولي بیوزاک ته اجازه ورکړه چې غیر معمول غږیزلارښود ډیزاین کړي. لویز ګرف چې یوه فرهنګپالې ده، وایي: دا روده هغه لاره ده چې په مټ یې دا موزیم او د هنري اثارو ټوله ټولګه یې له هغو پوښتنو سره مخ کړو، چې موږ یې هره ورځ له ځانه پوښتو او دغه راز یوه داسې روده ده چې ځینې هنري کوډونه چې موږ ته د مطلق حقیقت په توګه عام شوي دي، تجزیه او تحلیل کړو. د دې پوښتنو موخه دا نه ده چې کلاسیک هنري اثار له منځه یوسي، بلکې موخه دا ده چې د دغو هنرونو لپاره یو پلیټ فارم رامنځته کړي، موخه یې د تجربه لرونکو او بې تجربو کتونکو لپاره د نظرونو بدلول یا پیاوړي کول دي.
فستیوال ته په ورتګ سره، تاسو یو کیو ار کوډ ترلاسه کوئ چې تاسو ته د ځانګړو غږونو د نوملړ لارښوونه کوي: شپږ ۳ دقیقې کڅوړې دي چې د ښکلو هنرونو یا Beaux-Arts انځورونه تجزیه او تحلیل کوي. تاسو په ځانګړي ټلیفون سمبالوي، تاسو د دویم پوړ پر خونو ګرځئ څو د هنري اثارو دغه ځای ومومئ، داسې چې ته به وایي نوې عینکې مو په سترګو کړي، څو هغه په بېل ډول درک کړي.
د لوکرټیا د مرګ اثر ته نږدې کلیوپاترا (1550-1560) ده چې په یو ډول د شهوت د قرباني په توګه انځور شوې، د دې اثر امتیاز میشل توسیني ته ورکړل شوی دی. په دغه اثر کې کلیوپاترا په لاسونو کې مار نیولی دی او دا مار د هغې سینې ته نږدې دی. دا اثر مشت نمونې خروار دی، چې په هغه کې یوه ښځه، سره له دې چې شل کاله یې سیاسي مشري کړې ده، د مړینې په وخت کې نیمايي بربنډه انځور کړای شوی او د مار نېښ ته منسوبه شوې ده.
جولي بیوزاک دې حالت ته د هغه وخت د هنر د بازار د حالت د انعکاس په توګه ګوري، چیرې چې د ښځو بربنډ بدن ارزښت درلود، میرمنې یوازې د زینتي څېزونو په توګه لیدل کیدې. بیوزاک وایي:« دا ټول کارونه په ایټالیا کې د رنسانس انځورګرۍ اکاډمۍ ته ورګرځي، د «هلکانو» په دغو کلپونو کې هغه څه چې موږ یې اوس د «لوړهنر» په توګه پیژنو، تاسیس شول: له اساطیرو یا لرغوني تاریخه الهام اخیستونکي مضامین چې د جنسي تاوتریخوالي، تښتونې او ښکار صحنې نندارې ته وړاندې کوي. په هغه وخت کې ځینې دا انځورګرۍ ان د خوب په خونه کې اېښودل شوې وې، څو نارینه وهڅوي چې خپله د کوروالۍ دنده ترسره کړي!
لکه څنګه چې د مشهورې انځورګرۍ اصلي موضوع «په حمام کې ښځې» په داسې دوره کې رامنځته شوې کله چې د ښځو عمومي حمام په نازکو او ساده جامو کې معمول نه و، موږ له داسې خیالونو سره مخ یو چې د نارینه وو له خوا د نارینه وو لپاره پنځول کېده.
د پییر بونارډ له خوا انځور شوی «د رڼا پر وړاندې بربنډتیا» ته ځیر شئ. یوه ځوانه نجلۍ چې په بشپړه توګه بربنډه ده او د عطرو وهلو پر مهال انځور کړای شوې ده چې خپله خبره نه ده. یا په ۱۹۰۷ کال کې د جرمن هنرمند کارلوس شواب له خوا انځور شوي «څپه» نومي اثر ته پام وکړئ. په دې اثر کې تاسو لیدلای شئ چې یو لوی تورتم ویر کوونکې ښځې په ځان کې ډوبوي. دا انځورګري د تشنج تداعي کوونکې ده، هغه «ناروغۍ» چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ښځې پر روان داغ لګولی دی.
د ځان په اړه د فکر کولو اړتیا
دا غږیز لارښود د دې لپاره نه دی چې په تړاو یې پرتمین مراسم جوړ شي، بلکې غواړي د عامو خلکو لپاره لاره پرانیزي او دوی ته داسې کلیانې په واک کې ورکړي چې په هغو سره د هنر نور اثار، د معاصرو په ځانګړې توګه د تېرو څو پیړیو د اثار کوډونه خلاص کړي.
هغه وړاندې زیاتوي: «تاسو د نن ورځې په ژوند باندې د نولسمې پیړۍ د انځورګریو مستقیم اغېز لیدلی شئ. په دغو انځورونو کې تاسو ګورئ چې نارینه تل هغو ښځو ته ګوري چې د لوڅېدو په حال کې دي او «ښځې په شپږم پوړ کې» د فلم په څېر چې فابریس لوچیني پکې رول لوبولئ، ورته ترکیب ګورئ!»
د فستیوال په پای کې د پروګرام غږیز لارښود د نوي ویب اپلیکیشن له لارې د موزیم لیدونکو ته پوهاوي ورکولو ته دوام ورکوي. هغه وايي، ډېر ژر به له شپږو نویو غږیزو کلپونو سره ستاسو خدمت ته حاضر شم چې د هنر په برخه کې پر نورو پټو ټکو لکه پر کلاسیزم یا طبقاتي تبعیض او اورینټالیزم تمرکز کوي.
جولي بیوزاک زیاتوي: «موږ لاهم د دغو مسایلو بشپړ پای ته رسېدو ته اوږد واټن په مخکې لرو. سره له دې چې په تېرو پنځو کلونو کې د پاډکسټ له پېلېدو راهیسې پرمختګ شوی او له فمینیستي لیده نوښتونو ته تشریح کوي. لاهم ډېر موارد پر انفرادي نوښت تکیه کوي.
هغه څرګندوي: «لا هم د پام وړ مقاومت شته، په ځانګړې توګه د څیړنېزو بنسټونو او موزیم په برخه کې. د هنر د تاریخ تدریس ډیر بدلون نه دی کړی، که څه هم نن ورځ زده کوونکي د پخوا په پرتله پر دې مسایلو ډیر پوهیږي. زموږ د بري کارت په تصمیم نیوونکو او ارتباطي پوستونو د نن ورځې د نسل ځای پر ځای کول دي، چې هر څه به په بنسټيزه توګه بدل کړي!»
لویس ګرف وايي: هغه وخت رارسېدلی دی چې هنري موزیمونه ځان ته د کلتور او تعامل د ځایونو په توګه وګوري. هغه یادونه کوي: د توکم پوهنې موزیمونو برعکس، چې د دې څانګې د اصل مسأله یې تر یوې اندازې پورې نیولې، د تاریخ او هنر موزیمونو له ځانه د دغو پوښتنو په کولو ټکنی عمل کړی او نه دي توانیدلي چې هنر د تقدس له مقامه راښکته کړي.
ځینو له اثارو سره د هغو اېښودل شویو لیکدړو د بیا لیکل کېدو لپاره کمپاینونه پېل کړي دي چې پکې کارول شوي اصطلاحات ستونزه لري، لکه په مادرید کې د پراډو میوزیم. ګرف ټینګار کوي:« البته، مسأله یوازې د کلمو او اصطلاحاتو د بدلولو نه ده، بلکې موږ اړتیا لرو چې د روایت د بیانولو بڼه هم له پوښتنې سره مخ کړو. موږ باید د خبرو اترو لپاره داسې لاره پرانیزو چې راتلونکي نسلونه هم پکې شامل شي.»