۸صبح، غزني: غزني پر نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون د روغتیايي امکاناتو د کموالي له امله تړل شوی دی.
سرچینو نن دوشنبه د لړم پر نهمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه روغتون تېره اونۍ تړل شوی دی.
دغه روغتون د درملو او طبي تجهیزاتو د نشتون له امله تړل شوی او ټول کارکوونکي یې په کور شوي دي.
د سرچینو په وینا د روږدو د درملنې روغتون له تړل کېدو وروسته په دغه روغتون کې د بستر ناروغانو درملنه هم نیمګړې پاتې شوې او بېرته یې نشهیي توکو ته مخه کړې ده.
غزني کې دا روغتون په داسې حال کې تړل شوی دی، چې په دغه ولایت کې پر نشهیی توکو د روږدو کسانو شمېر هر ورځ د زیاتېدو حال کې دی.