طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د سیاسي شخصیتونو د راستنیدو لپاره یو کمېسیون جوړ کړی دی. د دغې ډلې د ادعا له مخې، د دغه کمېسیون له جوړېدو راهیسې د تېر حکومت ۶۸۰ چارواکي افغانستان ته راستانه شوي دي. خو دا راستنیدنه له خطره خالي نه وه. یو شمېر سیاسي او نظامي شخصیتونه چې د طالبانو په بلنه راستانه شوي، د دغې ډلې له سختې غچ اخیستنې سره مخ شوي دي. په وروستۍ مورد کې طالبانو د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې غړی پاینده محمد عرب پر «قصاص» محکوم کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو تنه پخواني نظامیان له راستنېدو وروسته، په ډزو وژل شوي دي. یو شمېر هېوادوال وايي، چې دغه کمېسیون د غچ اخیستنې لپاره یوه لومه ده او خلک باید پر طالبانو دوکه نه شي.
د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو څه باندې دوه کاله تېرېږي. تر دې مهاله هېڅ هېواد د دې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی. طالبانو د رسمیت پېژندنې د هڅو او د دې لپاره چې دې ډلې ته ولسي بڼه ورکړي، د سیاسي څېرو او د مخکیني دولت چارواکو ته د بلنې ورکولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړی.
دغه کمېسیون ادعا کړې، چې له جوړېدو راهیسې یې د مخکیني حکومت ۶۸۰ چارواکي افغانستان ته راستانه شوي دي. د طالبانو له خوا له سیاسي شخصیتونو سره د تماس د جوړ شوي کمېسیون ویاند احمدالله وثیق څه موده وړاندې ویلي وو، چې د دې ډلې په بلنه راستانه شوي کسان د وزیرانو، د وزارتونو د مرستیالانو او د مخکینیو امنیتي ځواکونو د چارواکو په کچه دي. نوموړي دغه راز ادعا کړې وه، چې د تېر حکومت د سياستوالو او جګپوړو چارواکو په ګډون يو شمېر شخصيتونو افغانستان ته د راستنېدو فورمونه اخیستي او ډېر ژر به هېواد ته راشي.
طالبانو په داسې حال کې سیاسي شخصیتونه هېواد ته رابللي او د معافیت کارتونه یې ورکړي دي، چې په وروستي مورد کې یې د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د سرپل د خلکو استازی پایندهمحمد عرب د دوو تنو د وژنې په تور پر اعدام محکوم کړی دی. ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د غچ اخیستنې له امله د تېر حکومت د یوه سیمه ییز قوماندان او په ولسي جرګه کې د خلکو د یوه پخواني استازي د اعدام حکم صادر کړی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه حکم د هغه تور پر بنسټ صادر کړی، چې ګواکې د تېر حکومت دغه چارواکي په ٩٠ لسيزه کې د ليلې دښتې په جګړه کې لاس درلود.
ځايي سرچينې وايي، پايندهمحمد عرب د افغانستان د ولسي جرګې په ۱۵مه دوره کې د سرپل د خلکو استازی و. نوموړی د ملي یووالي حکومت پر مهال د یو څه مودې لپاره د اجراییه ریاست سلاکار هم و. سرچینې زیاتوي، چې د دغه پخواني استازي ورور د افغانستان په شمال کې یو له مشهورو قوماندانانو دی. د سرچینو په وینا، وروریې «عبدالکریم» نومېږي او شاوخوا ۲۳ کاله وړاندې له طالبانو سره په جګړه کې د مارشال دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي جنبش ګوند د نظامي ځواکونو د برخې مسوول و.
د سرچينې د ادعا له مخې، د دغه سيمه ييز قوماندان ورور چې هغه مهال د دغو ځواکونو د يوې برخې مسوول و، د طالبانو له خوا په ليلې دښته کې د دې ډلې د قوماندانانو په وژلو تورن دى او دغه ډله د غچ اخیستنې په موخه غواړي د تورن کس ورور اعدام کړي. سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو په لاس د جمهوريت نظام له سقوط وروسته، د دغه پخواني استازي ورور امریکا ته کډوال شوی دی.
په ورته وخت کې یو لیک چې سرچینو يې ۸صبح ته کره والی تایید کړی، ښيي چې دوو ادعا کوونکو «شاهدي» ورکړې چې پاینده محمد عرب دوه کسان وژلي دي. هغو کسانو چې طالبانو په دغه لیک کې د شاهدانو په توګه معرفي کړي، دا نه ده څرګنده کړې چې وژل شوي کسان کله د تورن کس له خوا وژل شوي دي.
په دغه لیک کې په جوزجان کې د طالبانو لومړنۍ محکمې د پخواني دولت په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت د خلکو پر پخواني استازي پاینده محمد عرب باندې د دوو ادعا کوونکو کسانو د شاهدۍ په پایله کې «د نفس د قصاص» حکم صادر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د تېر حکومت د ولسي پاڅونونو یو قوماندان یماق خالد چې د طالبانو له لوري له سیاسي شخصیتونو سره د تماس د جوړ شوي کمېسیون په بلنه او د سرپل ولایت د یوه ځایي قوماندان نظام الدین قیصاري په منځګړیتوب هېواد ته راستون شوی و، ووژل شو. تر دې وړاندې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا ویاند ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې یو شمېر کسان د خپلو شخصي کارونو لپاره د طالبانو په بلنه ستانه شوي، خو د خپلو کارونو له ترسره کولو وروسته یې بېرته هېواد پرېښی دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم د دغې ډلې د غایب مشر ملا هبتالله اخندزاده په حکم دوه کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي. د دغې ډلې له خوا « د قاتل د قصاص» وروستی حکم د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۰ مه، په لغمان ولایت کې پلی شو.
د طالبانو لومړنی علني اعدام په فراه ولایت کې ترسره شو، چې د اجرا کېدو پرمهال یې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د دغې ډلې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په ګډون د دغې ډلې یو شمېر جګپوړو چارواکو حضور درلود. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د قصاص دغه حکم د «کلاشينکوف» په ډزو سره پلی شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د طالبانو له خوا په عام محضر کې د یوه سړي پر اعدامېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د اعدام سزا دې وځنډوي.